پوه او ناپوه

 بخت جان ملګری

۱: پوه خلک تل هڅه کوي چې یو څه زده کړي، زده کړه تر هر څه موهېمه ګڼې. د هر نوي شي سره پوره پوره علقه ښایي. خپل راتلوونکی په نوو کړنو کې ګوري. له هر نوي شي سره کوشش کوي ځان بلد کړي، وخت ورکوي، او په پایله کې بریالی کېږي. خو ناپوه خلک داسې فکر کوي چې دوی په هر څه پوهېږي. د نورو منډې را منډې ورته مسخرې ښکاري. ځان پورته ښايي، مغروره وي او په داسې خال کې چې دوی هيڅ دي.

۲: پوه خلک د نورو خلکو پر مفکورو غږېږي. د هغو پر کړونو غږېږي، تبصېرې پرې کوي. دبریالېتوب رازونه یې را سپاړي. هیله لري چې مخامخ ورسره کېني، د ژوند کارو بار په اړه ترې پوښتنې وکړي او له تجربو یې کټه وخلي. خو ناپوه پر خلکو خبرې کوي، د هغوي پر شخصېت پورې غږېږي. نه غواړي چې له کوم چا سره کېني. هیڅ کله یې کوم مثبت کار ته ملا نه ټېټږي. خپلې کړنې ورته ډېرې پورته ښکاري.

۳: پوه خلک د خپلې غطۍ پړه پر ځان اچوي. هيڅ کله نور خلک پر خپله غلطۍ نه نېسي، نه یې تسخیروي. هر څه پر ځان مني. او دا غلطي د راتلونکي لپاره تجربه ګڼي. ناپوه د خپل هر غلط کار که سهوه وي او یا قصدي پر نورو اچوي. په خپل هر غلط کار کې نور غلط ګڼي. بیا د راتلوونکي لپاره هم کوم پلان نلري.

۴:پوه خلک مهرابانه دي. زړه سوانده دي. که له چا ضرر وویني نو بښنه ورته کوي، بخشش ورته کوي، په ډېرو ښکلو الفاظو، ته به وایې چې تاوان ده ورته رسولی. نو دا ښه الفاظ د ضرر رسوونکي زړه نرمه وي، ښو کارونو ته یې هڅوي. دغه غلطه کړنه یې اخیري غلطه کړنه شي. خو ناپوه خلک کینه کوي، بحض کوي، بد رد درپسې وایي. خلکو ته بد اخلاقه معرېفي کوي. بښنه خو یې په خوله والکه راځي. هیڅ د بښنې او بخشش په نوم څه پېژني نه. که دده په غلطۍ ته ترې بښنه وغواړې بیا هم درته تندۍ تروش نېسي او ګونځې یې لا پسې ډېرېږي.

۵: پوه خلک هر وخت د بدلون په خال کې وي. نوښت کوي، نوي نوي شیان رامنځته کوي. بدلون او نوښت ته ښه راغلاست وایي. له وخت سره سم ځي، وخت ته ارزښت ورکي، د وخت په قېمت پوهیږي. خو ناپوه خلک بدلون ته کفر وایي. له نوښته ویره لري، له بدلونه یې ډار کېږي. همغه په زاړه خره سپاري وي، سل ځله ترې غورځېدلې وي، خو بیا هم نه ترې منع کېږي.

۶:پوه خلک د نورو کمیابي غواړي، نورو ته لاس ورکوي، نورو ته ځان لکه پول داسې جوړوي، له وخشته او ناوړو دودونو له خړو اوبو یې پورې کوي. خو ناپوه خو اول پوهېږي نه بیا که کوم یو نیم لږ چلاق پېدا شي نو ددې پر ځای چې ویې ژغوري سم یې منځته ور ټېل وهي، د تباهۍ خواته یې بیایي او تل د نور خلکو د ناکمیو خیالي خوبونه ویي.

یادونه: موږ باید تل ښه موږ باید تل ښه کارونه وکړو او له وخت سره سم لاړ شو ځکه چې ډېر وروسته پاتې خلک یو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.