داعش په کابل کې د شیعه ګانو پر ماتم د برید مسؤولیت واخیست

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۱مه ۱۳۹۵ل): تېره شپه د کارته سخي پر زیارت د برید مسؤولیت د اسلامي دولت ډلي (داعش) د خراسان څانګې پر خپله غاړه واخیست.

دغه ډلي د بریدګر نوم «علي جان» ښودلی او ویلي چې د کابل په ښار کې د کارته سخي په زیارت کې د شرکي اعمالو تر سره کولو پر مهال یې شیعه ګان وژلي دي.is-kabul-atack

خبرپاڼه چې په عربي ژبه خپره شوې، په کښي ویل شوي چې علي جان (بریدګر) له ځانه چاودېدونکي توکي تړلې وه، لاسي بمونه ورسره وه او همداسي کلاشنکوف ورسره وو، کله چې پر زیارت برید وکړ.
او زیاتوي چې لومړی یې خپل ټولي وسلې پر ماتم کوونکو وکارولې او بیا یې ځانته چاودنه ورکړه.

باید وویل شي چې تېره شپه د کورنیو چارو وزارت یوې سرچیني ویلي وه چې بریدګر پر یوه پولیس د توفنګچې په واسطه ډزې وکړې، د هغه کلاشنکوف یې واخیست او بیا په زیارت کې دننه ډزې پیل کړې.

د وروستیو شمېرو له مخي په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۶ تنه ووژل شول او تر پنځوس زیات نور ټپيان شول.

باید وویل شي چې نن ماپښین په بلخ ولایت کې هم د شیعه ګانو پر ماتمي مراسمو چاودنه وشوه چې له امله یې ۱۴ تنه مړه او ۲۸ نور ټپيان شوي دي.

شیعه ګان هر کال د محرم میاشتي پر لسمه د نبي صلی الله علیه وسلم د لمسي حضرت حسین رضي الله تعالی عنه د شهادت په یاد کې ماتمي مراسم لمانځي، په دغه مراسمو کې ځانونه په چړو او ځنځیرانو وهي، خپلي سیني او سرونه ډبوي او یا حسین چیغي وهي.



یوه تبصره

  1. ښکاره خبره ده چه داعشیان د اسلامی هیوادو د ځپلو د پاره د کابل د غلامی اداری پورته نهاد دی ، یعنی دکابل اداره افغان داعشیان یعنی د بین المللی داعشیانو یوه برخه ده ، اوس وخت اشغالګر د روسانو د برخه لیک سره مخ او له وتلو دمخه غواړی چه زمونږ د ورونو قومونو تر منځ ژبنی ، قومی ، مذهبی ګوندی ، سمتی او داسی نور تعصباتو ته لمن ووهی دا کار لمړی په ارګ د شمال او جنوب په نامه د ع او غ په مشرۍ دوه ټلوالی جوړی شوی غواړی چه د شیعه ګانو جنګ ته هم لمن ووهی د قومی جنګو لوی قهرمان حکمتیار سره په همدی خاطر د جوړی په نوم د افغانستان د داعشی ملیشو مشری ورکړه ، کله چه داعشیان وایی چه دا مسولیت مونږ ومنلو دامخکی نه وی اوس یی حکمتیار زمزمه کوی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.