بلخ: د شیعه ګانو د ماتم پر مراسمو چاودنه کې ۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۱مه ۱۳۹۵ل): د بلخ ولایت کې د عاشوراء په مناسبت دشیعه ګانو پر ماتم باندي چاودنه کې یو ځل بیا ۱۴ تنه وژل شوي او ۲۸ نور ټپيان شوي دي.

پيښه د بلخ ولایت په بلخ ولسوالي کې را منځته شوې، ددغه ولسوالۍ ولسوال امیرشاه رسنیو ته ویلي چې دا پيښه نن تر غرمې وروسته پر ځايي وخت درې نیمو بجو هغه وخت را منځته شوه کله چې د ماتمي مراسمو په پای کې خلک د وتلو په حال کې وو.

نوموړي ویلي چې د پيښي له ځایه یې ټپيان او مړي د مزار شریف روغتون ته انتقال کړي دي.

د یادي پيښي پخلی د والي ویاند منیر فرهاد هم کړی او ویلي چې ۱۴ کسه مړه او ۲۸ نور ټپيان دي.

باید وویل شي چې تېره شپه هم په کابل کې د کارته سخي په زیارت کې او بیا په چهاریار مسجد کې چاودنه او ډزې وشوې چې له امله یې هلته هم لږ تر لږه ۱۶ تنه ووژل شول او تر پنځوس زیات ټپيان شوي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.