غزل/ خالقيار احمدزی

خالق یار احمدزی

په خوږه،خوږه خندا را باندې ګران شوې
لږ راغاړې وزه چې بیا راباندې ګران شوې

د اغزیو سره مینه کې عادت شوم
د ګلاب د ګل ښكلا را باندې ګران شوې

مجاهده د لوړ عزم نمونه شوې
کړه دې ماته امریکا راباندې ګران شوې

دوی تسلیم تا لاسنګر پریښی ندی
ویښ ضمیر دې ده آشنا راباندې ګران شوې

خیر پراته دې وي دستارباندې ګردونه
بیا دي زیري د غزا راباندې ګران شوې

ښکیلاګر دي بیا د کفر اسلام جنك دی
په نړۍ کې شول رسوا را باندې ګران شوې

ستا یادونه تصور کې را ته راشي
خالقیاره کړم ژړا راباندې ګران شوې



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.