دګل په پاڼو/ عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

لیلی د ګل په  پاڼو په  اوربل  لیکلی دی
طالب زما جانان یې په ګوګل لیکلی دی

یو چاته یې دوا چاته تعویذ ملا لیکلو
خو ماته یې دیدن دزړه تسل لیکلی دی

ها لار چې مازدیګر به یې لیدلو ته ورتلمه
رقیب راته ها لار باندې اجل لیکلی دی

یادیږمه ژوندی خو له ژوندیو نه جدایم
ژوندون مې له ژوندیو نه بدل لیکلی دی

جانانه چې ته لاړې زما روح درسره لاړه
دژوند په نیمه لاره مې مزل لیکلی دی

دچامینې مجبور کړمه شاعر شومه دمینې
یوچاته مې عاکفه دا غزل لیکلی دی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.