طالبانو د غورماچ ولسوالي نیولې ده

نن ټکی اسیا (سې شنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۵ل): طالبان وايي چې تیره شپه ناوخته یې په فاریاب ولایت کې د غورماچ ولسوالي نیولې او د ولسوالۍ مرکزي ودانۍ، امنیه قومنداني، او ټولي اړوندي پوستې یې تر خپل کنټرول لاندي را وستلي دي.

د قاري یوسف احمدي له لوري نن ټکي اسیا ته په رسیدلي خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددوی جنګیالیو تېره شپه اته بجې پر دغه ولسوالۍ په سپکو او درنو وسلو جګړه پیل کړه چې بالاخیره دولتي ځواکونو ته د تلفات په رسیدو هغوی له خپلو مرکزونو وتښتېدل او خپل مهمات یې د غنیمت په توګه دوی ته ور پرېښودل.
نوموړي ویلي چې په دې اړه به نور معلومات وروسته پر لیکه کړي.

تر اوسه په دې اړه دولتي چارواکو څه نه دي ویلي

پر ټولنیزو پاڼو لاندي ویډیو خبر شوې چې په کښي یو شمېر وسلې ښودل کیږي، طالبان وايي چې دغه وسلې یې له دولتي ځواکونو څخه په غنیمت تر لاسه کړي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.