املاء څه ته وايي؟

بن امین کریمی

املا په لغت کی مهلت ورکولو او ډکولو ته وایی.

په ادبی اصطلاح کی خپلي خبري یا د بل خبري په صحیح ډول لیکلو ته املا وایی.

که څوک له ځانه څه نسی لیکلای مګر د بل لیک له مخی یی نقل کولای سی دې ته املا نه وایی
د املا خاوند باید دا لاندی ټکي په نظر کی ونیسی

1: څه چی لیکۍ باید د صحیح تلفظ له مخي یی ولیکۍ او په غلط تلفظ پسی ولاړ نسۍ.
په هره ژبه کی د عوامو تلفظ او صحیح تلفظ تر منځ یو څه فرق وی.

ځینی الفاظ سته چی په لیکلو کی یو راز او په ویلو کی بل راز وی. لکه په دری ژبه کی (او) ویل کیږی او آب لیکل کیږی. په پښتو کی هم (الک) ویل کیږی مګر هلک لیکل کیږی

2: د الفاظو په لیکلو کی د ګرامر (صرف’نحو) مراعات ډېر پکار دی.

ځیني جملې په وینا کی دومره لنډي وی چی د یوې کلمې ته ورته وي. لکه (څیکې) چی باید د ګرامر له مخي (څه یی کوې) ولیکل سی

3: دوه بیلي کلمې به یو له بله په لیکلو کی نه نښلوو لکه (ټول سړي) (لوی کور) باید داسی و نه لیکو (ټولسړي) (لویکور).

همدا شان د هغه کلمې چی باید یو ځای لیکل کیږی باید یو د بل څخه بیلې نه کړوو.

5: د کلماتو په لیکلو کی دا مراعات هم ضروري دی چی یوه کلمه د یوې بلې کلمې په شان ونه لیکو او څومره چی کیدای سی د التباس او اشتباه مخه ونیسو.

مثلا (پوښتنه) د تپوس په معنا. او (پښتنه) د پښتنې میرمني په معنا. د داسی کلمو تر منځ باید فرق وی.

6: په پښتو ژبه کښي موږ پنځه ډوله (ی) لروو.

لکه (ی) (ي) (ۍ) (ې) (ئ) چی هره یوه یی خپل ځان ته د استعمال لپاره مناسب وخت او ځای لري.

د یوې (ی) په تغیر ورکولو سره بشپړه کلمه تغیر خوري.

7: اکثر خلګ د (ف) او (پ) تر منځ توپیر نشی کولای.

لکه. (فرض) ته (پرض) وایی…



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.