هلمند : مرکز کې سرتېری بريد شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۵ل):د هلمند په مرکز لشکرګاه کې غرمه مهال د جبار قهرمان پر ملېشو او کمانډويي ځواکونو سرتېری بريد شوی.

عيني شاهدان وايي بريد د مهاجرو د سر ماموريت ته څېرمه شوی.

د بريد له امله نژدې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د عملياتو اوپراتيفي قوماندان عبدالجبار قهرمان وايي په ياده چاودنه کې ۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي.

د بريد مسؤليت طالبانو منلی او زياتوي چې د مهم قومندان (ګل مولا) په ګډون يې ۳۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي په لشکرګاه ښار کې د ننۍ نښتو له امله ۱۴ پوليسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د يادوني ده چې نن سهار د دولت مخالفو وسله والو طالبانو د لشکرګاه ښار دوهمي امنيتي حوزې ته ځانونه ورسول او ځيني سيمي يې لاندي کړې.

امنيتي ځواکونه وايي وسله وال طالبان يې د لشکرګاه ښار څنډو ته په شا تمبولي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.