پلچرخي زندان کې د عبدالصمد په نامه بندي د بند مدت پوره شوی خو لا بندي دی، ځکه یې خپله خوله ګنډلې

د نه خوشې کېدو له امله یوه بندي په اعتصاب لاس پوری کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۴مه ۱۳۹۵ل): په پلچرخي زندان کې یوه بندي خپله خوله احتجاجا ګنډلې ده.

دغه بندي چې عبدالصمد نومیږي، د مخدره توکو د قاچاق په تور په ۱۶ کاله بند محکوم شوی وو.

نوموړی وایی چې قانوني سزا يې له تېر یو نیم کال راهیسي پوره شوې خو بیا هم نه خوشي کیږي.

او زیاتوي چې له تېر یو نیم کال راهیسي راته د زندان چارواکي د نن او سبا وعده راکوي، خو هر ځل ددوی وعدې درواغ ختلې.

نوموړي ددې تر مخه هم یو ځل خپله خوله ګنډلې وه او بیا د چارواکو له لوري د خوشي کېدو وعده ورکړه شوې وه خو تر اوسه عملي شوې نه ده.

عبدالصمد وایی چې دا ځل به تر هغو خپله خوله خلاصه نه کړم تر څو چې مې برخلیک نه وي معلوم شوی.

باید وویل شي چې په بګرام او پلچرخي زندان کې په سلګونو داسي بندیان شته چې خپلي قانوني سزاګاني یې پوره کړي خو بیا هم په زندان کې ساتل کیږي او د نامعلوم برخلیک سره مخ دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.