کابل: د کارته سخي زیارت په برید کې ۴۴ کسانو ته مرګ ژوبله رسیدلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۱مه ۱۳۹۵ل): په کارته سخي زیارت کې د شیعه ګانو د عزادارۍ پر مراسمو ډله ایز برید کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او تر ۳۰ زیات نور ټپيان شوي دي.

یوې امنیتي سرچیني رسنیو ته ویلي چې یوه بریدګر د توفنګچې په ډزو یو پولیس وواژه او بیا یې د هغه په کلاشنکوف پر شیعه عزادارانو ډزي پيل کړي.shia-kabul

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي چې برید د یوه بریدګر په وژل کېدو پای ته ورسید.

ددې تر مخه د کورنیو چارو وزارت سرچینو ویلي وه چې د بریدګرو شمېر څلور تنه دی، بلي سرچیني یې شمېر درې تنه ښودلی وو.

دغه سرچینو وړاندي ویلي وه چې بریدګر په د کارته سخي په زیارت کې دننه شیعه عزاداران برمته نیولې.
ویل کیږي چې د کابل د دریمي حوزې قومندان سید محمد اغا خاکسار هم د ۳ تنه نورو پولیسو په ګډون ټپی شوی دی.

باید وویل شي چې ددې تر مخه د کورنیو چارو وزارت د شیعه ګانو مسؤولینو ته د ورته پيښو ګواښ کړی وو ا د هغوی څخه یې غوښتنه کړې وه چې ددغه مراسمو په لمانځلو کې د احتیاط څخه کار واخلي.

شیعه ګان هر کال د محرم پر لسمه د نبي علیه الصلاة والسلام د لمسي حضرت حسین رضي الله تعالی عنه د شهادت په یاد کې ماتم کوي او خپل ځانونه په ځنځیرونو او چړو وهي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبان په دغه پيښه کې لاس نه لري:



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.