شیعه ملیشې: د حسین انتقام به په موصل کې اخلو

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۳مه ۱۳۹۵ل): له څو میاشتو راهیسي د عراق حکومت او د ایران ملاتړي شیعه ملیشې د امریکایانو په ملتیا د اسلامي دولت ډلي څخه د موصل ښار د بیا نیولو لپاره چمتوالی نیسي.

د عصایب اهل الحق په نامه د شیعه ملیشو مشر «قیس الخزعلي» په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د موصل ښار د بیا نیولو جګړه به د حضرت حسین رضي الله تعالی عنه دشهادت د انتقام جګړه وي، ځکه چې د نوموړي په وینا د موصل خلک د هغه وخت د نیکونو لمسیان دي.

د الجزیره تلویزون د راپور سره سم په عراق کې شیعه ملیشې د مذهب او تعصب پر اساس پر سني سیمو جګړه کوي او هلته د ولسي وګړو سره هم د جنګيالیو په څېر تعامل کوي.

د روان کال په مئې میاشت کې چې کله د عراق حکومت پر سني میشتي فلوجه سیمي برید لپاره چمتوالی نیوی، د ابو الفضل عباس په نامه ملیشې مشر ویلي وه، « فلوجه د کال ۲۰۱۴ څخه تر اوسه د تروریزم سرچینه ده، په دغه ښار کې هیڅ د سړي زوی قومي مشر نشته، نه په هیواد مین څوک لري او نه هم په مذهب باندي ټینګ ایمانداره کس په کښي سته».

نوموړي د خپل اتباعو په منځ کې ویلي وه چې د فلوجې جګړه د سرطاني ورم څخه د عراق او اسلام د خلاصون جګړه ده، زمونږ لپاره دا لوی اعزاز دی چې په دغه سي یو جګړه کې برخه اخلو، ځکه نو باید مونږ تر نورو قواو ګړندي اوسو.

د الجزیری د راپور سره سم شیعه ملیشو په سني میشتو سیمو کې هیڅ انساني حقوق نه دي مراعت کړي او د مذهب پر اساس یې قتل، شکنجه، د کورونو نړول او د شتمنیو لوټل کړي دي.

د شنونکو په نظر د اسلامي دولت ډله (داعش) هم د شیعه ګانو پر خلاف د سخت دریځ څخه کار اخلي او له یوه مخي د شیعه ګانو مرګ روا بولي. خو فرق دومره دی چې د سني مسلمانانو په وژنه کې د شیعه ګانو د سخت دریځو ملیشو او عراقي حکومت ملاتړ ایران، امریکا او غربي حکومتونه کوي له کومه چې داعش ډله بې برخي ده.

بلخوا د ملګرو ملتونو بشري ادارو ویلي چې د موصل ښار په جګړه کې به تر یوه ملیون زیات عراقیان هجرت ته اړ شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.