د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۱)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

داچي نراوښځه دواړه بشر دي، خو بل لور ته الله جل جلاله په دواړو کي داسي صلاحيتونه ايښي دي چي هېښونکي دي، د نر ژوند بېله ښځې غير مکمل دئ او همدارنګه د ښځې ژوند بېله نارينه څخه بشپړ نه دئ، دواړه يو د بله د ژوند په هره برخه کي يو د بله سره اړتيا لري،په اسلام کي هم د نر او ښځې تر منځ توپير له ورايه جوتيږي، داچي د نر او ښځي په جسماني، روحاني او نفسياتي جوړښت کي څومرې توپير شتون لري ؟ ساينس پوهانو پر دې باندي څېړنې کړيدي، چي موږ به انشاء الله پر هر څه باندي رڼا واچوو، له دې څخه علاوه به نر او ښځه په اسلام کي هم پر تله کړو.

په ساينس کي د نراو د ښځي تر منځ توپيرونه:

۱: نر په عمومي او اوسط ډول سره قوي، د لوړ قامت څښتن او د ښه جسم خاوند وي.

۲:د ښځي اندامونه نازک، پاسته، نرم او طبعيت ئې هم پوست وي.

۳: د نارينه اواز تل زيږ او پنډ وي.

۴: د ښځي اواز باريک او نرم وي.

۵: د ښځي هډوکي نسبت و نر ته کمزوري او نرم دي.

۶: د نر هډوکي کلک ، مضبوط او سخت دي.

۷: د ښځي جسماني نشو او نما نسبت و نر ته زياته ده او په تيزۍ سره صورت نيسي.

۸: ښځه نسبت و نر ته ژر و بلوغ ته رسيږي، له همدې کبله د ښځي مقاومت د ناروغيو په مقابل کي نسبت و نر ته زيات دئ.

۹: د ښځي قوت نسبت و نر ته ژر ختميږي، يعني نر چي په ۴۰ کلنۍ کي کوم توان لري ښځه هغه توان په ۴۰ کلنۍ کي نلري.

۱۰: د نر سږي(Lungs) د ښځي تر سږو زيات ظرفيت او ګنجايش لري.

۱۱: په عموي ډول سره د ښځي دماغ د نر تر دماغ ۱۰ ګرامه کم دئ.

۱۲: د نر په بدن کي (۵۰۰۰۰۰) پنځه لکه سره کرويات(Red Blood Cells) دي.

۱۳: د ښځي په بدن کي (۴۵۰۰۰۰) څلور لکه پنځوس زره سره کرويات (Red Blood Cells)دي.

۱۴: نر د خپل مزاج او طبعيت له کبله سخت مزاجه، غصه او قهر کونکی او جګړه مار وي.

۱۵: ښځه د خپل فطري جوړښت له کبله نرمه او له جګړې او جنجال څخه تښتي،ښځه تل د صلح او د تفاهم لاره خپلوي- چي دا کړنلاره تل په هر کور کي ليدل کيږي، که پلار اولاد وهي خو بل لور ته ئې مور بيا نازوي او د پخلاکېدو تکل ئې کوي.

۱۶: نر په کورني ژوند کي تل د خپلو بچو، کور او مېرمنې حمايت کوي ددوي لپاره ټول تکليفونه ګالي او دوي هوسا کوي.

۱۷: ښځه بيا تل ځان تر هر چا قربانوي، له خپلو ماشومانو، خاوند او کور او متاع سره مينه لري او مينه ورسره ساتي.

۱۸: نر د جنسي طاقت له پلوه د ښکاري درجه لري، په نر کي دا جذبه شتون لري لکه يو دهقان چي ډېره مځکه کري او حاصل ورڅخه اخلي.

۱۹: ښځه بيا محتاطه ده، پرده لري حياء لري، ښځه تل د هغه چا په واک کي ځان بولي چي له دې سره يې د ژوند تړون (نکاح) کړې وي، په جنسي طاقت کي د صبر او حوصلې څښتنه ده.

۲۰: ښځه په فطري ډول سره عفت او پاکدامني لري.

نور بیا…



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.