د کندوز د خونړۍ جګړې فاتح به څوک وي؟

نن ټکی اسيا سرمقاله : نن په کندوز کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د جګړې اتمه ورځ ده

دولتي چارواکي په داسې حال کې چې د دې جګړې د پراخیدو پړه یو پر بل وراچوي د هغې د مخنیوي لپاره لاس ترزنې ناست دي.

هغه کندوز ښاریان چې د جګړې له امله په خپلو کورونو کې بند پاتي دي هلته د خواراکي توکو د نشتون له وجې له سختو ستونزو سره مخ دي او کوم ځیني چې کابل او یاهم نورو سیمو ته په تیښته بریالي شوي هلته د سر پناه د نه موجودیت له امله په یوه بوږنوونکي وضعیت کې قرار لري.

له دولتي ځواکونو سره چې شمیر يي لسګونو زرو ته رسیږي د هیڅ شي کمی نشته ، هم پوره پوځي مهمات لري او هم کافي تجهیزات، په کافي تجهیزاتوسر بیره یې امریکايي ځواکونه هم ترڅنګ ولاړ او د ضرورت په وخت کې ورته هوايي بریدونه کوي، خو د دې هرڅه باوجود لیدل کیږي چې د کندوز جګړه پرته له دې چې د کوم لوري په ګټه پایته ورسیږي نوره هم اوږدیږي او د هرې ورځې په تیریدو سره نوي ابعاد خپلوي.

د ګډ حکومت په منځته راتلو سره چې امریکایانو په افغانستان کې یې د جګړې د پایته رسولو او سولې د ټینګښت په پلمه کومې کړنې ترسه کړې هغه ټولې نه یواځې دا چې د جګړې د خاتمې په لاره کې موثرې نشوي واقع ؛ بلکې په بغلان، هلمند، فراه، بادغیس، فاریاب، ارزگان، سرپل، جوزجان، ننگرهاراو ډیرو نورو ولایتونو کې د جګړې د زیاتیدو لامل وګرځیدلې.

د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیکول او له حکمتیار سره روغه جوړه کول د امریکايي هڅو له جملې څخه هغه څه دي چې پراخ تبلیغات ورته وشول خو د دې هرڅه باوجود اوس لیدل کیږي چې له لیرې پرتو سیم څخه ښارونو ته د جګړې په داخلیدو سره د هیواد امنیتي وضعیت تر بل هروخت ډیر بحراني پړوا ته داخلیږي.

دولتي ځواکونه د امریکایانو له هوايي او ځمکني حمایت سره سره د ولایتونو په مرکزونو کې یوه مغلوب دفاعي وضعیت خپلوي او د وسله والو طالبان لخوا ورباندې د محاصرې کړي تنګیږي.

د کندوز ښار جګړه یې یوه ژوندۍ بیلګه ده چې اتمې ورځې ته په داخلیدو سره لاهم ګټونکی او بایلونکی نا څرګند دی.

له پورتنیو حقائقو څخه دا جوتیږي چې امریکایان په افغانستان کې یواځې د جګړې غزولو اراده لري او د امنیتي تړون له لاسلیکولو نیولې د روغې جوړې ترهوکړي پوري ټول د همدې هدف د تحقق په نیت تر سره کوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.