د شیعه ګانو پر ماتمي مراسمو بریدونه په لویه کچه وغندل شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۱مه ۱۳۹۵ل): تېره شپه د کارته سخي او چهار یار پر تکیه خانو په داسي حال کې بریدونه وشول کله چې شیعه مذهبه افغانانو هلته د عاشوراء په مناسبت په خپل مذهبي مراسمو بوخت وه.

د کورنیو چارو وزارت چارواکو وویل چې په دغه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي او تر ۳۴ زیات نور ټپيان شوي دي.

زیاتره مړي د کارته سخي په زیارت کې را منځته شول چیري چې یو بریدګر په دې توانیدلی چې د پولیس څخه کلاشنکوف واخلي او پر خلکو مخامخ ډزي وکړي.

د پيښي سمدستي وروسته د هیواد سیاسي او مذهبي مشرانو د غندني بیانونه ورکړه.

ولسمشر اشرف غني په خپله خپرپاڼه کې دغه برید یو غیر انساني عمل وباله او د شیعه عزادارانو سره یې خپله همدردي څرګنده کړه.

نوموړي وویل چې په دغه عمل سره بریدګرو وغوښتل چې د اسلام مبین دین د مختلفو مذاهبو د پيروانو تر منځ وحدت زیانمن کړي.

اجرائیه رئیس هم پر خپل ټویټر ولیکل چې د عاشوراء پر ماتم برید په کلکو ټکو غندي او دا یو تروریستي عمل بولي چې د هر نړیوال قانون خلاف د بشر ضد جنایت دی.

نوموړي وویل چې د ترهګرو سره به حتما حساب کوي هغه که په هیواد کې دننه او که بهر وي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلې او دا یې د افغاني ټولني تر منځ د تفریقې او اختلاف اچولو ناکامه دسیسه بللې ده.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د شیعه ګانو پر مذهبي مراسمو د تیري شپې بریدونه په هیڅ توګه له دوی سره تړاو نه لري، او زیاته یې کړه چې پر ملکي وګړو ورته بریدونه مونږ سخت متاثره کوي.

په پاکستان کې د طالبانو د وخت سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وویل:

په افغانستان کې د نوې دسيسي په پيل سره بايد افغانان پوره متوجه اوسي چې پخپله هماهنګي، یووالي او ويښتابه سره د تفرقي او مذهبي تصادم مخه ونيسي، پر مذهبي مراکزو او مذهبي مراسمو باندې حملې کول که په هر نامه سره وي د عراق او سوريي په څير د نړيوال سازش دځنځير کړۍ بلل کيږي. د داسې پېښو بايد په کلکه غندنه وسي او ټوله افغانان بايد پوهه سي چې دا د اسلام او افغانستان د دښمنانو يوه بله دسيسه ده چې غواړي په سیمه کې د مذهبي تربګنۍ اور بل کړي. افغانان بايد د تعقل، زغم او پوره حکمت څخه کار واخلي. او يو بل ته په لاس ورکولو سره د تفرق او اختلافاتو مخه ونيسي.

په افغانستان د جمعیت اصلاح ګوند مخکښ مشرانو هم دغه پيښه غندلې او دا یې د مذهبي تفریقې اچولو لپاره بهرنۍ دسیسه بللې ده.

په دې اړه دکتور فضل هادي وزین ویلي:

حمله بر مدرسه دینی در ننگرهار و تجمع عزاداران در کارته سخی شهر کابل را بشدت تقبیح و نکوهش می کنیم.
توقیت زمانی هردو حمله و اهداف آن نشان می دهد که دشمنان ملت افغانستان برای ایجاد فتنه و جنگ به قتل و تشنج دست می زنند.

جنگ و فتنه در هر شکل آن بویژه تشنج و فتنه های مذهبی یک پدیده مذموم و محکوم و مخالف مصالح و منافع علیای ملی و اسلامی است.

امید واریم که ملت مسلمان ما فریب دسیسه ها و فتنه های براه انداخته شده از طرف دشمنان را نخورده و از اخوت و وحدت اسلامی خویش مانند گذشته با تمام نیرو و توان پاسداری می کند.

د جمعیت اصلاح یوه بل مخکښ مشر عبدالفتاح جواد پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلی: «په جلال آباد کې پر دیني مدرسې او په کابل کې د کارته سخي په زیارت شوي بریدونه غندو.
مونږ په هیواد کې مذهبي تاو تریخوالی نه غواړو او پدې اړه بریدونه بهرنۍ دسیسې ګڼو.»

باید وویل شي چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د انګور باغ په سیمه کې په یوه مدرسه کې چاودنه وشول چې له امله یې ځاني زیان نه دی اوښتی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.