هلمند : طالب خبريالان په ضد مرمۍ پوځي موټرو کې ګرځي/ويډيو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۵ل): په هلمند کې د طالبانو هغه خبريالان چې د جګړې له لومړۍ کرښي رسنيو ته عکاسۍ او ږغيږ پېغامونه رسوي په ضد مرمۍ موټرو (شوبلو) کې سپرلي کوي.

لشکرګاه ته څېرمه د ننۍ جګړې عکاسي کوونکی او خبريال په داسي حال کې خبري اتري کوي چې په شوبله کې سپاره ليدل کيږي.

خبريال وايي دا شوبله چې نن په جګړه کې طالبانو نيولې د دوی (الاماره) سټوډيو ته يې ورکړې او له دې وروسته به د دوی خبريالان د جګړې لومړۍ کرښي ته په کې تګ را تګ کوي.

طالب خبريالان چې د (اسد افغان) او (هلال غزنوي) په نوم پېژندل کيږي له هلمند نه خپل ويب پاڼي ته تازه په تازه راپورونه ورکوي او کله نا کله يې له طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد سره هم په مرکو کې غږونه اورېدل کيږي.

هلمند چې په دې وروستيو کې يې جګړه ان تر مرکز لشکرګاه پوري را رسېدلې طالبانو په کې خپل فرهنګي او تبليغاتي فعاليتونه زيات کړي.

په وروستۍ ويډيو کې چې د هلمند د ننۍ جګړې اړوند خپره شوې طالبان لشکرګاه ښار ته څېرمه لېدل کيږي چې پوځي موټر يې له امنيتي ځواکونو نيولي او پر ښار توغنديز بريدونه کوي.

د طالبانو د فرهنګي فعاليتونو په اړه چې په دې ورستيو کې يې په کندوز ، هلمند او بغلان کې تر سره کړي نړيوالي لانګ وار جورنال (long war jornal) ورځپاڼي هم راپور ليکلی او زياتوي چې طالبانو د نظامي توندو عملياتو تر څنګ زياتي سيمي له خپل سيال (حکومت) څخه په تبليغاتي جنګ لاندي او ترلاسه کړې.

د لانګ وار جورنال ورځپاڼي پورتنی راپور د طالبانو د real men ( مردان راستين ) تر نوم لاندي فلم باندي خپور شوی ، طالبانو د ياد فلم صحنې په عسکري تمريناتو ډکي کړي.



یوه تبصره

  1. طوفان طوطاخیل

    ماشاء الله ، ماشاء الله ماشاءالله نصر من الله وفتح قریب وبشرالمؤمنین

    ان شاء الله چې ډیر ژربه ګوډاګی رژیم له پښو وغورځي اوپه ځای به یې داسلامي امارت غیور ، میړني او عزتمند خلک راځي چې ددین ، هیواد او مسلمانانو په ګټه به هرکارکوي اویو سپيڅلی اسلامي نظام به نافذوي

    مرګ په لاپو جباري کهرمان اوګوډاګیانو یې

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.