موږ او لرغوني يونانيان

اجمل ښکلی

د پريام باچا مېرمن خوب وليد، چې سکروټه وزېږوي. باچا سبا غيب ګويان راوغوښتل، چې د خوب تعبير ترې وپوښتي.

پخواني انسان چې محدود وسايل لرل او د ډېرو طبيعي ناورينونو چاره يې نه شوه کولاى؛ نو د خپلو ډېر خواهشونو د ترسراينې لپاره يې يا حماسې ايجاد کړې يا يې خوبونه وليدل. خوبونو د انسان له ورځني ژوند سره هم کله ناکله اړيکه پيدا کوله؛ نو د وخت په تېرېدو سره يې اهميت پيدا کړ او د ماورالطبيعت او انسان ترمنځ د پيغام د رسولو وسيله وګڼل شوه. خدايانو خپلې خبرې د خوبونو په وسيله انسانانو ته ويلې او له دې سره خوبونه په ښو او بدو وويشل شول.

د باچا او ملکې خوبونه تر عامو انسانانو مهم وو، ځکه چې ځواک ورسره و او د ټول ملت برخليک يې په لاس کې و. د پخوانو افسانو په لوست په لرغوني کلچر کې د خوب په اهميت پوهېږو.

پريام باچا ته غيبويانو د خوب تعبير داسې وکړ، چې مېرمن به يې داسې زوى وزېږوي، چې له لاسه به يې د ده ټوله باچاهي تباه شي او په اور کې به وسوځي.

پاريس چې وزېږېد، پريام باچا د دې برخليک د بدلون لپاره لرې په بېديا کې خوشې کړ، چې لېوان يې وخوري؛ خو د ازل د تختې ليک وران نه شو. هلته پر پاريس باندې لېوه مهربانه شوه. هره ورځ به ورتله او شيدې به يې ورکولې او په دې ډول هغه برخليک ته تيار شو، چې ده ته ليکل شوى و.

مخکې مو وويل، چې له پخواني انسان سره د طبيعي ناورينونو علاج نه و؛ نو دا يې يو ماورالطبيعي چاره ګڼله. د هرې پېښې تر شا يې د يوه ځواکمن خداى لاس ګاڼه، چې د نيل رود کله وچوي او کله يې سيلابي کوي يا عادي کوي. لرغوني انسان فکر وکړ، چې دا ماورالطبيعي واکمن چې دا کار کوي، له موږه غوښتنې لري؛ نو که مو د ده له ويلو سره سم عمل وکړو، رانه خوشحاله به وي، ګنې د زلزلې، سيلاب، سيلۍ او نورو عذابونو به مو برباد کړي.

د لرغوني انسان د ذهنيت پر بنسټ انسان د دې خدايانو نانځکې دي او بشپړ اختيار يې د خدايانو په لاس کې دى. د دوى برخليک او تقدير همغوى ټاکي.

اشيل او اوديسيوس ته هم نجوميانو وړاندوينه کړې وه، چې يو به په وچه پاتې پونده باندې د پاريس په غشي مري او بل به لس کاله په لار کې ايسارېږي. له دې نه ښکاري، چې پخوانو يونانيانود تقدير پر تحجري بڼه باندې کلکه عقيده لرله.

زموږ کلچر چې ډېر ورو تحول کوي، تر اوسه ارادي ناارادي د لرغونو يونانيانو غوندې تقديرپرست دي. زموږ په کلچر کې هر شخص پر همغو پلونو پل ږدي، چې ورته ټاکل شوى دى. په شلمه پېړۍ کې د وجوديت د فلسفې موخه هم دا وه، چې څرنګه د انسان سترګې د تقدير له ليکه واړوي.

دا معلومه ده، چې اسلام هم د تحجر پلوي نه کوي، ځکه چې د عذاب و ثواب مفهوم بې ارزښته کېږي؛ خو موږ خپل مذهب د خپل ذهنيت تابع کړى. زموږ په قبايلي ټولنه کې مشر بې انتها واک لري او د تقدير تحجرانه ذهنيت د مشر له واک(اقتدار) سره مرسته کوي. که لور يې په ښه کور کې پرېوته، دا خپل کمال ګڼي او پر ځان وياړي؛ خو که بد ځاى کې پرېوته، بيا وايي، د قسمت ليک نه بدلېږي. لور هم بايد دا د قسمت ليک وګڼي او پر پلار پړه وروانه چوي. د تقدير د زور اندازه په لاندې لنډۍ کې ليدلى شو:

کارغه د زرکې لايق نه دى
که د ازل په تخته ليک وي، وران دې شينه

په ادب کې خو دا ارزو کولى شي؛ خو ارمان چې د ازل ليک نه ورانېدونکى دى. دا د دې لنډۍ خبره ده.
زموږ کلچر داسې ډېر منافقانه خصوصيتونه لري، چې انتقادي فکر غواړي. هغه ملتونه چې د تقدير تحجرانه ذهنيت لري، په انساني مټو باندې باور نه لري او تحول ته منفي نظر کوي. داسې ملتونه د پرمختللو ملتونو
سيالي نه شي کولاى.

پريام باچا د اوديپ غوندې خپل تقدير بدل نه کړاى شو د ټراى ښار د خدايانو له منشا سره سم د سپارټايانو په لاس وسوځېد.

ايرس خداى پر مڼه دا جمله(تر ټولو ښکلې ښځې ته) وليکله او د خدايانو مېلمستيا ته يې وروکولوله. د افرودايتې، اتنا او هرا پرې شخړه شوه. هرې يوې د مڼې دعوه کوله. پرېکړه دا وشوه، چې د پريام باچا زوى پاريس د ښکلا په اړه ښه قضاوت کولى شي. پاريس ته هرې خدايڼې يو لالچ ورکړ. افرودايتې ورته وويل، چې که ما ته دې راکړه، د نړۍ تر ټولو ښکلې ښځه به ستا په برخه کړم. پاريس چې ځوان و، دا وړانديز خوښ کړ.
د ايلياد له دې برخې نه دا برداشت کولى شو، چې په بندو ټولنو کې ښځه-چې د کور وي يا د ګور- په خپل صفت خوشحالېږي. په پرمختللو ټولنو کې ښايي ستاينه دومره مهمه نه وي، چې ښځه هر عمل ته تياره کړي. هلته ښځو ته ستاينه ټوکې ښکاري. د ښځې ستاينه زموږ د شاعرۍ مهمه موضوع ده. کله خو فکر کوو، چې که د ښځې ستاينه نه واى، زموږ شاعري به څومره خواره واى.

ارواپوهنه وايي، چې پر فرد څومره فشار زياتېږي، هغومره يې تنده زياتېږي او په مقابل کې شديد غبرګون توليدوي. ښايي په مجموع کې انسان او په تېره ښځه له خپلې کمزورۍ نه غږ ونه کړي؛ خو په ذهن کې يې پيدا شوى شديد غبرګون دا عکس العمل ته هڅوي. د کلاوو دېوالونه چې څومره اوچتوو، په ښځه کې هغومره شديد غبرګون پيدا کېږي او په خپل تاريخ کې وينو، چې ښځې د برجورو کلاوو له دېوالونو نه هم اوښتې دي. په انساني چلن کې چې څومره نرمي وي، غبرګون يې هغومره نرم وي. اخلاق د دېوالونو په اوچتولو نه زده کېږي، بلکې دا پوهه د ژوند په هغه تجربه کې پرته ده، چې تر لوړو دېوالونو بهر د مکتبونو او پوهنتونو په بڼه موجود دي.

پاريس په هلن پسې سپارټا ته لاړ. منيلاس چې وپېژند، چې شهزاده دى، ډېر عزت يې ورکړ؛ خو يوه ورځ دى کور کې نه و، چې پاريس ترې هلن ټراى ته راوتښتوله. منيلاس باچا چې راغى، ادم نه و، بوى يې و. سپارټايانو دا د خپل ناموس خبره وګڼله او له خپلو مشهورو اتلانو سره يې پر ټراى باندې بريد وکړ. ټراى يې له خاورو سره خاورې کړ. بېشمېره انسانان له دواړو اړخونو نه د يوې هلن پر سر ووژل شو.

تاريخ وايي، چې د انسانانو له زراعت سره مخه شوه؛ نو د مالکيت احساس پکې پيدا شو؛ خو د ده د ملکيت لپاره يو وارث پکار و. ښځه مکلفه شوه، چې په کور کېني او وارث ورته وزېږوي، چې له ده سره د زرعي توليداتو په ډېروالي کې هم مرسته وکړي. دا د ټولنيز نظام د تشکل مرحله وه او په دې مرحله کې ښځې د سړي په نظر کې اهميت پيدا کړ. ښځه بايد ده ته او يواځې د ده بچى وزېږوي. دې احساس سړى د ښځې په اړه حساس کړ او په ښځې پورې د شرم او ننګ خبره غوټه شوه.

پر نارينه بشري کلچر باندې د فيمينزم لوى نقد هم دا دى، چې د خپلو خواهشاتو لپاره د ښځو ژوندى وجود او خواهشات پيمالوي. ښځه څيز ګڼو او د (ورکولو) کلمه ورته کاروو. په سپره کې يې چې ورکوو، پوښتنه هومره ترې نه کوو؛ خو وړه تېروتنه مو يې د غيرت احساس راپاروي او ښځه راته په يوه حساس ملکيت اوړي. ننني پرمختللي انسان ته دا ډېر نامعقوله خبره ښکاري، چې د يوې ښځې(هيلن) لپاره دې دومره انسانان مړه شي او بېشمېره ښځې دې کونډې، بورې او ورارې شي.

د ټراى ښار تر سوځېدو وروسته ډېرې ښځې د غنميت په توګه يونانيانو له ځان سره بوتلې. د پريام باچا مېرمن، لور او نږور يونانيانو واخيستلې. په لرغوني فرهنګ کې ښځې د تفريح وسيله ګڼل کېده او په جنګ کې له پاتې نور غنميت سره يې توپير نه لاره. که ښځه به مهمه وه، واده به ورسره وشو، ګنې د وينځې په توګه به ساتل کېده. د وينځې په توګه له ښځې نه استفاده او د رامنځته کېدو علتونه يې د تاريخ خوندور بحث دى.

موږ په نوي عصر کې ژوند کوو. له کمپيوټره استفاده کوو، تلوېزيون ګورو، په نويو کورونو کې اوسو او د خوراک ډېر نوي چمونه مو زده کړي؛ خو کله مو له ځانه پوښتنه کړې، چې موږ له ذهني پلوه هم پرمختللي يو؟ د دوه دوه نيم زره کاله پخوانو يونانيانو سره په يويشتمه پېړۍ کې زموږ د اوسېدونکو خلکو څومره توپير دى؟



5 تبصرې

  1. الحاج استاذ بیانزی

    اجمل ښکلی صاحب !
    دا مهمه نه ده چه د چا یوه او دجا بله عقیده ده ، عقیده باید له ارزولو وروسته د هماغه اشخاصو په خپله خوښه ومنل شی نه دا چه پری په زوره ومنل شی ، اسلام کی هم دا وایی چه ( لا اکراه فی الدین ….) یعنی د دین به منلو کی جبر نشته .
    مګر زما هغه څو مخی ( منافق ) عقیده مند لکه ښکلی صاحب په اړه متاسف یم چه خپله عقیده په بی غیرتي ځومخیو او فریب کاریو مخی ته بیایی یعنی د خلکو د تیرویستلو هڅی لری دغه کار به ورته لنډ مهاله وخت کی ګټه ولری مګر په اوږد مهاله وخت کی ورته ګټه نه لری حتی د دوی د رسوایی او شرمونو سبب کیږی ، وایی لمر په دوه ګوتو نه پتیږی ، د لمر په دوه ګوتو پتول هماغه لند مهاله ځو مخۍ دی چه ښکلی صاحب هم تری استفاده کړی کله چه دوه ګوتی لیری شی د لمر حقیقت هماغه څه وی چه لمر یی لری .
    کیدی شی زه به ستاسی د لیکنی ارزونه په بله لیکنه کی راټولی کړم په دی شرط چه وخت می ډیر ضیق نه وی او ستاسی د الجادی فلسفی ټولی خبری په پکی پرملا کړم . اوس به همدومره ولیکم چه ستاسی داروین هم دا ویله چه یو د افریقا شادی د هند د ځانګړی شادی سره یو ځای شو کوم چه له مخکی د دوی دواړو لکۍ به ونو کی نښتی او شکیدلی وی او دغه بی لکۍ شادی ګان تصادفا سره یو ځای او ملحقی شوی له هغو چه بچی پیدا شو لکۍ یی نه وه ، له هغه وروسته د تکامل د قانون له مخی تری نننی انسانان جوړ شول . مګر نن صبا د هغه ملحد دغه ته ورته نظریات د فالس کانسپټ ( غلطو نظریاتو ) لاندی لوستل کیږی ، مارکس ، هیګل ،داروین او نورو کمونستانو هم دا ډول هڅی ډیر وکړی مګر نن صبا د کمونستۍ او ډیالتیک ماتریالیزم د راتلونکو نسلو د عبرتی زده کړو د باره موزیم کی پرته ده خلک یی حتی په ویلو شرمیږی او د وخت ضیاع یی ګڼی .
    د قضا او قدرت ( تقدیر ) اصلیت څخه ستاسی انکار ستاسی په ډاګه الحاد اثبات کوی ، دا چه تاسی خوښ کړی تاسی دپاره زه بکی مخالفت نه لرم مګر زما مخالفت دا دی چه بیغیرتۍ پکی مه کوه څو مخی پکی مه کوه د مسلمانانو د تیرویستلو هڅی مه لره څه چه عقیده لری په ډاګه یی ووایه داسی مه لیکه چه اسلام هم ددی سره مخالف دی اسلام کله هم دتقدیر سره مخالفت نه لری د د تقدیر څخه انکار د تقدیر د خالق څخه انکار دی.
    دا چه تاسی د یووبیشتمی پیړی د ساینس دانانو انسانانو یادونه کوی ، پوښتنه تری وکړه چه نن صبا مظلوم بشریت په کومو خطرناکو دسته جمعی وسلو وژل کیږی ، اتومی ، ذروی ، کیمیاوی او بیالوزیکی وسلی چا جوړی کړی او چا کارولی دی ، د نارینه وو د نارینه وو او د ښځو د شځو او حتی د حیواناتو سره قانونی ودونه څوک کوی او داسی نور او نور . زما د لیکنی منتظر اوسی انشااللله ستاسی د هری جملی ارزونه به پکی ولولی مننه

  2. (محمد عبدالله)

    ملحدین او بیدینان یو واری بیا سر راپورته کړی دی او دا ځل دوی غواړی چی بیا هم دشیطان له غیږی په سل مکر او چل خلک دوکه کړی دا بیعقله او احمقه طبقه (ملحدین) چی زانونه دبیذو ګانو اولادونه بولی او بیا لا د تمدن خبره کوی نو سخت دخندا خبره ده نن صبا د ملحدینو صفحی او تبلیغات یوواری بیا شروع شوی خصوصا فیسبوک کی زماسره یو ملحد مخته شو نو دی ملحد احمق ته می وویل چی ګوره دانسان دمغز وزن ۱۴۰۰ ګرامو شاوخوا ده او د بیذو دمغز وزن له ۲۰۰ څخه نیولی تر ۴۵۰ ګرامو وزن لری نو دا دومره لوی فرق دانسان دمغز او دبیذوګانو(ملحدینو) دمغز په منځ کی ولی شته؟ نو بیا ملحد دخپل ارثی عادت له مخی په توپونو شو
    ملحد نه غیرت لری نه شرم او حیاء توله ورځ همدی ته یی پام وی چی څنګه نور خلک لکه خپل زان بیناموسه او خزی یی بربندی کړی او نوم ورته دخزی دازادی ورکړی همداسی یی یو بل حرامخور سره مخ شوم نو ما ورته وویل چی تاسو خو دین نه منی نو دسپی دغوخی خوړل به هم کوی کنه سه مشکل خو نشته او که نکوی نو په کوم عقلی دلیل یی نکوی نو هغه خبیث ملحد راته ویل چی هو دسپی غوخه هم لکه د وزی غوندی مزه کوی اوس هم راسره تصویران یی پروت دی نو دایی دملحدینو دخوراکونو نوی چمونه

  3. (محمد عبدالله)

    واه دیره عجبه بدرنګی ده
    دتعجب خبره داده چی ملحد خدای نه منی او دا دنیا پرخپل سر د هیڅ څخه دبیګ بنګ په طریقه پیدا شوی بولی هههههه خه چی هیڅ نه وو نو دنیا څنګه دهیڅ څخه د هیڅ په واسطه پیدا شو؟یا بیګ بنګ شو؟ دا خو لا ماشوم هم ورسره نه منی چی نه کوته وی نه ګروپ یا کمپیوتر وی او نه لږونکی خو پرخپل سر دی د هیڅ څخه بی هیڅ جوړونکی کمپیوتر یا عادی ګروپ جوړ شی او بیا ولږیږی او فعالیت شروع شی همداسی ملحد زان دتولو کارونو اصلی فیصله کونکی او تصمیم نیونکی بولی خو که تپوس تری وشی چی کله مړ کیږی نو بیا یی خوله جینګه نیولی وی ځواب نلری او دومره مهم تصمیم بیا نشی نیولی چی کله باید مړ شی او کله نه حالانکه ملحد خپل تول داروندار اونامراده امیدونه په همدی دنیا تړلی دی خو بیا هم دامعلومات ورسره نشته چی لحظه وروسته مرداریږی که میاشت یا کال او لس کاله وروسته همداسی ملحد دومره غتو دعوو سره نه پوهیږی چی په کومه ځمکه کی مړ کیږی او دتصمیم نیولو حق نلری نه پوهیږم چی دلته بیا ولی تسلیم وی مرګ خو غته خبره ده که دملحد څخه تپوس وشی چی راتلونکی شپه کی څه خوب وینی هغه هم نشی ویلی یا د صبا ورځ دقیق کوم کار کوی هغه هم نشی ویلی چی چا سره به مخ شی او څه به وکړی خو دعوی غتی کوی دا دملحد په حماقت دلالت کوی چی په دوه ورزی فانی دنیا باندی ایمان راوړی ده او داخرت دایمی ژوند څخه منکر دی همدا تر حیواناتو بدتر ملحدینو ته که مخکی ویل شوی وای چی داسی زمانه رازی چی خلک به ورته عصری وایی نو دی به نه منل ولی چی ملحد خپلو پوندو ته ګوری د نورڅه لیدلو توان نلری خو زمونږ نبی محمد ص ۱۴۰۰ کاله مخکی دنن صبا دفتنو کوم دور چی دی دا تول حالات یو په یو بیان کړی دی دقیامت په واړه علاماتو کی کتلی شی

  4. ښاغلی ښکلیه موږ د ښځو سره څه مخالفت نلرو . بلکی له هغو نارینوو سره دښمنی لرو کوم چی غواړی له ځانه ښځی جوړی کړی . یا هغه نارینه چی د ښځو له سترګو نړی ته ګوری او یا هم هغه ښځی چی غواړی له ځانه نارینه جوړ کړی . د ښځی او نر مسله په هر عصر کی یو ‌‌‌‌‌‌‌ډول ده چی هغه باید ښځی ښځی پاتی شی او نارینه باید نارینه پاتی شی . بغیر لدی تولید د نسل ناممکن دی

  5. سادات او عبدالله صاحبانو !!!
    ښکلی په تقدیر او غیبی قدرتو ، لکه الله ج ، د قیامت ورځی ، جنتونه ، دوزخونه ، ملایکی ، شیطانان او داسو نورو عقیده او باور هم نه لری .
    د هغوی باداران ( روسان او امریکایان ) ورته په دغو ګډو وډو اذوقه ورکوی ، د هغوی باداران د زمکی د خدایی دعوی ګیر او ځانونه د زمکی د تقدیر جوړونکی ګڼی، هغوی خپلو دوستانو ته جنتونه او خپلو دشمنانو ته دوزخونه ورکوی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.