د حضرت عيسى عليه السلام مبارز شخصيت

عبدالمالک همت

روميانو فلسطين اشغال کړى وو. يهودو د هغو تر ظلمونو لاندي بدي شپې تېرولې. د روم د ظالمو واکمنو فشارونه نه زغمونکي سوي وه. د فلسطين په ګوټ ګوټ کي ناکام پاڅونونه وسول او په بې رحمۍ سره وځپل سول.

په دغسي اوضاعو او د مسيح د انتظار او هيلو په شېبو کي حضرت عيسى عليه السلام په بيت اللحم کي، د سې شنبې په ورځ د دسمبر پر ٢٤ مه، د روم د واکمن اګوسټ تر مړيني ١٤ کاله دمخه، د لوى څښتن په مشيت او حکمت له بي بي مريمي عليها السلام څخه بېله پلاره نړۍ ته راغى. د عيسى عليه السلامد ژوندانه او د عېسويت د لومړنيو حالاتو په هکله مستند اسناد نسته. صرف څلور ګوني انجيلونه دي چي د عيسى عليه السلام د ژوند په هکله څه نيمګړي معلومات ځني ترلاسه کيږي. خو زموږ په نزد هغه هم د باور وړ نه دي. د دغو انجيلونو او نورو تاريخي معلوماتو پر بنسټ هغه خپله ځواني د فلسطين د پخواني ولايت جليلي( ګليلي) په کوچني ښار ناصره کي تېره کړه. هغه داسي يو ښکلى ځوان وو چي شني، ځلېدونکي سترګي يې وې، خرمايي وېښتان يې وه، څوڼي يې پر دواړو اوږو خپرې وې منځنۍ ونه يې درلوده. نرمي او خوږې خبري يې کولې، له څېرې يې وير محسوسېدى. ژړا يې ليدل کېدل، خو خندا يې چا نه وه ليدلې.

د عيسى عليه السلام مبارزه او نبوت :

د موجودو انجيلونو له مطالعې څخه څرګنديږي چي دغه ځوان ( عيسى عليه السلام ) يو انقلابي وګړى وو. هغه د مظلومانو د ژغورني او د عدل او انصاف ږغ پورته کړ. که څه هم هغه يوازي د بني اسرائيلو لپاره را پاڅېدلى وو، خو دعوت يې د فلسطين او د روم په ټولو سيمو او مستعمرو کي د رحمت د زېرى په توګه خپور سو. هغه پر ظالمانو باندي د مظلومانو د برياليتوب په لټه کي وو او خپل حواريون او خلک يې د ظالمانو سره مبارزې، وسله والي دفاع او شهادت ته هڅول. هغه د جليلې په کلو او بانډو کي کرځېدى او د وعظ او نصيحت لپاره د يهودو معبدونو ته تى. زياتره يې بې وزلو او ناپوهو خلکوته خبري کولې. بيا يهوديې ته ولاړ او يوه ورځ سليماني هيکل ته ننووت. هلته يې د يهودو د علماوو او فريسيانو(د يهودو په منځ کي سیاسی، اجتماعی او فکری ډله) سره مناظرې وکړې او د هغو د رياکاريو او چلبازيو او مکرونو او حيلو پر ضد يې له ولولو ډکي ويناوي وکړې. نور ځايونه يې هم دغسي ويناوي کولې او خلک يې د يهودو د عالمانو په رياکاريو او فرېبکاريو پوهول. هغه پرله پسې د يهودو پر بډي اخيستلو، عياشيو، د ناروا لارو د شتو او جايدادونو ترلاسه کولو او ناروا کارونو هم اعتراضونه کول او د دوى ټيټ ژوند، ټيټ اندونه او ټيټتيا ته تن ورکول او په ټيتتيا کي خوند او شخوند يې سخت غندل.

کله چي عيسى عليه السلام دېرش کلنۍ ته ورسېد، د روم د واکمن ” ټيبر“(Tibere)  په پېر کي، د هغه د سلطنت په ١٤ کال يحيى عليه السلام ته ورغى او هغه د تعميد غسل ورکړ. بيا جبرائيل عليه السلام ورته ورغى او عيسى عليه السلام څلوېښت ورځي صحرا ته ووت او روژه يې ونيول. په دې ډول د هغه رسالت د نورو پيغمبرانو په خلاف په دېرش کلنۍ کي پيل سو. لوى څښتن فرمايي:

﴿وَإِذْقَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَابَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقًالِمَابَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِوَمُبَشِّرًابِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ﴾ [ الصف٦١: ٦]

ژباړه: او د مريمي د زوى عيسى هغه خبره ياده کړه چي ويلي يې وه: اى بني اسرائيلو! زه تاسي ته د لوى څښتن لېږل سوى پیغمبريم، د هغه تورات تصديقوونکى يم چي تر مادمخه راغلى موجود دى او د يوه پيغمبر زېرى ورکوونکى يم چي تر ما وروسته به راسي او نوم به يې احمد وي.

وايي کله چي يو مهال عيسى عليه السلامسليماني هيکل ته ننووت ويې ليدل چي د لوى څښتن د دربار په سپېڅلې فضا او نوراني چاپېريال کي يهود په مادي چارو خورا سخت بوخت دي او ” د حرم په غولي “ کي يې بازار جوړ کړى او د عبادت پر ځاى د پيسو په حسابونو او د پېر او پلور په کار وبار تر حد تېر اخته دي او سخت شورماشور يې جوړ کړى دى. د دې انځور په ليدو سره عيسى عليه السلامپه غوسه سو او په ډېر لوړ او هيبتناک آواز يې د دغو مادي پالو يهودو د انحرافاتو او د دوى د ورک لارو او رياکارو احبارو او فريسيانو په خلاف له ولولو ډکه وينا وکړه. بيا يې لکه چي په کوچنيوالي ځيني معجزې ښکاره کړي وې او په زانګو کي يې د ډېرو يهودو په مخ کي شاهدي ورکړې وه چي:

﴿ قَالَإِنِّيعَبْدُاللَّهِآتَانِيَالْكِتَابَوَجَعَلَنِينَبِيًّا (30) ﴾ [ مريم ١٩  :  ٣٠ ]

ژباړه: عیسی وويل:”زه د الله بنده يم، هغه ماته کتاب (انجيل) راکړی دی(پرېکړه يې کړې ده چي ماته انجيل کتاب راکړي) او  زه يې پیغمبر کړی يم“.

دغه مهال يې هم ځيني معجزې څرګندي کړې. چي سمدستي د هغه نبوت ځينو کسانو ومانهاو بالاخره پر ده باندي له ايمان راوړونکو او مسلمان سوو څخه يو شمېر کسان د ده د اصحابو او شاګردانو په توګه وپېژندل سول چي ( حواريون ) يې بلل.

په دې توګه ډېر خلک وپوهېدل چي دا د لوى څښتن هماغه پيغمبر دى چي د موسوي شريعت د نوي کولو او بشپړولو او له هغه څخه د تحريفونو د ليري کولو او ملاتړ او د لوى څښتن وحدانيت ته د بللو او د ښېګڼو، فضايلو، زغم، تسامح او روادارۍ د دودولو لپاره ګومارل سوى دى.له دې امله هره ورځ د ده پيروان چي زياتره د ټولني له منځنيو او کښتو طبقو څخه وه زياتېدل.

د حاکمو ډلو غبرګون:

څنګه چي د عيسى عليه السلام مبارز شخصيت او دعوت د اشرافو، منحرفو عالمانو او واکمنو او د هغو د ګوډاګيو د ګټو سره په ټکر کي وو د ده موعظو دغه ډلي او په دې ډلو پسي په ناپوهۍ او پټو سترګو تلونکي خلک د ده سره سختي دښمنۍ ته وپارول. په تېره ” فريسيانو “ د ده پيغمبري خطرناکه تشخيص کړه او څنګه چي يې خپلي ګټي په هغې کي له منځه تلونکي وليدې نو يې د هغه پيغمبري هيڅ ونه منل، بلکي دى يې د يهودو د دين په نسبت په بد ويلو تورن کړ او ويې ويل عيسى ناصري د جليلي اوسېدونکى دى او له جليلي څخه نبي نه پيدا کيږي.

دغه راز حضرت عيسى عليه السلام د بېوزلو او نورو مسکينانو سره زياته ناسته پاسته درلوده او د هغو له ګتو څخه يې ننګه کول،له شتمنو څخه يې کرکه کول او ويل يې:د لوى څښتن روح زما سره ده څو فقيرانو ته زېرى ورکړم. هغه زه را استولى يم چي د ماتو زړونو خاوندانو ته شفا ورکړم او اسيران آزادېدو او ړانده ليدو ته وبولم. دغه راز هغه ويل: خوشالي دي وي د مسکينانو پرحال! ځکه چي آسماني دولت د دوى دى. خوشالي دي وي د ويرژلو پر حال! ځکه چي د زړه ډاډ به وويني. خوشالي دي وي د وږو او تږو پرحال! خوشالي دي وي د پاکو زړونو د خاوندانو پرحال! خوشالي دي وي د سوله کوونکو پرحال! او خوشالي دي وي د هغو کسانو پر حال چي د عدالت په لار کي جفا ويني، ځکه چي آسماني دولت د دوى دى. ( متى ٥ باب،٣ آيت).

اى زيارکښانو او ستړو ستومانو خلکو! ټول ماته راسئ، زه به تاسي ته هوسايي در په برخه کړم. ( متى ١١باب، ٢٨آيت).

رشتيا هم داده چي د لوى څښتن جل جلاله دغه اولوالعزمه پيغمبر د سولي او آزادۍ استازى وو.له دې امله شتمن او مخورهم ورسره دښمنان سول او واکمنو هم درک کړه چي د ده رسالت او کړنلار د دوى د واک او ګټو سره په ضديت کي دي. په دې ډول هغه د يهودو د تشدد او شتمنو او واکمنو د استکبار سره مخامخ سو. خو هغه خپل دعوت ته ادامه ورکړه او د فريسيانو او نورو کاهنانو سره به يې مجادلې کولي او د لوى څښتن لاري ته يې بلل.

څلور سره موجود انجيلونه او نور دا شاهدي ورکوي چي عيسى عليه السلاميوازي د نېکو چارو د تر سره کولو لپاره نه وو پاڅول سوى، بلکي د يهودو د خپلواکۍ او پر دوى باندي د مسلط تمدن او سياست د درست نظام پرځول د هغه موخه وه. او د دې موخي د ترسره کولو لپاره يې نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کولې. چي له دې څخه رومي طاغوتي سلطنت، يهودي ګوډاګۍ واکمنۍ، ورک لارو عالمانو او فريسيانو او په مجموع کي د نفس او هوا ټولو بنده ګانو ته خطره متوجه وه. ده به په څرګندو الفاظو خلکو ته ويل: زه چي څه کار کول په پام کي لرم هغه ډېر خطرناک دى او زما سره بايد هغه کسان ملګري سي چي د دغو ټولو خطراتو مقابلې ته چمتو وي. ”او چي څوک خپل صليب نه اخلي او په ماپسي نه ځي هغه زما لايق نه دى. څوک چي خپل ځان ژغوري هغه ورکيږي او څوک چي زما په سبب ځان پوپنا کوي هغه، ژغورل کيږي“ ( متي ١٠ ـ ١٤ ـ ٣٩).

”څوک چي غواړي په ما پسې سي، هغه دي خپل شخصي غرضونه او ځان پالنه پرېږدي، خپل صليب دي واخلي او په ما پسي دي راځي“ ( متي ١٠ :٢٤).

توطئه او عيسى عليه السلام دار ته پورته کول:

عيسى عليه السلام د يهودو عالمانو او فريسيانو ته يو ستر خطر وګرځېد. هغو د خپلو ځانو په هکله د عيسى عليه السلامرشتيا او سپيني خبري کله زغملاى سوې. هغو ليدل چي عيسى عليه السلامد دوى شهوت پالني او لذت خوښوني غندي او پر پيسو ټولولو او دنيا خوښولو يې بد وايي، اسرار يې لوڅوي او د رياکاريو او مفاسدو په هکله يې خلک پوهوي.ځکه نو هغو د عيسى عليه السلام سره دښمني را واخيسته او د هغه سره جګړې ته يې ملاوتړل. بالاخره يې په خپلو کي مشوره سره وکړه او ويې ويل چي دا آواز به څنګه چوپوو؟ نو هغه وو چي دوى د هغه پر ضد د پټو دُسو او توطئو په جوړولو لاس پوري کړ. د هغه زورول يې پيل کړل او رومي واکمنو او د هغو ګوډاګيانو ته يې د ټولني د نظم د اخلالوونکي او شخړو را منځ ته کوونکي او سرشاره شخص په توګه معرفي کړ او هغو ته يې داسي وښوول چي عيسى عليه السلام غواړي چي د رومي سلطنت ماڼۍ رانسکوره کړي او د قيصر  واک پاى ته ورسوي. نو هغه وو چي يومهال يې خپل شاګردان د هغه مهال د پټو پوليسو ( د استخباراتو د جاسوسانو ) په ملګرتيا عيسى عليه السلام ته ولېږل. هغو له عيسى عليه السلام څخه پوښتنه وکړه چي: ”اى استاده! موږ پوهيږو چي ته رشتينى يې او په رشتيا سره د لوى څښتن د لاري ښوونه کوې او د چا پروا نه کوې. نو ته موږ ته ووايه چي قيصر ته جزيه ( ماليات ) ورکول روايښت لري؟ ( دغه مهال” ټيبر“(Tibere)  ( ١٤ ـ ٣٧م.) د روم امپراتور وو چي ”قيصر“ يې باله. حضرت عيسی عليه السلام د دوى په چل سمدستي پوه سو او ويې ويل: اى چلګرو! ما څله ازماياست؟ د جزيې سکه ماته راوښياست. هغو د سپينو زرو دينار وروړ. هغه ورته وويل: پر دې باندي دا تصوير او نوم د چا دى؟ هغو جواب ورکړ د قيصر دى. هغه وويل: څه چي د قيصر دي هغه قيصر ته او څه چي د لوى څښتن دي هغه لوى څښتن ته ورکړئ “ ( متى٢٢: ١٥ ـ ٢١).

عيسى عليه السلام ته د حکومت د جاسوسانو له ور لېږلو څخه د يهودي علماوو موخه داوه چي مخکي تر مخکي لا د عيسى عليه السلام او د واکمنو تر منځ ټکر رامنځ ته کړي.او د مخه  تر دې چي د هغه تحريک جرړي ونيسي د حکومت په زور يې له منځه يوسي. د دغو خلکو په جواب کي چي عيسى عليه السلام له معنا ډکي خبري وکړې له دوو زرو کالو راهيسي مسيحيان او غير مسيحيان ګرده دا معنا ځني اخلي چي عبادت خداى ته کوه او اطاعت د وخت د حکومت کوه. خو آره او اصله خبره داده چي حضرت عيسى عليه السلام نه دا ويلي دي چي قيصر ته ماليه ورکول جواز لري ( ځکه چي دا د هغه د دعوت خلاف خبره وه ). او نه يې د ماليې ورکول ناروا وبلل. ځکه تر دغه مهاله لا د هغه تحريک دې پړاو ته نه وو رسېدلى چي د ماليې د نه ورکولو حکم ورکړي. له دې امله هغه دا له لطافت او حکمته ډکه خبره وکړه چي د قيصر نوم او تصوير قيصر ته مسترد کړئ او زر چي لوى څښتن پيدا کړي دي، د خداى په لار کي ولګوئ.

د دې دُسي تر ناکامۍ وروسته فريسيانو د حضرت مسيح عليه السلام يوه حواري يهوداه اسخريوطي)Judas Iscariot ؛ اسکريوتي) نومي ته بډي ورکړې، هغه يې دې ته چمتو کړ چي عيسى عليه السلام په يوه داسي وخت او ځاى کي ونيسي چي د خلکو د بلوا او ښورښ خطره نه وي.

عيسى عليه السلام هم په دې دسيسه خبر سو او کله چي د ده نيول قطعي او نژدې سول او پوه سو چي د يوه مجرم غوندي کړنه ورسره کېدونکې ده خپلو ملګرو ته يې د وسله والي دفاع لارښوونه وکړه، خو له هغو څخه يې موافق جواب وانه ورېد.

نو کله چي د اختر لپاره تياري نيول کېدل او عيسى عليه السلامد خپلو حواريونو ( يارانو) سره د زيتون غره ته ولاړى. دغه مهال د خاين يهوداه په مرسته يوې ډلي عيسى عليه السلام ونيو، د هغه بې عزتي يې وکړه، ويې ډباوه، سترګي يې وروتړلې او د يروشليم د يهودو ستري محکمې (Sanhedrin) ته يې وروست، د دغي محکمې قاضيانو د ستر کشيش  ” کايافاس“ په مشرۍ هغه په دې ګناه چي ځان يې ” د خداى زوى “ بللى دى په مرګ محکوم کړ. څنګه چي دا حکم د رومي واکمن بې اجازې نه سو پلى کېدلاى، نو خبره رومي واکمن ” پيلاطس “ (پونس پيلاټ) ته ورسېده. هغه د قوم مذهبي لارښوونکو او د بې عقلو خلکو هغي ورغونډي سوي ډلي ته چي د يهودي علماوو لخوا تحريک سوي وه او حضرت مسيحعليه السلام ته يې بر ناحقه ښکنځل کول، وويل: نن د اختر ورځ ده او د برابا په نامه يو غل هم اعداميږي، نو دا به ښه نه وي چي د دې ورځي په مناسبت يسوع خوشي کړم او برابا غل اعدام کړم؟ مګر ټولو په يوه آواز وويل چي نه برابا پرېږده او يسوع پانسي کړه. هغه ورته وويل: ولي ده خو داسي کوم جرم نه دى کړي چي اعدام سي؟ دوى بيا ورته وويل: بس يسوع پانسي کړه!

هغه هم چي په باطن کي د عيسى عليه السلام په ورکېدو او له منڅه تلوخوشاله وو، د دې تحريک سوو وګړو په غوښتنه امر وکړ چي عيسى عليه السلام پر صليب وځړوي او په دې توګه يې ووژني.

وګورئ ! د دې وګړو په زړونو کي د يوه بدنام او خطرناک غله لپاره نرم ځاى وو، خو د لوى څښتن د استازي د پيغامونو د اورېدو لپاره د هغو زړونه تر کاڼو هم سخت سوي وه! تر اوسه هم خبره  همداسي ده ! دغسي وګړي تل د خداى او وطن د لاري د دغسي رشتينو لارويانو د هيلو او اندونو د پلي کېدو په لار کي خنډ سوي دي. دغسي بې فکره او بې شخصيته ، انسان مخي ساکښان تل د نورو ډول ته نڅېدلي دي او د نورو د ناروا موخو او هيلو د تر سره کېدو لپاره يې کار کړى او خپله هيڅ غوښتنه او موخه نه لري او يا نه پوهيږي چي څه غواړي او څه وکړي.

هو ! عيسى عليه السلام يې د هغه د اندونو او دعوت له بيري او په څرګنده د دغسي ساکښانو په غوښتنه دار ته پورته کړ، خو لکه چي څرګنده ده هغه يې نه دار ته پورته کړ او نه يې وواژه، بلکي په دې هکله معامله د لوى څښتن په حکم پر هغو باندي مشتبه سوه، لکه چي لوى څښتن فرمايي:

﴿ وَمَاقَتَلُوهُ وَمَاصَلَبُوهُ وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّالَّذِينَ اخْتَلَفُوافِيهِ لَفِي شَكٍّ مِنْهُمَالَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلَّااتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَاقَتَلُوهُ يَقِينًا (157)بَلْ رَفَعَهُاللَّهُ إِلَيْهِ وَكَانَاللَّهُ عَزِيزًاحَكِيمًا (158)﴾ [ النساء ٤: ١٥٧ ـ ١٥٨]

ژباړه:نه دوى عيسى (عليه السلام) وژلى دى او نه يې دار ته خېژولى دى، بلکي خبره هغو ته مشتبه سوه.(هغو پر يوه بل سړي باندي چي عيسى ته ورته وو د عيسى ګومان وکړ او په دار يې کړ). او حقيقت دادى چي کومو وګړو (يهودو او نصاراوو) چي په دې هکله اختلاف کړى دى، هغه په دې لړ کي په شک کي لوېدلي دي. هغو ته په ګومان پسي له تللو پرته د دې خبري کوم علم نسته او دا بېخي يقيني خبره ده چي هغو عيسى (عليه السلام) نه دى وژلى.بلکي الله هغه خپل لور ته(په بدن او روح ژوندى) پورته کړ او الله (په خپله واکمني کي) ډېر زيات زورور (او په خپل تدبير او قضاکي د بشپړ) حکمت(پوهي) څښتن دى.

بايد ووايو چي د موجودو انجيلونو او نوروکتابونو د روايتونو سره سم  د عيسىعليه السلام د دعوت او تبليغ موده ډېره لنډه او صرف درې کاله وه.

دا وو له ظلم څخه د بې وزلو د ژغورونکي برخليک:

حضرت عيسى عليه السلام د تاريخ په يوه ډېره تياره او د ظلمونو او تېريو له بخولو څخه په ډکه دوره کي د لوى څښتن جل جلاله په امر د هغه د وحدانيت د رڼا د خپرولو او د مظلومو، سپکو سوو ، خوارو سوو او په ناپوهيو او جهالت کي د ساتلو سوو انسانانو د ننګي او د هغو د انساني کرامت د درناوي د اعادې لپاره راپاڅېد. هغه د روم د جبارو او قهارو امپراتورانو، چي هر څه يې په واک کي درلوده، پر ضد ودرېد او د هغو د راپرځولو او د هغو د پلويو او غولوونکو يهودو او غير يهودو عالمانو او روحانيونو د واک او چړچو د کاسې د نسکورولو او د دغو کړېدلو او له خپلو انساني حقونو څخه د بې برخي کړى سوو انسانانو د ژغورلو لپاره د ډېرو سترو اقدامونو په تکل کي سو. هغه غوښتل په خپل پياوړي منطق د مړو زړونو خاوندان راژوندي کړي او نوې سا پکښي پو کړي. خو هغه وکولاى سول چي رشتياني مړه راژوندي کړي، اما د مړو ساوو ساکښان يې را ژوندي نه کړاى سول. هغه دغو مړو ته رشتيانى ژوند باخښه، خو دغه د قربانۍ پسونه په غير شعوري توګه په قصابانو پسي تلل او د خپل ژغورونکي د درکولو او پېژندلو حس يې نه درلود. هغه غوښتل چي دوى ته رشتيانى او د پت او عزت او د دې او هغي دنيا د نېکمرغيو ژوند وګټي. هغه پتېيلې وه چي دوى د بنده له بنده ګۍ څخه د لوى څښتن بنده ګۍ ته او د اسارت له زنځيرونو او د لوږي او بې وسۍ له ګوټونو او کږلېچونو څخه د مړتيا او وس رسېدو ډګر ته را وباسي.  هغه دوى ته د ځانونو د ژغورلو لپاره د جنګ جګړو او شخړو او اړودوړ پر ځاى د مسامحې، عدم تشدد او منطق لار ښوول. هغه د روم د امپراتورانو تېري د حق او حقيقت په توره طردول. خو افسوس چي هغو ده ته د دښمن په سترګه وکتل، دى يې زوراوه، ناروا تورونه يې پر تړل او ان ښکنځل يې ورته کول. پر ده يې چيغي وهلې او د برابا غله پر ځاى يې د دغسي مله پانسي وغوښته.

له بده مرغه دغسي ناکسان چي په دغسي ناپوهي کي ځان ته لقمان وايي تر اوسه خورا ډېر دي او زياتره دغو نرښځيانو د مړونو کارونه ويجاړ کړي دي. دغسي عناصرو ډېر ځلي خپل رشتياني ژغورونکي تر داره رسولي او برعکس يې خپل خواروونکي او بدمرغه کوونکي په خپلو کړنو او غوښتنو پر خپلو ځانونو د واک او اختيار پر ګدۍ کښېنولي دي. بيا هم بايد په ډېره خواشيني سره ووايم چي دغسي کسان د نورو ولسونو په پرتله زموږ په ټولنه کي بېخي ډېر دي.تاسي وګورئ زموږ په ټولنه کي د دغسي کسانو د غير شعوري کړنو او بې عقلانه حرکتونو له امله چي په خپل خير او صلاح هيڅ نه پوهيږي، د کفر او استبداد څخه د دوى د ژغورني او د دوى د دې او هغي دنيا د سموني د لاري لارويان او د حق او حقيقت د بريالي کولو او زموږ د سپېڅلي دين د حاکمولو لپاره سرښندونکي حق پلوي، په علم او پوهه پسوللي مسلمانان څونه ترټلي او ځپلي دي او برعکس برابا غوندي غله، بې سواده لنډغر، بډي خواره او خاينان او فاجران او فاسقان او د اسلام تر لباس لاندي دين پلورونکي سوداګر او د کفارو زيره خواره د دوى د تائيدونو، په پټو سترګو د ملاتړ او پلوۍ  او په انتخاباتو کي د رايو ورکولو له امله پر همدې دوى باندي واکمنان او حاکمان سوي دي. البته دا هغه خبري دي چي د علم او پوهي خاوندان په پوهيږي، خو﴿يَا لَيْتَ قَوْمِي يَعْلَمُونَ﴾.

 



4 تبصرې

  1. محمد عبدالله

    عبدالمالک همت صاحب الله تعالی دی تاسو ته اجرونه درکړی یقینا چی ستاسو لیکنی دیر ګتور او د وقت سره مناسب واضح مطالب پکی وی که څوک یی په دقت سره ولولی نو دیر څه به ورته واضح شی

  2. الجاچ استاذ بیانزی

    همت صاحب سلامونه می ومنی !
    تل ښکلی لیکنی نشروی د ځینو ټکو به اړه می توضح یا تصحیح ته اړه وه او هغه دا چه :
    لمړی د مبارز اصطلاح د ټولو پیغمبرانو او په خانګړی ډول د عیس ع په شان اولامر پیغمبر دپاره به څومره مناسبت لری؟
    دوهم ؛ د هغوی د زیږیدنی ځای او نیټی به اړه ؟

  3. مننه ګران ورور محمد عبدالله صاحب! کوښښ به کوو چي په دې د حق او باطل په جګړه کي خپل دين تر يوه حده ادا کړو. الله دي په دې لار کي د لا ډېر کار توفيق راکړي او خدای مو دي بې ستاسو خوندي دوستانو نه کوي.

  4. محترم ورور استاذ بيانزی صاحب !
    د مبارز يا مبارزې کلمه يوه چاته منسوبول په هيڅ ګون د هغه کسرشان نه بلل کيږي او نه ورته نامناسبه بلل کيږي. نه ګورئ چي په قرآن کريم کي د طالوت او د هغه د ملګرو مومنانو په باب راغلي دي:
    ﴿وَلَمَّا بَرَزُوا لِجالُوتَ وَجُنُودِهِ ﴾[البقره : ۲ : ۲۵۰].(او کله چي دغه مومنان(طالوت او ملګري يې) د جالوت او د هغه
    د لښکرو سره جګړې او مقابلې ته وروړاندي سول).
    دا کلمه چي چاته منسوبيږی هغه باید واقعاً اتل، زړه وړ، شجاع او همتناک انسان وي. يو چاته د دې کلمې منسوبول ستاينه باله سي. البته پيغمبر خو بايد په طريق اولی ښه مبارز وي او که په دې کلمه وستايل سي دا يې درناوي دی او د بل څه تصور نه سي پکښي کېدای. بلکي په هر مسلمان کي باید د مبارزې تومنه پرته وي. جالبه ده مسلمان به وي اومبارز به نه وي؟ مسلمان چي مبارز نه وي نو مازي ډوډۍ خور به وي.
    د مبارز کلمه له ”البراز“ څخه راوتلې ده ، د فضا يا پرانيستي ميدان يا ځای په معنا. ويي پوهان وايي څنګه چي جګړه کوونکي د جګړې په دغسي ډګرونو کي د مقابل لوري مبارزې او مقابلې ته وردانګي ، ځکه نو دغه عمل په جګړه کي مبارزه وبلل سو.
    خو د مهالونو په تېرېدو سره د مبارزې د لفظ په مفهوم کي څه عام والی او زياتوالی راغلی دی او دغه لفظ اوس
    د جګړې په ډګر کي لکه د پخوا زمانو په شان په توره يا په توپک، يا په نېزه او داسي نورو جنګي وسايلو سره د دوو تنو جګړه کوونکو جګړې ته نه ويل کيږي ، بلکي د مقابل لوري په وړاندي په ويناوو، خبرو، دلايلو او داسي نورو سره مقابلې ته هم ويل کيږي. لکه چي په قاموسونو کي د مبارزې له معناوو څخه يوه معنا دا هم کوي: ” بارز خصْمَه بالكلام : حاجّه بالقَوْل“ (يعني د خپل دښمن او مقابل لوري سره يې په خبرو مبارزه وکړه، یعني: په خوله او خبرو يې دلايل ورسره وويل.
    موږ او تاسي ډېر اورېدلي دي چي: د پلاني او پلاني تر منځ انتخاباتي مبارزه روانه ده. پلانی ملي مبارز دی، هغوی د هيواد د ژغورني او خپلواکۍ ګټلو د لاري مبارزين دي او داسي ډېر نور.
    نو که موږ ووايو چي د لوی څښتن سبحانه وتعالی سپېڅلي پيغمبران ټول د حق په ننګه کي د باطلو پر وړاندي ستر مبارز شخصيتونه وه دا به د هغو درناوی او عزت وي نه بل څه . او که د حضرت عيسی عليه السلام په اړه دغه
    ” د حضرت عيسى عليه السلام مبارز شخصيت“ تر سرليک لاندي ليکنه وکتل سي سل په سل کي به تصديق سي چي هغه د نن مهال په اصطلاح يو ستر مبارزشخصيت وو.
    او داچي پوښتنه کوئ چي عيسی عليه السلام چيري او په کومه نېټه پيدا سوی دی؟ دا څه کوې ! په دې پسي مه ګرځه او که يې خامخا غواړې ، نو د پورتنۍ ليکني درېيمه کرښه ولوله، هلته به معلومات درته وسي چي:
    ”حضرت عيسى عليه السلام په بيت اللحم کي، د سې شنبې په ورځ د دسمبر پر ٢٤ مه، د روم د واکمن اګوسټ تر مړيني ١٤ کاله دمخه، د لوى څښتن په مشيت او حکمت له بي بي مريمي عليها السلام څخه بېله پلاره نړۍ ته راغى“.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.