د اور یوه نیمه لسیزه او په نړۍ یې اغیز

عبدالرحیم مطمئن

داسې اټکل کېږي چې له تیرو سلو کلونو راپدې خوا امریکا په منځني ختیځ کې د خپل نظامي حضور لپاره هڅې پیل کړې وې، افغانستان په سیمه کې د امریکا لپاره یو ستراتیژیک موقیعت و، چې وکولی شي له دې ځایه د دوو سترو قدرتونو روس او چین د حضور او تیلو ته د لاس رسي مخه ډب کړي؛ خو داچې روسیه ابر قدرت هیواد و، په سیمه یې خپل نظامي او هر اړخیز حضور ثابت کړی و، د امریکا د دې هڅو په مخ کې یو ستر تهدید و. امریکا له دوهم نړیوال جنګ وروسته په عربي نړۍ کې د یاراني مزي غزولي و او تر ډېره یې په دې سیمه کې د روسیې مخه هم نیولې وه، روسیې ګرمو اوبو ته ځان رساوو په همدې پلمه یې د منځني اسیا ډېر هیوادونه لاندې کړي هم و، شرقي اروپا هم د روسیې تر مستقیم حضور لاندې ژوند کاوو یوازې د اروپا یوه زیاته برخه، شرقي آسیا او د عربي نړۍ ځینې برخې یې له حضور څخه په امن وي، دې حالت CIA نا کراره کړې وه او تل یې هڅه کوله چې د روسیې مخه ډب کړې. د ګرمو اوبو په پلمه روسیې په افغانستان نظامي یرغل وکړ امریکا ته هم موقع په لاس ورغله، هغه افغانان چې له هیواد څخه پاکستان ته مهاجر شوي و له روسیې څخه یې د غچ اور په زړو کې بل و. امریکا په غیږ کې ونیول د وسلو او پیسو مرستې یې ورته شروع کړې، هغه عرب مجاهدین هم افغانستان ته راغلل چې غوښتل یې د روس په ضد د افغانانو ملا وتړي، جنګونو زور واخیست بالاخره روسان افغانانو د امریکا او عرب مسلمانانو په مرسته مات کړل، امریکا هم نه غوښتل چې افغانستان دې یو با ثباته او په پښو ولاړ هیواد واوسي، کورنۍ جګړې پیل شوې، د افغانستان هرڅه پکې له منځه ولاړل، هیواد تر پخوا هم کنډواله شو، هیواد د تجزیې په طرف روان و او یو وحشتناک حالت مینځ ته راغی، طالبان چې ډېری یې پخواني مجاهدین و د روس له ماتي وروسته په کور کیناستل بالاخره له دې حالته په تنګ شول او وسله یې رواخیسته ولس چې کورنیو جګړو سخت په تنګ کړی و د طالبانو ملا وتړله، طالبان په دوه میاشتو کې تر کابله ورسیدل کابل یې ونیو ډاکتر نجیب ووژل شو او ډېر ژر د هیواد په ۹۵٪ سلنه خاوره واکمن شول، په هیواد امن ټغر وغوړیدو خلکو په ارامه خپل ژوند پيل کړ؛ خو اقتصادي حالت کمزوری و عرب مجاهدین هم دلته راغلل، طالبانو د خپلو شرایطو په منلو سره د ژوند کولو اجازه ورکړله.

طالبانو له نړۍ سره په اړیکو جوړولو کار پیل کړ ډپلوماتيک مراکز یې پرانیستل، د اقتصادي پروژو د پیل هڅې شروع شوې. د « یونیکال » په نوم امریکايي کمپنۍ افغانستان ته راغله او غوښتل یې چې له ترکمنستان څخه تر هندوستان پوري د ګازو ستره پروژه په لاس کې واخلي چې په همدې اساس به یې کیدای شي نیت درلود چې د ترکمنستان د تیلو سترو زیرمو ته لاسرسی ولري، طالبانو هم تفاهم لیک ورسره امضا وکړ؛ خو ترکمنستان د روس له ویرې له دې قراداد په شا شو او ویې نه مانه. طالبانو له یوې بلې ارجنټاینۍ کمپنۍ سره قرارداد وکړ، امریکا د یونیکال کمپنۍ ټول کارونه په ټپه ودورل او په طالبانو یې اقتصادي بندېزونه وضع کړل. امریکا د پلمو په لټولو پیل وکړ ځکه هغوئ دلته خپل پراخ حضور غوښت، اسامه بن لادن یې بهانه کړ، له امریکا سره د طالبانو اړیکي تر پخوا ډېر خراب شول، د ۱۱م سپتمبر پیښه رامنځته شوه، امریکا یې پړه پر طالبانو واچوله، خو طالبانو د امریکا ادعا رد کړه، ډېری شنونکي په دې باور دي چې د ۱۱ سپتمبر پیښه د افغانستان د اشغال لپاره د امریکایانو بهانه وه او دا د دوئ خپل کار و. په اسلام اباد کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د سفیر ملا عبدالسلام ضعیف په وینا چې: « طالبانو غوښتل خبره له ډیپلوماتیکې لارې حل کړي، خو د امریکا جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش په نظامي لارو غور کاوه » په افغانستان کروز توغندي وار شول او بالاخر د ۲۰۰۱ز د اکتوبر په اوومه د امریکا تیارو د شمال ټلوالې او کرزي په مرسته په افغانستان نظامي یرغل وکړ.

له نن څخه پنځلس کاله پخوا په افغانستان د امریکا د یرغل پر مهال د افغانستان په شمول نړۍ له یو نسبي امنیت او ښه اقتصادي حالت څخه برخمنه وه، که څه هم امریکا په دې پلمه نړۍ له ځان سره ملګرې کړه چې افغانستان ته ډیموکراسي او د بشر حقوق له ځان سره وړي، د ترورېزم جرړې ختموي د نړۍ امنیت خوندي کوي، مواد مخدر له مینځه وړي او د افغانستان خلکو ته یو هوسا ژوند برابروي. د امریکا ښکاره پالیسې تر همدې خوږو شعارونو لاندې نړۍ ته وړاندې کېدله؛ خو د پردې تر شا په حقیقت کې د CIA د پرا غوښتنې او په نړۍ د حکومت کولو پالیسې مخته وړ کیدله. امریکا نه یوازي دا چې جنګ ختم نه کړ پنځلس کاله وروسته لا پسې زیات شو، که څه هم افغانستان په لومړیو کلونو کې نسبي ورغول شو، خو نن بیرته د ورانۍ په طرف روان دی، دلته د وینو ویالې وبهیدې. جوماتونه، مدرسې، ودونه او د خوشحالۍ محفلونه بمبارد شول، مواد مخدر د ۲۰۰۱ز کال په نسبت په زرګونه ټنه زیات شول، د هوسا ژوند په ځای خلک کور پریښودو ته اړ شول، د طالبانو نظام یې ړنګ کړ او په نتیجه کې يوه فاسده اداره او فاسد چارواکي واک ته ورسول شول، افغانستان د نړۍ په کچه فاسد هیواد شو، سلګونه زره بې ګناه هیوادوال په یو او بل نوم ووژل شول.

له افغانستان ور هاخوا عراق په کنډواله بدل شو، په سوریه کې د دوو ښکیلاکګرو لخوا د وسلو ازمویلو او قدرت په سیالۍ کې د وینو ویالې بهېږي، لبیا د کورنیو جګړو په اور کې سوځي، مصر کې هم جګړې او وژنې دي، یمن کې په فرقه یې جنګونو کې زرګونه خلک ووژل شول، له ۲۰۰۱ز راپه دې خوا یوازی په اسلامي نړۍ کې میلیونونه خلک وژل شوي دي، د سعودي عربستان اقتصاد د پخوا په نسبت خورا کمزوري حالت کې دی، پاکستان هم په جنګ کې راګیر دی او بالاخره ارامه ترکیه کې هم د جنګ بڅرکي شیندل کېږي.

اورپا او امریکا کې هم خلک د خوندي ژوند احساس نه کوي، پخپله د امریکا اقتصاد ته په تریلیونونو ډالره زیان اوښتی، برتانیا له اورپايي اتحاديې څخه ووتله اټکل کېږي چې دا ايتلاف به ړنګ شي. د چین اقتصاد تر امریکا ډېر لوړ شوی، همدا رنګه چېن او هند د پرا غوښتنې خوبونه ویني. ړنګ شوی شوروي اتحاد بیا خپل ټپونه رغوي کریمیا یې قبضه کړه، نړۍ کاملاً د دوه قطبي کېدو په طرف روانه ده او داسې انګیرنې دي چې د امریکا د غلتو پالیسیو په نتیجه کې نړۍ د دریم نړیوال جنګ په طرف ټیل وهل کېږي.

…. پای



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.