غزل/ نورشاه نوراني

نورشاه نوراني خوست

نه سورګلاب یمه پرما چې بوراګان کیني
نه شین سپیدار یم چې په سر مې بلبلان کیني

بس چې کوم ښکلی ووینم وایم ترې غيږ چاپېره کړه
ګوره هماغه وخت پر ما باندې پيریان کیني

نن عجیبه غوندې خوښي محسوسه وم په زړه کې
خدای مهربان دی ګوندې څنګ کې مې جانان کیني

دبېلتــــــانه ګردو وهلـــی څادر نه څــــــنډمه
او هسې نه چې چیرې ګرد ستا پر پیزوان کیني

(نوراني)میـــنه کې له حـــده قرباني ورکـــوي
دبــــلو شمــــعو پر ســـرونو پتــــنګان کینـــــي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.