سيد اصغر هاشمي

د شعر او نظم توپیر او تړاو

پوهیالی سېد اصغر هاشمي

د شعر په هکله د پوهانو او عالمانو له خوا بېلابېل تعريفونه شوي دي، د شعر کلمه اصلاً عربي ده، چې د شعور د کلمې څخه مشتق شوې ده، چې معنايې پوهه او فهم دى.

افلاطون د شعر په هکله ويلي دي (زه ډېر ژر وپوهېدم، چې د شاعرانو د کلام تومنه پوهه نه ده، بلکې د دوى ويناوې او شعرونه د طبيعت د ځينو عواطفو، ذوق څخه رامنځته کېږي او وايي: شاعر په خپل اختيار شعر نه وايي او د هغه شعوري هڅه په هغه کې دخل نه لري، بلکې د شعر ښاپېرۍ دي، چې شاعر هرې خواته بيايي او څه چې خوښه يې وي هغه وايي.)

ارسطو شاعري الهام نه بولي، بلکې د انساني کوښښ پايله يې بولي، د افلاطون په وخت کې موذون کلام شعر بلل کېده، خو ارسطو وزن او قافيه د شاعر لپاره اړينه نه بولي او شاعري بايد اسانه او ساده وي، چې هرڅوک پرې پوه شي.

نامانوس کلمات بايد استعمال نه شي، تر ټولو مهمه داده، چې په شعر کې د تشبيه او استعارې څخه مرسته وغوښتل شي او همدارنګه ارسطو مبالغه، اغراق، غلو او افراطي ويناوې په شعر کې روا بولي، خو په دې شرط چې د هغې کارول په هنر سره وشي.

شعر هغه موزون کلام دى چې د مخيلاتو څخه مرکب وي او مخيلات هغه خيالي قضايا دي، چې نفس د انبساط او انقباط باعث ګرځي، شعور د طبيعت د جمال تصوير دى او هر هغه شى چې پر زړه تاثير کوي او په انسان کې تعجب، جوش، جذبه پيدا او تحريک کړي، هغه شعر دى، د پټو حقايقو ظاهري نقش او ښکاره صورت دى.

شعر هغه موزون کلام دى، چې د انسان پر احساساتو او عواطفو کې تحريک پيدا کړي او يا هم شعر هغه ساده وينا ده، چې احساسات او باطني هېجانات ورسره ګډ وي.

د پښتو ژبې لومړنى شاعر امير کروړ وه، پښتو شعر له همغه پيل نه د ژوند شعر وه او د پښتنو د ژوند بېلابېل اړخونه يې په کې منعکسېدل.

نظم کې د وزن اوقافيې په پام کې نيول يو له بنسټيزو شرطو څخه ګڼل کېږي، همدغه شرط دى، چې لارې تنګوي او د مطلب اسانه څرګندولو ته خنډونه جوړوي، خو دا هم کېدلاى شي د نظم او شعر ترمنځ هم لکه د نثر او نظم ترمنځ مناسبت ته ورته يو ډول اړيکې په ګوته شي.

لکه پورته مو، چې د شعر په اړوند بېلابېل تعريفونه ولوستل، شعر زموږ د احساساتو، عواطفو، غريزو او ارزښتناکو اړيکو څرګندونه ده او دا خو ټول هغه ټکي دي چې يوازې د تخيل د خزانې په صندوق کې پيدا کېږي او په شعر کې د شعريت پېغلې ته رنګين اميلونه ورپغاړې کوي.

په شعر کې بايد ډېره قوي او درنه معنا، هنر او ښکلا پرته وي، داسې محتوا چې له لوستلو سره يې لوستونکي په فکرونو کې ډوب شي او له ځانه سره داسې وانګيري چې ګواګې د ده د ژوند له يوې برخې سره اړخ لګوي.

پوهان وايي يو کلام که هرڅومره عالي مفکوره او انکار نه منونکى حقيقت بيان کړي، ډېر ښه وزن او قافيه هم ولري خو که شعريت په کې نه وي، يانې په شعري منطق نه وي ويل شوي او د تخيل عامل يې کمزورى وي نو هغه شعر نه، بلکې نظم دى.

نظم د بډاى تخيل په برکت د شعر ترکچې وده کوي او يوازې له دې برکت اخيستلو نه وروسته دغسې نظم ته شعر ويلاى شو، اما نه هر نظم ته، شعر کېداى شي منظوم يا ازاد وي، مګر د نظم ښکلا يوازې په منظوم والې کې ده، ځينې څېړونکي خو لا د لوړ تخيل لرونکي نثر هم د شعر په نامه يادوي، د بېلګې په توګه که يو چاته څوک ووايي چې (سړيه ګوره ته خپل د زړه ټولې خبرې ماته بې تشويشه وکړه او زه به کوښښ وکړم چې بل چاته يې ونه وايم) دا يو ساده نثر دى مګر که همدغه شى په دې ډول بيان کړو چې (که ته ماته د خپل زړه ورپرانېزې او د هغه غوټې راته وسپړي نو په دې پوه شه چې زما سينه د رازونو يوه داسې ضد وقچه ده چې اووه قلفه او اووه مهرونه ورباندې لګېدلى دى) دا ځل کولاى شو چې نوموړى بيان منثور شعر وبولو.
د الفت صاحب نثري کلياتو کې ډېر داسې مثالونه شته، چې منثور شعر ورته ويلى شو.

(روهي ، د شعر پېژندنې، ٦٥) وايي: د يونان فيلسوف ارسطو نه رانيولې تر نن ورځې پورې عام تصور دادى چې هر نظم شعر نه بلل کېږي، ځکه د شعر اصلي جوهر خيال دى، نو که په نظم کې ذهني انځور او خيال نه وي، دشعر حکم ورباندې نه شي کېداى. د منطق پوهانو په نظر، شعرمخيل کلام دى، وزن او قافيه يې لوازم دى، د دغې مفکورې پر بنسټ ځينو شاعرانو له وزن او قافيې څخه سترګې پټې کړې او داسې شعرونه يې وويل: چې ميترک (تقريباً بيا عروضي) وزنونه او قافيې يې نه درلودل.
ټول (شاعران)شاعران نه دي، ځينې له وزن او قافيې څخه يو اسکليټ تياروي، ځينې بدن انځوروي، ځينې انځور په حرکت راولي او ځينې همدغه حرکت ته معنا او مفهوم وراغوندي او د همېشه توب ټاپه ورباندې لګوي.

په دې ترڅ کې د دغو شاعرانو ډلې ته يو مست لېونى شاعر ورګډېږي.

هغوى ټول په جذبه راولي، طغيان ته يې لمسوي، د ده خبرې عادي نه دي، خوږې دي، خو بې مفهومه غوندې ښکاري.
هر ناظم ته شاعر نه يو ويلاى، خو هر شاعر ته د ضرورت په وخت کې ناظم ويلاى شو.

(هاشمي صاحب) وايي: (د نظم اصطلاح معمولاً د شعر مترادفه، يا له هغې سره په يوه مانا استعمالېږي، حال دا چې ترمنځ يې جوت او ښکاره توپېر شته او هغه دا چې: شعر موذونه او تخيل لرونکي وينا ده او نظم موزونه قافيه لرونکې وينا ته وايي په دې حساب موږ په خپل پښتو او درې ادب کې ډېرې داسې منظومې لرو چې شعر نه دى او يوازې نظم يې ګڼلى شو، لکه ځينې ديني، طبيعي او تاريخي منظوم اثار چې ناظمانو نظم کړي، خود شعريت يا تخيل څرک په کې نه لېدل کېږي، يوازې وزن او قافيه لري نو په دې اساس ويلاى شو چې هره قافيه لرونکې وينا شعر نه شو بللى او لکه چې دمخه مو يادونه وکړه د شعر لپاره شعريت يا تخيل بنسټيز توکى دى.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.