د هلمند طالب والي: د دولتي چارواکو په درواغو د افغان په حیث شرمیږم

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۵ل): په داسې حال کې چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار له تېرو څو اونیو راهیسې د طالبانو تر سختې محاصرې او جګړې لاندې دی، د دې ولایت سیمه ییز چارواکي هره ورځ طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې ترڅنګ له لښکرګاه څخه د هغوی په شا تمبولو ادعاګانې کوي.

په هلمند ولایت کې د طالبانو والي «ملا عبدالمنان اخند» په تازه څرګندونو کې ویلي چې په لښکرګاه کې يې دولتي کمربند مات کړی او طالبانو د ښار په مرکزي سیمه کې خط اچولی. نوموړي د دولتي چارواکو هغه څرګندونې «درواغ او پروپاګند» وبلل چې ګواکې په هلمند کې يې طالبانو ته شکست ورکړی.

د هلمند طالب والي زیاتوي چې دولتي چارواکي دا مهال په لښکرګاه کې د وارخطایۍ او تېښتې په حال کې دي او د خپلو مړو د جسدونو غونډولو ته هم وخت نه لري.

ملا عبدالمنان اخند د طالبانو له ویب پاڼې سره په مرکه کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د ادعاوو په غبرګون کې وویل:

«دوی په هلمند کې د جباریانو په نامه یوه قوه جوړه کړې، چې د مجاهدینو په لباس کې ګرځي او د مجاهدینو په څیر لنګوټې يې په سر وي، په دې باندې د هلمند ټول خلک آګاه دي، د دغو خلکو مړي او جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي او بیا خبریالانو ته ورښودل شوي دي چې ګواکې دا طالبان دي».

نوموړی ټینګار کوي چې دغه مړي طالبان نه، بلکې «جباریان» دي چې د طالبانو په شکل او لباس جوړ شوي دي. ملا عبدالمنان اخند زیاتوي چې دولتي چارواکي به بالآخره خپله دا خبره دروغ کړي او اخیر به د همدغو مړو جسدونه واخلي او خپل طرف ته به یې ځغلوي او په هدیرو کې به یې خښوي.

په هلمند کې طالب والي د خپل دولتي سیال «حیات الله حیات» د دې څرګندونې په غبرګون کې، چې د ناوې ولسوالۍ اوس هم د دولت په لاس کې ده، وویل:

«زه د دوی په درواغو باندې د یو افغان په حیث ډیر شرمېږم، خلک به وايي چې افغانان څومره درواغژن خلک دي، خو دا د غربیانو مایکروفون دي، په هیڅ هم خبر نه دی، کیدی شي د ناوې ولسوالۍ ګردسره ده ته معلومه هم نه وي».

ملا عبدالمنان اخند زیاتوي چې د ناوې ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې ده، دوی درواغ وايي او په منطقه کې هیڅ حاکمیت نه لري.

وړمه ورځ د هلمند جګړې اوپراتیفي مسئول عبدالجبار قهرمان ویلي و چې له دې وروسته به یوه پوسته هم سقوط نه کوي، طالبانو ته یې سخته ماتې ورکړې او ګواښ يې کړی و چې ډیر ژر به طالبان تر موسی کلا پورې وځغلوي. خو دا په داسې حال کې ده چې له سیمې څخه تازه راپورونه وايي چې نن د هلمند په بشران سیمه کې ۹۰ تنه دولتي سرتیري له وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.