په ژورنالېزم کې زاړه چوکاټونه!

سردارشفق

یو وخت داسې هم وو چې دتلویزیونونو او راډیوګانو ځینو مشهور خبریلانو به په یو ځانګړي چوکاټ کې خبریالي کوله او له هغه چوکاټه به یې پښې نه اړولې که کوم بل خبریال به په کوم بل چوکاټ کې ریپوټ جوړ کړ دوی به خپله هم پسې ویل چې په کار نه پوهیږي او نور خلکو ته به یې هم ټیټ ورپېژانده دغه کسان اوس هم د خپل تېر شهرت په اساس په ټولنه کې ځانونه تر نورو خبریلانو لوړ بولي او فکر کوي چې له لوړو رسنیو سره یې کار کړی دی، کافي تجربه لري، او تر نورو تکړه دي، خو په حقیقت کې داسې نده، ځکه دوی تر ننه هم په همغو زاړو چوکاټونو کې ریپوټونه جوړوي او له هغه چوکاټه پښې اړول ورته صفا کفر ښکاري.

سردار شقق

سردار شقق

دوی چې ډېره مهمه موضوع هم ریپوټ کوي، په همغه زاړه چوکاټ کې څو سولیدلي کلمې او جملې سره وروسته مخ ته کړي، یو درې پوښتنې لیډ کې ځواب کړي لږه موضوع تشریح کړي او له تېرې پېښې سره بګراونډ ورکړي چې دا ریپوټ نه په چا اغېز کوي او نه هم اوریدونکي او لیدونکي تر پایه له ځان سره ساتلی شي. بعضې خو داسې هم پکې دي چې په غونډه کې دراټولو شویو کسان حاضري اخلي. مثلاً دوی هر د پرانیستې ریپوټ داسې جوړوي(( نن چهارشنبه په خوست کې یو لوی پارک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، په هغه غونډه کې چې نن نیول شوي وه پکې د خوست والي، دخوست ښاروال، دوالي ویاند، دګمرک ریس، دپنځمې امنیتي پوستې قوماندان، دفلانۍ ولسوالۍ ولسوال، د فلاني ښوونځي مدیر، دملکي روغتون د امبولانس تکړه ډریور، مدني فعلانو، قومي مشرانو، ژورنالېستانو، دیني علماوو، او داسې نورو برخه اخیستي وه غونډه دسهار په نهو بجو او شپاړسو دقیقو د ګل خان لخوا د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه وروسته پرانیستونکي وینا والي وکړه……..)) بس ټول ریپوټونه همداسې جوړوي تیار یې یو چوکاټ جوړ کړی وي خالي د چارواکو نومونه وربدلوي موضوع ته له نوي زاویې څخه نه ورځي، زاړې او سولیدلي جملې پکې وروسته مخ ته کوي او همدارنګه ځینې تیارې ځواب شوي پوښتنې هم پکې ځوابوي مثلاً غونډ د فلاني لخوا د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه.

پدې خو اوس هر څوک پوهیږي چې غونډه خو خامخا د قران کریم په ایتونو پیل شویده. په دغه ستونزه کې زیاتره هغه خبریالان ښکېل دي چې تر ډېره یې له دولتي رسنیوسره کار کړی وي او یا اوس هم ورسره کوي. خو داسې هم نده چې یو له مخې ټول داسې دي بعضې یې ښه تکړه دي او نور خبریلان ترې زده کړه کوي. نن سبا زاړو چوکاټونو خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی او پر ځای یې نویو چوکاټونو ارزښت موندلی دی. زموږ زیاتره ځوان ژورنالېستان بیا دغه ستونزه نلري هغوی په نویو او داسې چوکاټونو کې ریپور ټینګ کوي چې هم موضوع ته له یوې نویې زاویې څخه ورځي او هم سولیدلي او زاړې کلمې او جملې نه استعمالوي. کله چې زه خپله له ننګراهاره د زبیح الله عازي ریپوټ اورم که له هغې مسلې ښه خبر هم وو خو د ده ریپوټ مې دې ته اړ باسي چې تر پایه یې واورم ځکه ریپوټ یې مقناطیسي خاصیت لري دی ډېر وخت یوې عادي موضوع ته هم له نویې زاویې څخه ورځي همدارنګه هر وخت نوي کلمې او جملې استعمالوي چې د ده دغه ځانګړنې هر اوریدونکی او لیدونکی دې ته مجبوروي چې تر پایه ورسره پاتې شي.

همدارنګه که تاسې د یوسف خان ځدراڼ، ګل رخیم نیازمن، صفي الله ستانکزي، ریپوټونه تعقیب کړي وي هغوی هم له نویوو چوکاټونو څخه استفاده کوي.د زاړو چوکاټونو څو لویې ستونزې دا دي چې خبریال کمزوری معرفي کوي، ریپوټ یې هېڅ اغېز نلري، اوریدونکي او لیدونکي تر پایه له ځان سره نشي ساتلی، همدارنګه خبریال هم ورسره تمبل اموخته کیږي ځکه یو زوړ چوکاټ یې جوړ کړی وي په همغه چوکاټ کې خالي وخت ، ځای، او دچارواکو نومونه وربدلوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.