بندې طالب او بندې عسکر«رښتينې کيسه»

مبارز افغان کټوازی

په هلمند کې طالبانو یو تازه دمی زخمې عسکر نیولی وو سترګې یې ورتړلې وې، مرکز ته یی بوت سترګې تړلی او لاس تر شا تړلې عسکر یې بل طالب ته وسپاره چه تر څو یی تداوي کړي.

طالب هغه عسکر خاص ځای ته د تداوې لپاره یووړ

کله چه یې سترګې ورخلاصې کړې څه ګورې چه زخمې عسکر خو هغه عسکر وو چه همدا طالب چه څه وخت مخکې کابل کې بندی وو په ریاست هفتاد کې سخت ځورولی وو طالب او عسکره سره وپیژندل.

د طالب سترګې اوښلني شوې او زخمې عسکر ته یی وویل چه عسکر جانه په زړه د دي ماته د په هفتاد ریاست کې چه بندی وم څومره سخته شکنجه راکوله ستاسو د شکنجو له لاسه زما ټول بدن لا تر اوسه د شکنجو شاهد ده خو زه تاته چه زموژ بندی یی د تدواې بندوبست کوم او بیرته د کور د دروازې پورې په خیر رسوم ان شاءالله

عسکر سخت خجل شو په ژړا شو او طالب ته یی وویل چه طالب جانه که چیرته مې لاس تړلې نه وای همدا اوس مې له ډیره خجالته ځان وژنه کوله طالب جانه که ځمکه ځای راکړې هم به پرې ننوځم.

طالب جانه زه مې ګوډاګې مشرانو د وطن او ناموس ته خدمت په تش نامه غولولی وم او ته یې راته پنجابی معرفې کړی وې کاش زه په حقیقت پوه وای طالب جانه ستا پښو ته پریوځم ما وبښه کاش مرګ راغلی وای او زه یی اخیستی وای ما خو تاسو غلامان بللی خو حقیقت داسې نه ده موژ غلامان نه بلکه تر کفارو هم سرسخته مخالفین وو.

طالب جانه ما وبښه!!!!

د طالب او عسکر دواړو په مخ د اوښکو سېلابونه روان وو داسې یی کلک په غیژ کې سره نیولې وو لکه چا چه د سلو کلو ورک خوژ ورور پیدا شوی وي.

عسکر یی تدواې کړ له څه مودې بعد یې کورته پخیر ورساوه.

مور ته یې وسپاره

دعسکر مور چه طالب ته له مننې کولو څه وویل زه یی دلته نشم ژړا لیکلای……



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.