مطمئن: جنګ زور غواړی، لښکرګاه د طلوع او شمشاد سټډیو نه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د سیاسي چارو شنونکي او تحلیل ګر نظر محمد مطمئن پرخپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د ولس سره جګړه ګټونکي نه لري.

نوموړي د هلمند ولایتي استازی او د عملیاتو د همغږۍ په خاطر اوپراتیفي مشر عبدالجبار قهرمان مخاطب کړی او ورته ویلي چې جنګ زوړ غواړي، لښکرګاه د طلوع او شمشاد سټوډیو نه ده.

باید وویل شي چې تېره شپه عبدالجبار قهرمان په یوه مرکه کې ویلي وه چې طالبانو ته یې ماتې ورکړې، ډیر ژر به د هغوی څخه موسی قلعه ولسوالي هم ونیسي.

نوموړي ویلي چې طالبانو ته یې د لښکرګاه پر څنډو سخت شکست ورکړی او زیات شمېر طالبان یې په ورستیو تکتیکي بریدونو کې وژلي دي.

ښاغلي مطمئن په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې جبار قهرمان چې مخکې هلمند ته د جګړې لپاره تللی وو، خانشین، نوزاد او موسی کلا طالبانو ونیوله، مارجه او سنګین ولسوالۍ محاصره شوه، خو دا ځل چې ولاړ طالبانو ناوه ولسوالي ونیوله او د لښکرګاه پر دروازه ودریدله.

طالبان نن د لښکرګاه ښار ته داخل شوي وه خو دولتي سرچیني وايي چې هغوی یې بیرته پر شا تمبولي.

مطمئن ویلي چې اوس به جبار قهرمان د سوربریتو (امریکایانو) د رحم په تمه ناست وي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.