ترینکوټ: د نظم عامې کنډک د وسلو او وسایطو سره طالبانو ته تسلیم شوی

نن ټکی اسیا (سې شنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د عامه نظم یو کنډک مشر د خپلو سرتیرو په شمول طالبانو ته تسلیم شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې تر سلو پوري عسکر د خپلو وسلو او وسایطو سره دوی ته تسلیم شوي.

نوموړي وویل: راغلو کسانو ۳۰ ټانکونه، ۱۵ عرادي رینجر موټر، ۱۸ عرادي موټر سایکل، سلګونه میله سپکه او درنه وسله، یو نیم لک لوی او کوچني مرمۍ هم راوړي دي.

باید وویل شي چې د ترین کوټ په ۱۵ کیلومترۍ کې د کرنا په سیمه کې د غه کنډک له تيرې یوې میاشتي راهیسي د طالبانو له خوا کلابنده شوی وو.

بل خوا د روزګان ولایت د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمي لوا قومندان برید جنرال غلام حضرت کاکړ رسنیو ته ویلي چې له تیري ورځي راهیسي له یاد کنډک سره اړیکي شکېدلي دي.

نوموړي وویل چې تېره شپه طالبانو پر یاد کنډک برید هم کړی خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.

بل خوا د روزګان ولایت یوې امنیتي سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته ویلي چې تېره شپه تر سختي جګړې وروسته د یاد کنډک قومندان د ۲۵ تنه سرتیرو په شمول طالبانو ته تسلیم شوی دی.

سرچیني وړاندي ویلي چې وروسته په هوايي بمبار او د توپونو په ډزو کې تسلیم شوي عسکر د وسلوالو مخالفینو سره یو ځای وژل شوي دي.

همدې سرچیني ویلي چې په کنډک کې ټول ۷۵ تنه عسکر میشت وو، نوموړي اندیښنه ښودلې چې ټول عسکر به طالبانو ته تسلیم شوي وي.

یوې بلي سرچیني نن ټکی اسیا ته وویل چې تېره ورځ او شپه د ترینکوټ له هوايي ډګر څخه د کرنا پرسیمه چیري چې دغه کنډک موقعیت لري، په لوی شمېر د توپونو ړنډې ډزې کېدلي چې له امله یې یو شمېر کلابنده عسکر هم کیدای شی وژل شوي وي.

د یادني وړ ده چې نن د طلوع نیوز سره مدني فعال رحیم الله حنفي وویل چې اوس هم د ترینکوټ نیمی بازار د طالبانو په لاس کې دئ او د ولایت مقام څخه په ۳۰۰ مترۍ کې د طالبانو بیرغ رپاند دی.



یوه تبصره

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.