عاشورا د موسی(ع) او مومنانو د ژغورني او د فرعون د له منځه تلو ورځ ده؟

د عبدالمالک همت ژباړه

د اسلام د صحيحو لارښوونو له مخي د حسن حسين(محرم الحرام) د مياشتي لسمه ورځ(عاشورا) د حضرت موسى عليه السلام  او د هغه د قوم د ژغورني او د فرعون او د هغه د پوځ د غرقېدو او له منځه تلو ورځ ده، چي که څوک د دغي مياشتي په نهمه او لسمه يا لسمه او يوولسمه روژه ونيسي ډېر ثوابونه لري.

د دغي ورځي سوابق دي:

څنګه چي د موسی او فرعون ترمنځ ډېري ترخې او خوږې پېښي وسوې، پای چي لوی څښتن جل جلاله موسی ته وحي ولېږلې چيزما بنده ګان بني اسرائيل د شپې له مصر څخه په داسي توګه در سره رهي کړه چي هيڅوک په خبر نه سياو د هغو لپاره په سمندر کي د خپلي لکړي په وهلو سره وچه لار جوړه کړه. موسی د لوی څښتن امر پر ځای کړ. خو فرعون د خپلو پوځونو سره په هغه پسي وخوځېد او د سمندر پر غاړه پسي ور ورسېد.   دغه مهال کومه بېړۍ او داسي بل شى نه وو چي له سمندره پر پوري وزي. مخ ته يې سمندر او شاته يې فرعون او د هغه وسله وال پوځ وو.

د موسى عليه السلام ملګرو هغه ته وويل اوس خو دادى فرعونيان په موږ پسي رارسيږي! موسى عليه السلام ورته وويل هغوى هيڅکله موږ ته نه سي را رسېدلاى، ځکه چي لوى څښتن زما سره دى، ماته لارښوونه کوي او د ژغورني لار را په ګوته کوي.

لوى څښتن حضرت موسى عليه السلام ته وحي ولېږلې چي خپله لکړه د سمندر په اوبو ووهي، نو هغه وو چي سمندر سره وچاود او موسى او د هغه ملګرو ته په سمندر کي دوولس لاري پيدا سوې. د لارو په دواړو خواوو کي اوبه د لوى غره غوندي ودرېدلې. فرعون په اريانتيا سره ليدل چي موسى عليه السلام او ملګري يې د سمندر په منځ کي پر پرانيستو لارو تېريږي. کله چي فرعون وليدل چي موسى او ملګري بني اسرائيل يې د سمندر بلي غاړي ته ووتل، نو فرعونيانو فکر وکړ چي دوى ته هم په سمندر کي لار خلاصه ده او په موسى او بني اسرائيلو پسي په سمندر ګډ سول، خو څنګه چي موسى او بني اسرائيل له سمندر څخه د هغه بلي غاړي ته ووتل د سمندر اوبه خوشي سوې او فرعون او د هغه پوځيان يې ډوب کړل. کله چي فرعون د ډوبېدو په حال کي وو، ويې ويل :(لکه چي لوى څښتن د هغه له خولې په قرآن کريم کي فرمايي:)

﴿ قَالَ آَمَنْتُ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا الَّذِي آَمَنَتْ بِهِ بَنُو إِسْرَائِيلَ وَأَنَا مِنَ الْمُسْلِمِينَ (90) آَلْآَنَ وَقَدْ عَصَيْتَ قَبْلُ وَكُنْتَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ (91) فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آَيَةً ﴾[يونس سوره 90 ـ 93 آيتونه].

ژباړه: كله چي فرعون مخ پر ډوبېدو سو، نو ناري يې کړه: ” ما ومنله چي له هغه ذات څخه پرته بل حقيقي خداى نسته چي پر هغه بني اسرائيلو ايمان راوړى دى، او زه هم (په اطاعت او سر ټيټونه سره) له (موحدو) مسلمانانوڅخه يم ”

(جواب وركړه سو ) اوس(چي دي مرګ راورسېدى) ايمان راوړې(او د لوى څښتن پر عبوديت اقرار کوې)! په داسي حال كي چي تر دې دمخه(د خداى تعالى د عذاب د راتلو تر مهاله) پوري خو دي نافرماني كوله او له فساد كوونكو(او د خداى د لاري له راګرځوو نکو) څخه وې.(اوس، د زکندن او د مړيني او عذاب د ليدو په شېبو کي توبه کښل ګټه نه در رسوي).

اوس به نو موږ يوازي ستا جوسه وژغورو (ستا بدن به د مځکي پر يوه لوړه باندي وغورځوو) تر څو(هغو کسانو ته چي ستا مړينه درواغ ګڼي او) تر تا وروسته راتلونکو خلکو لپاره د عبرت نخښه وگرځي(او پوه سي چي  ته بنده يې او ستا غوندي کسانو سره غرور نه ښايي).

په اسلام کي د موسی عليه السلام د ژغورني له امله د روژې د نیولو سوابق:

کله چي رسول الله صلى الله عليه وسلم  له مکې څخه مدينې ته هجرت وفرمايه ويې ليدل چي د مدينې يهود د عاشورا په ورځ روژه نيسي، نو يې وفرمايل:«مَا هَذَا اليَوْمُ الذِي تَصُومُونَهُ».(د څه لپاره د دغي ورځي روژه نيسئ ؟ )

هغو ورته وويل دا هغه ورځ ده چي  لوى څښتن حضرت موسى عليه السلام او د هغه ملګرو مومنانو ته نجات ورکړ او فرعون او د هغه ملګري يې په سمندر کي ډوب کړل، نو موسى عليه السلام لوى څښتن ته د شکر ايستلو لپاره په دغه ورځ روژه ونيول او موږ هم په دغه ورځ روژه نيسو.

نو هغه وو چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «نَحْنُ أَحَقُ مِنْكُم بِمُوسَى». (موږ د موسى عليه السلام په اړه تر تاسي ډېر د دغسي روژې د نيولو وړتيا لرو). او د دغي ورځي د روژې نيولو امر يې وکړ، ويې فرمايل: «لَئِنْ بَقَيْتُ إِلَى قَابِلٍ لَأَصُومَنَ التَّاسِعَ». (که په راتلونکي کال کي ژوندى وم په  نهمه ورځ به هم خامخا روژه ونيسم،  يعني د حسن حسين د مياشتي نهمه او لسمه ورځ به روژه ونيسم).

د دغو روژو د نيولو فضايل او ثوابونه:

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: «أَفْضَلُ الصَّوُمِ بَعْدَ رَمَضَانَ شَهْرُ اللهِ المُحَرَّم».( د رمضان د مبارکي مياشتي  تر روژې وروسته ډېره ښه او له فضيلته ډکه روژه  د محرم الحرام(حسن حسين) د مياشتي روژه ده.

کله چي له رسول  الله صلى الله عليه وسلم څخه د حسن حسين د مياشتي د روژې په اړه پوښتنه وسوه ، هغه وفرمايل: «يُكَفِّرُ السَّنَةِ المَاضِيَةِ».(د هغې روژه نيول د تېر کال د[کوچنيو، صغيره]ګنهونو کفاره کيږي).

د عاشورا ورځ ډېر ستر فضيلت لري او د هغې روژه د پيغمبرانو عليهم السلام په منځ کي  زيات شهرت لري. همدا راز قريشو هم د جاهليت په زمانه کي په دغه ورځ روژه نيول. په يوه بل روايت کي راغلي دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:

«صُوموُا يَوُمَاً قَبْلَهُ أَوْ يَوُمَاً بَعْدَهُ، خَالِفُوا اليَهُودَ».(د يهودو سره مخالفت وکړئ  او يوه ورځ تر هغې دمخه او يوه ورځ تر هغې وروسته روژه ونيسئ.

نو ښايي چي مسلمانان د حسن حسين د مياشتي نهمه او لسمه ورځ يا لسمه او يوولسمه ورځ روژه ونيسي  چي ډېري ګټي ځني ترلاسه کړي. البته له دې ګټو څخه يو څو دادي:

١. يو داچي  د يوې مياشتي ثواب ورته ليکل کيږي، ځکه چي هره حسنه او نېکي  په لس برابره بدليږي. او رسول الله صلى الله عليه وسلم د هري مياشتي درې ورځي روژه نيول او د هغو د نيولو امر يې کاوه.

٢. بل داچي د دې، يعني محرم الحرام د مياشتي روژه د رمضان د مياشتي تر روژې وروسته ډېره ښه او غوره روژه بلل سوې ده، لکه چي په حديث کي راغلي دي.(دغه حديث دمخه ذکر سو).

٣. بل داچي  د دغي مياشتي د لسمي ورځي سره  د نهمي او يوولسمي ورځي په روژه نيولو سره د يهودو سره مخالفت  تر سره کيږي.

٤. بل داچي د دغو روژو په نيولو سره د رسول الله صلى الله عليه وسلم پيروي او متابعت ترسره کيږي.

٥. بل دادچي د دې مياتشتي دغه روژې به د يوه کال د کوچنيو(صغيره) ګنهونو کفاره وي.  البته دغسي ډېري نوري ګټي هم لري.

د عاشورا له امله د خوښۍ يا وير مراسم نيول:

د دغي ورځي په مناسبت د خوشالۍ او يا ماتم مراسم نيول ډېر ناوړه بدعت باله سي،  په اسلام کي هيڅ اصل او بنسټ نه لري، نه د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم، نه اصحابوکرامو او نه نورو عالمانو د دغي ورځي د لمانځلو په اړه څه حکم کړی دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.