افغانستان او هند د کابل پر سیند د څو پروژو پیلولو باندې خبرې کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۳مه ۱۳۹۵ل): ټایمز اف انډيا هندۍ ورځپاڼې د راپور له مخې افغانستان او هند غواړي چې د کابل پر سیند باندې څو پروژې پیل کړي.

کابل سیند نېږدې ۲۳ملیونه ځمکه خړوبوي او هند افغانستان دې ته هڅوي چې پر دغه سیند پروژې پیل شي څو پاکستان ته د اوبو د ورتګ لاره ونېول شي.

یوه هندي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې پاکستان له افغانستان سره په دې اړه هېڅ تړون نه لري او د ختیځو سیندونو (کونړ، کابل، چترال ) چې د افغانستان څخه پاکستان ته ځي د نړیوال قانون د اصولو له مخې کنترولیږي.

د ورځپاڼې له مخې دواړه لوري اوس په دغه مسئله خبرې کوي او د ځېنو ځانګړو پروژو په اړه دواړو لورو سفرونه هم کړي دي.

افغان چارواکي وايي چې د کرنې سم نظام رامنځته کولو سره د افغانستان اقتصادي رشد کولای شي او ورسره «توندلاري» هم له منځته تللی شي.

که پر دغو بندونو ډيمونه ورغول شي پاکستان چې په دې اوبو د نړیوال قانون له مخې لږ حق لري، به دې ته مجبور وي چې له افغانستان برېښنا په پیسو اخلي.

تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د کابل پر سیند ۱۲ بندونه جوړیږي چې نېږدې ۱۲۰۰ میګاواټه برېښنا به تولید کړي.

راپورونو کې ویل شوي وو چې هندي انجنیرانو د کابل پر سیند د ۱۲ بندونو لومړنۍ سروې او د جوړیدو امکانات ارزولي تر داوطلبۍ وروسته به د نړیوال بانک ۷.۰۷۹ میلیارده ډالر مرستې ورغول شي.

دې نیوز پاکستانۍ ورځپاڼې هغه مهال په یوه راپور کې لیکلي وو چې چې د حیرانتیا ځای دادی
چې د پاکستان حکومت په دې کې ناکام شوی چې کابل په سیند د کالاباغ منډوا بندونه جوړ کړي. د ورځپاڼې په باور د دغو بندونو نه جوړیدل د افغانستان په وړاندې د پاکستان د اوبو غوښتنو قضیه كمزورې کړې ده. که دغه بندونه جوړ شي نو په پاکستان به ډيرې اوبه بندې شي او له همدې کبله دغه هېواد دغو بندونو ډیر اندېښمن کړی دي.

اوسمهال افغانستان او پاکستان نهه ګډ سیندونه لري چې د کال ۱۸.۳ میلیونه جریبه ځمکه خړوبوي او د دې له منځه یواځې د کابل سیند ۱۶.۵ میلیونه جریبه ځمکه خړوبوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.