ډاکټر عبدالله سعودي ته په رسمي سفر ځي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۴مه ۱۳۹۵ل): ټاکل شوې چې د رواني اونۍ پر دوشنبه اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د یوه لوړ رتبه پلاوي په مشري د سعودي پلازمیني ریاض ته سفر وکړي.

د نوموړي ویاند جاوید فیصل رسنیو ته ویلي چې ډاکټرعبدالله سفر به درې ورځي دوام وکړي، چې په دغه سفر کې به د امنیت او سولي د ټینګښت په چارو کې ، تعلیم او تربیه په برخه کې، لوړو زده کړو، حج او اوقافو، قضايي چارو او تجارتي برخو کې به د سعودي مرسته وغواړي.

نوموړي ویلي چې په دغه سفر کې به د اجرائیه رئیس سره ۷ وزیران، د سولي د شورا مرستیال، د علماو د شورا مشر او یو شمېر ملي سوداګر هم ملګري وي.

ویل کیږي چې د نوموړي سره به په دغه سفر کې د بلخ سرپرست والي عطا نور هم ملګری وي.

جاوید فیصل ویلي چې ډاکټر عبدالله به په دغه سفر کې د هغو افغانانو په اړه هم بحث وکړي کوم چې سعودي ته په پاکستاني پاسپورټونو تللی، تر څو د هغوی اسناد افغاني پاسپورټونو ته واړول شي.

نوموړي ویلي چې د سعودي له سفر وروسته به اجرائیه رئیس پاکستان ته سفر وکړي.

په پاکستان کې به د نواز شریف سره وویني او د هغوی څخه به د تروریزم پر ضد د مبارزې، د افغان مهاجرینو د بیا راستنېدلو او نورو اړوندو موضوعاتو خبري وکړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.