چارواکي: د طالبانو له زندانه ۳۵ بندیان را خوشي شول

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۴مه ۱۳۹۵ل): د غزني ولایت چارواکي ادعا کوي چې د ګیرو په ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې دطالبانو له منګولو ۳۵ بندیان را خوشي کړي دي.
ددغه ولایت امنیه قومندان جنرال امین الله امرخېل رسنیو ته ویلي چې د طالبانو زندان د ګیرو ولسوالۍ او پکتیکا ولایت تر منځ د ناني غونډ په سیمه کې جوړ وو.

نوموړي ویلي چې پولیس وتوانېدل چې د طالبانو په منځ کې د نفوذي کسانو په مرسته دغه زندان مات کړي.

امیرخېل ویلي چې طالبانو دغه بندیان د دولت سره د همکاري او همداسي د نورو جرمونو له امله نیولي وه، او زیاته کړې چې را خلاص شوي بندیان د غزني، پکتیکا او لوګر ولایت څخه وه.

نوموړي ویلي چې اوس هم په سیمه کې د طالبانو پر ضد نور عملیات روان دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د زندان خبر په کلکه رد کړی او ویلي چې دوی دلته نه کوم زندان درلود او نه یې هم ملکي وګړي نیولي دي.

نوموړي وویل چې د همدې ولایت د ده یک ولسوالۍ په «لغوات» سیمه کې یې د اربکیانو دوه پوستې نیولي دي.
او زیاته کړې چې د یادي ولسوالۍ په یوه بله سیمه کې د دولتي ځواکونو دوه عرادې ټانګونه د هشتادو په مټ وویشتل او له منځ یې یوړول.

مجاهد ویلي چې د «تاسن» په نامه سیمه کې د دولتي ځواکونو ۳ ټانګونه په ماینونو والوتل چې له امله یې ۱۰ تنه عسکر مړه او ۱۲ ټپيان شول. نوموړي په دغه جګړو کې خپل تلفات صفر وښودل.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.