داسی څوک شته!!!؟؟

پوهنوال دکتور محمد یوسف سلیم

 په تیرو څو لسیزو کی د بهرنیانو پرله پسی لاسوهنواو د افغانانو خپلمنځي جنګونو اولس په ژوره توګه په خپلو کی ویشلی دی. دیو کور دننه یو ورور بل ورور وژلی دی او مور یی د دواړو زامنو او دهغوی د کونډو او یتیمانو غم ته کښینولی ده. په کلی کی دننه یو کلیوال د بهرنیو سره یو ځای د بل کلیوال په کور ننوتی دی. دسپین ګیری پلار او سپین سری مور په مخکی یی د هغوی زلمی زامن وژلی دی. اوس یی د کونډو او یتیمانو د پاللو څوک نشته. په ښار کی انتحاری په بازار او د خلکو په ګڼه ګوڼی کی په سلهاو داسی کسان وژلی دی چی نه یی دی پیژنی او نه وژل شوی کسانو پخپلو کی سره پیژندل. دمختلفو ځایونو او قومونوپه سلهاو کورنۍ یی د غم په ټغر کښینولی دی.دملی اردو په پوسته کی يو عسکر په پوره ناځوانۍ او بی ایمانۍ خپل نور ملګري وژلي دی او اوس یی څوک د بوډا پلرونو، بورو میندو، کونډو او یتیمانو د پوښتنی نشته. په لویو لارو له بسونو او موټرو ځوانان کوز شویدی اوبیله پوښتنی وژل شوی دی. هره ورځ د هیواد په هر ګوټ کی په سلهاو افغانان له دواړو خواو په خپلو وینو لمبیږی. داسی ښکاری چی پدی اولس کی خلکدیو بل وینو ته تږي او یو د بل په مریو له ویستلو چړو سره ناست دی. بوري، کونډی، یتیمان او معیوبین مو د نفوس لویه برخه جوړوی.

سیاسی احزاب ددی په ځای چی د افغانستان او ټول اولس د ګټو لپاره کار وکړي د بیلو بیلو قومونو، ګاونډیوملکونو او په سیمه او نړۍ کی د نورو هیوادونو د ګټو خبری کوې. د دولت او حکومت دننه ګوندونه یو د بل پښې وهي او حکومت یی عملاً فلجکړی دی. د دولت دی بیوسۍ میدان بهرنیانو، زمونږ ګاونډیانو او دسیمی د ملکونو لوبو ته خالي پریښې دی. داسی څوک شته چی دتیرو خونړیو لسیزو یو مهم درس دی سیاسی او جنګي ډلو ته ورسوی چی د پوځ او ټوپک په وسیله او د پردیو په زور د کلو او ښارونو په نیولو څوک په اولس حکومت نشی کولی. یا به یو بل زغمۍ، یا به دیو بل وژلو ته بهرنیان راغواړۍ.

پخپلو منځو کی په جنګ اخته اولسونه خپلی شریکی ګټی نشی پیژندلیاودهغوی د لاسته راوړلو لپاره فکر او ګډ اقدامنشی کولی.تاریخ پدی ګواه دی چی بی اتفاقه اولسونه کمزوري شوی دې او کمزوري اولسونه او ملکونه په مرګ محکوم دي. داسی څوک شته چی ملت له دی ډله ایزه مرګه او ذلته وژغوري. دا ویشلی اولس په یوه لاره روان کړی او لدی خورو ورو پرګنو یو داسی لوی قوت جوړ کړې چی هره برخه یی د بلی ملاتړه وي. داسی یو قوت چی د اسیا زړه ته نوی وینه ورکړی او د قدرت دا تشه چی ټوله اسیا یی له درده کړیږی ډکه کړی.

د افغانستان د اوسنیو جنګونو تر ټولو لوی قرباني د خلکو تر منځ متقابل اعتماد دی. په ملک کی لویه بی اعتمادی خوره ده. خلک پر یو بل او په دولت اعتماد نلری. سیاستوال او مشران پر یو بل بی اعتماده دی. سیاسی ګوندونه پر یو بل اعتماد نکوي. قومونه پر یو بل بی اعتماده شوی دی. داسی څوک شته چی د خلکو او دولت او د ورونو قومونو تر منځ دا مړ اعتماد بیرته راژوندی کړی.

هیواد اواولس د تاریخ پدی مرحله کی د دوزخ د دروازو څارونکو پرښتو ته ضرورت نلري کوم چی ډلی ډلی خلک دجهنم کنډو ته ټیل وهی. ملت د ژغورنی او نجات هغو پرښتو ته سترګی په لاره دی چی د اختلافاتو پدی ژورو زخمونو د رحمت ملهم کیږدې. د رحمت داسی پرښتې چی په مخالفو جبهو کی د دوو وژل شوو ورونو یتیمان د خوږو ورونو په څیر رانږدی کړی. په وطن کی د مخالفو جنګې جبهو د لارویانو او پلویانو د غچ په اور د رحمت او بخښنی سړی اوبه تویی کړی. ماشوم انتحاری دعلم او پوهی پداسی جامه سنبال کړي چی په راتلونکی کی د ټول اولس په زخمونو ملهم کیږدی. سیاسی ګوندونه سره داسی نږدی کړی چی هغوی د یو خپلواک، مقتدر او سوکاله افغانستان په ګټو کی د خپل قوم او توکم ګټی ووینی. او دولت دیته متوجه کړی چی خلکو ته خدمت ددوی د ټینګښت او بقا یوازینی عامل دی.

د ژغورنی او نجات د داسی یوی پرښتی د راتلو په امید

 

په درنښت

پوهنوال دکتور محمد یوسف سلیم

 



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

یوه تبصره

  1. هوکې پو هنوال صاحب : داسې څه شته چې دغه ویشلي سره راټوله وي دغه تربګنی له منځه وړی ، وژنه بې آمني په سوکالي أمن او ورور ولی بدلوی، حزبونه ، ګوندونه او خوځښتونه یو اویولاس کوی، قومونه سمتونه او ژبني توپیرونه په یوه واحد او سپیڅلی انساني یونیفارم او ټولی کښې سره یو کوي، کرکه نفرت په مینه او ریښتوني تمایل بدلوي، له پردیو څخه ورور جوړه وي، د هر پردي یرغلګر له استعما ر څخه نجات ورکوي، دفقر او بې وزلي مخنیوی کوی دکونډو ، یتیمانو سر پرستي کوي، دمشرانو قدر او په کشرانو رحم کوي، جاهل ته دعلم درس ورکوي، په مجموعه کښې ټولنه دهوسا اوبختور ژوند څخه برخمنده کوي، او دغه یواځې دعوا هم نده بلکه عملې بلګې ئې دانسانیت په تاریخ کښې له لمر څخه هم روښانه دی،…. خو داسې څوک شته چې دغه نظام ته غاړه کیږدي؟ داسې څوک شته چې دځاني خواهشاتو اوځاني ګټو په مقابل کښې دغه سمون غوره کړی، داسې څوک شته چې د دغه نظام په مقابل کښې په ناخوالو او وحشت بناء قوانین پریږدي، داسې څوک شته چې دغه سر تاسري قانون دځان لپاره لائحه عمل وګرځوي، داسې څوک شته چې دغه سپیځلی په عدالت بناء قانون عملا پیاده کړي، که داسې څوک وي او دغه کړنې ترسره کولی شي نو پوهنوال صاحب ستا واړه غوښتنې به عملا ترسره شي او واړه سوالونوته به دي ځواب ومومې ،او که تمنا دې همدغه وی او کړنه دې دبل قانون او تګ لارې وي نو دا محال دی، نن همدغه لامل دی چې ستا غوښتنې منفي دي او بې له دغه څخه به همداسې منفي او نیګړې وی، دهغه نظام په هیله او انتظار چې دغه واړه غوښتنې اوپوښتنې عملا پکښې نغښتې وي ،

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.