لېونی احتياط!

zahid_jalalyزاهد جلالي

څو ورځې وړاندې يوه کلينيک ته تللی وم. ډاکټر د نوبت په انتظار کېناستم. انتظارخونه کې يو غټ انځور لګېدلی و او د لاس وينځلو سمه طريقه په کې تشرېح شوې وه. ما چې د دوی لارښوونې وليدې، چورتونو کې ډوب شوم. هغه مهال راياد شو چې د احتياط له کبله عجبې وېرې او کرکې راچاپېر کړی وم.

زه دوه وارې په يوه ناروغۍ اخته شوی وم، چې اوس يې «لېونی احتياط» بولم. يو وارې په روغتون کې د يوه ملګري پوښتنې ته ورتلو. ما پر کټاره لاس ايښی و، ملګري متوجه کړم چې مختلفو ناروغانو دلته لاسونه ايښي او بلا ساري مرضونه په کې دي. عجيبه اندېښنه راسره پيدا شوه. له هغې وروسته مې کله هم روغتون کې پر څه لاس نه دی لګولی، آن که به مې د کاليو څنډه هم چېرته ولګېده، له هغې به مې هم کرکه کېده او ډول ډول فکرونو کې به ډوب شوم. دا احتياط ډېر پراخ شو. په موټر کې به مې چېرته لاس نه شو موښلی، د چا پر دروازه مې لاس نه اېښود، د پوهنتون د کافې پر څوکيو مې ناستې ته زړه نه کېده. دا احتياط ډېر اوږدمهالی و، لا يې هم ځينې اثرات شته.

يو بل وارې مې له يوه قصابه په وينو لړلې پيسې واخيستې. يوه مخلص ملګري راته کړه چې له دې پيسو سره بايد احتياط وشي، ځکه پيسې د هر چا لاس کې پرېوځي او د مختلفو ساريو ناروغيو د انتقال لامل کېدای شي، نو بايد سړی محتاط وي. د پاملرنې دغه سپارښتنه هم د يوې ذهني ناروغۍ لامل شوه. کاغذۍ پيسې نن پر نړۍ واکمني دي او څوک چې ټولنه کې ژوند کوي نو حتمي به د ورځې څو وارې لاس پرې موښي. حتمي به چا ته څه ورکوي او څه به له چا اخلي.

دغه ډول سپارښتنې زما له پاره د ځان ساتنې پر ځای پر ناروغۍ بدلې شوې. نه به مې چېرته لاس اېښودلای شوای او نه به مې په پيسو لاس وهلو ته زړه کېده؛ خو ستونزه دا وه چې بله چاره نه وه. دغه مرض ډېر دوام وکړ، مګر ورو ورو يې اثرات کم شول.

کومې لارښوونې چې ډاکټران د لاس وينځلو او پاک ساتلو په تړاو لري، زما په نظر په يوه صورت کې ممکن دي، او هغه دا، چې سړی د ژوند نورو چارو ته شا کړي او ټول فکر دې ته محدود کړي چې لاس څنګه پاک وساتي او له جراثيمو څنګه خوندي پاتې شي. ممکن په دغه صورت کې هم سړی پوره ډاډه نه وي چې ځان يې په مکمله توګه ساتلی.

خو موږ انسانان يو. ټولنيز مخلوقات يو. په يوازې ځان چېرته نه شو اوسېدلای او که ټولنه کې اوسېږو، له خلکو سره به راکړه ورکړه کوو او راکړه ورکړه کې دغه اصول نه شي ساتل کېدای. که څوک ډېر دقيق وي او غواړي ټولنه کې هغسې ژوند وکړي چې ډاکټران يا طبي اعلانات يې سپارښتنه کوي، له هغه بيا کندوزی کاکا جوړېږي.

کندوزی کاکا زموږ ګاونډي وو. عمر يې تر اتياوو کلونو پورته و. هغه به له چا سره په لاس روغبړ نه کاوه. که به څوک ورسره مخامخ شو، يو متر لرې به ودرېد، لاس به يې پر سينه ونيو او په ډېر احترام به يې روغبړ کاوه. د خپل کور ور يې پښه ټېل واهه او که به کلپ و، نو لمن به يې له لاسه راتاو کړه او ور به يې خلاص کړ. د چا د لاس اوبه يې نه څښلې، آن د خپلې کورنۍ د غړو له لاسه. کله به يې اوتو کړي کالي پر ځان نه وو، ځکه چې له وينځلو وروسته به يې په يوه څادر کې کلک وتړل تر څو له نورو شيانو سره له لګېدو لرې وي. هغه به خپلې کوټې ته د کورنۍ د غړو په ګډون نور څوک نه ورپرېښودل. کله که به برقي راغی، د هغه پر چپرکټ د لګېدو په صورت کې به يې بې درېغه پوچې ورته وويلې…

دغسې ژوند له لېونتوبه کم نه دی او هغه کسان چې يې کوي، ډېر ملامت هم نه دي، ځکه دوی اصلا احتياط کوي او ځان له ستونزو ساتي، خو د دوی ستونزه له متوقعې ستونزه غټېږي او احتياط په لېونتوب او ناروغۍ بدلېږي.

په ژوند کې پر انسانانو دغه ډول تجربې لږې يا ډېرې تېرېږي. ځينې په کې مخکې ځي او غرقېږي، خو ځينې بيا متوجه کېږي او له ستونزې ځان وېستلای شي.

زه، د داسې چا په توګه چې د دغې ناروغۍ يوه دوره مې تېره کړې، په دې باور يم چې ښه علاج يې د اسلامي لارښوونو تعقيبول دي. اسلامي ټولنيزو لارښوونو کې، د دغې ناروغۍ علاج درې پړاوه لري: پاکوالی، اذکار او توکل.

پاکوالی اسلام کې ستايل شوی. د خدای رسول د پاکۍ ښه نمونه ده او د پاکوالي له پاره ډېرې لارښوونې شته؛ خو ژوند دومره پېچلی دی او مکروبونه دومره پراخ دي، چې يوازې احتياط ستونزه نه شي حلولای.

د سبا او ماښام اذکار د «مسلمان کلا» بلل کېږي. يعنې څوک چې دغه دوعاګانې لولي، له ستونزو او بلاوو داسې خوندي کېږي، لکه سړی چې په کلا کې له دوښمنه خوندي وي. دغه دوعاګانې ډېرې دي، خو يوه کې يې دغه الفاظ راځي: «د خدای د کلماتو په واسطه، له ټولو هغو څخه پناه غواړم چې خدای پيدا کړي».

ساينس اوس موږ ته ښکاره کوي چې څه چې موږ په خپلو سترګو وينو، تر دې ډېر څه غايب دي. ډېر مکروبونه او جراثيم په سترګو نه ليدل کېږي. موږ يوازې ستر مصيبتونه وينو، مګر اکثريت مو له سترګو چپ دي. خو دا هر څه خدای خلق کړي او د هغه په امر دي. د سبا و ماښام دوعاوو کې انسان له ستونزو، هغه چې ليدل کېږي او که نه، خوندي کېږي. دې کې د انسانانو، پېريو، حشرانو او نورو بلاوو له ستونزو سړی خوندي وي. دا د انسان د ساتنې له پاره اساسي دي.

دغه راز، توکل په اسلامي سيکالوژۍ کې ډېر مهم دی. انسان چې شپه و ورځ له ستونزو او بلاوو سره لاس او ګرېوان دی، له توکل پرته بله چاره نه لري. د ډاکټر مصطفی محمود خبره انسان په خپل بدن کې د مرګ او ژوند د جګړې شاهد دی. هره شېبه د انسان په وينه کې په مليونو حجرې له منځه ځي او مليونونه نورې راژوندۍ کېږي. انسان د مرګ او ژوند په مقابله کې ګير دی. لومړی ژوند زورور وي، خو په پای کې مرګ غالب شي. په دغه ډول حالت کې د توکل شتون انسان ته ډاډ ورکوي او ژوند کې آرامي راوستلای شي.

لنډه دا، چې د اندېښنې او «لېوني احتياط» د ستونزې د حل له پاره درې پړاوه اساسي دي. لومړی بايد انسان احتياط وکړي او خپله او شاوخوا پاکه وساتي. دويم، بايد ورځني اذکار، چې له هرې پټې او ښکاره بلا انسان ساتي، هېر نه کړي. او درېيم دا، چې د احتياط او اذکارو ترڅنګ، بايد پر خدای توکل ولري او پر دې ځان قانع کړي چې څه چې خدای ليکلي وي، د هغې مخه بل ځواک نه شي نيولای. دا د «لېوني احتياط» آسانه حل دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.