غزل/ رحمت الله منيب

رحمت الله منيب

هسي له لرې ځلېدو له نژدې خړ وختو
ما قیمتي غمی بللی و گوگړ وختو

زه یې کاذبې صفایي باندې خطا شوم اشنا
ظاهره ښکلی و د ننه ښه ککړ وختو

ما ویل خوند به وي ، مزې به وي لذت به لري
هسي کرپی به يې کاو خوشی پاپړ وختو

نه د جامو ، نه د دسمال وه ، نه د نورې ښکلا
زړه ټوټه وه ، زړه څیره ، زوړ گودړ وختو

ما یې پخوا لا په بریتو باندې شکونه کول
هسی زمری زمری کېدو اخر گیدړ وختو

منیب مرید به يې شم لاس به يې په لاس کې نیسم
هغه د لو ژیري خاوند پرون څوکړ وختو



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.