بې له توري چاره نسته پر جهان

ملا زوی

شيخ الاسلام ابن تيميه طيب الله ثراه وايي: د اسلام سپېڅلی دين هله پياوړی کېدلای او قايمېدلای سي چي توره د کتاب تابع وي، نو کله چي د کتاب(قرآن) او نبوي سنتو په اړه علم او پوهه ښه تشعشع وکړي، وغوړيږي او هره خوا خپور سي او توره د دغه کتاب او سنتو تابع وي اسلام به هم قايم او په هر ډګر کي بريالی او نافذ وي. ځکه نو د دين(اواسلامي ټولنواو مسلمانانو) برياليتوب او عزت، غښتلتوب او نجات په لارښوونکي کتاب باندي په عمل کولو او له نصرت راوړونکي توري څخه په کار اخيستلو کي دی.

د لوی څښتن سبحانه وينا ده:

﴿ وَكَفَى بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا (31) ﴾[الفرقان : ٢٥ : ٣١].

ژباړه: ای مومنه! پوه سه چي حق تل بريالی دی او ته هم يوازي او بې ملاتړي نه يې او ستا پالونکی رب ستا پر دښمنانو باندي د بري لاري ته ستا لارښوونه کوي او ملاتړ دي کوي او همدا بس ده چي ستا رب ستا لارښود او ملاتړی وي او د دين او دنيا په اړه هره بخوله او وير او کړاو درڅخه دفع کوي. نو په دې کي شک نسته چي په دې توګه ته خپل مطلوب، موخي او د دين او دنيا مصالحو ته رسېږې، نو يوازي دی جل جلاله بسندوی او کافي وګڼه او يوازي پر ده سبحانه توکل وکړه.

خو کله چي د کتاب په اړه په علم او پوهه کي نيمګړتياوي وي او سم او لکه چي ښايي هغسي عمل نه په کيږي او توره کله د کتاب سره سمه او کله د کتاب مخالفه چليږي(يا د کتاب سره سمه هيڅ نه چليږي) نو د هغو کسانو دين به چي دغسي کوي هم د دوی د کړنو په کچه همدغسي وي. وګورئ مجموع فتاوی شلم ټوک(۳۹۳) مخ.

ښه، اوس راسئ د قرآن کريم دغه آيت تلاوت کړواو بيا څه تفسيري خبري پروکړو:

﴿لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ (25)﴾ [الحديد :۵۷ : ۲۵].

ژباړه: موږ خپل پيغمبران د روښانو دلايلو او څرګندو معجزو سره (خلکو ته) استولي او د هغو سره مو (آسماني) کتابونه (او قوانين) لېږلي دي او د هغو سره مو(د حق او عدالت پېژندونکي) تلي(ترازوګان) لېږلي دي چی خلک د عدل سره سم کړني وکړي او اوسپنه مو نازه کړې او څرګنده کړې ده چي په هغې کي ډېر زور او ځواک دي (ډول ډول درنې او سپکي وسلې ځني جوړيږي)او د خلکو لپاره ډېري ګټي دي(ډول ډول شيان ځني جوړوي). دا هرڅه د دې لپاره سوي دي چي الله وپوهيږي چي کوم کسان د هغه او د هغه د پيغمبرانو په غيبو سره ملاتړ او نصرت کوي. بې شکه چي الله (داسي) ځواکمن دى (چي هيڅوک يې نه سيمغلوبولایاو (په بشپړه توګه داسي) برلاسى (زورور او په خپل اقتدار کي پر ټولو مخلوقاتو د غلبې خاوند دى چي هيڅوک يې نه سي عاجزه کولای).

جابر بن عبدالله رضي الله عنه د دغه آيت د تفسير پرمهال په يوه لاس کي توره نيولې وه او په بل لاس کي يې قرآن کريم نيولی وو او ويې ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته امر کړی دي: څوک چي له دغه قرآنه وګرځي په دغه توره دي ووهل سي.

حذيفه بن اليمان رصي الله عنه چي ”صاحب سر رسول الله صلی الله علیه وسلم“(د رسول الله صلی الله عليه وسلم رازدار)بلل سوی دی ويلي دي: خلکو به له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د هغو راتلونکو پېښو په اړه پوښتني کولې چي خير به پکښې وو، خو مابه له هغه څخه د هغو راتلونکو پېښو  په هکله پوښتني کولې چۍ شر به پکښي نغښتی وو. نو يو مهال ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وويل: په دغه خير کي چي موږ ته لوی څښتن راکړی دی ستا څه رايه ده، آيا تر دې وروسته به شر وي، لکه څنګه چي تر دې دمخه وو؟ هغه مبارک وفرمايل: «هو!» ما ورته عرض کړه چي له هغه څخه به ژغورنه په څه وي؟ هغه وفرمايل: «په توره ! ». ([1]).

د رسول الله صلي الله عليه وسلم دې مبارک حديث ته هم ښه ځير سئ ‌:

«بُعِثْتُ بَيْنَ يَدَيِ السَّاعَةِ بِالسَّيْفِ حَتَّى يُعْبَدَ اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَجُعِلَ رِزْقِي تَحْتَ ظِلِّ رُمْحِي، وَجُعِلَ الذِّلَّةُ وَالصَّغَارُ عَلَى مَنْ خَالَفَ أَمْرِي، وَمَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ»([2]).

ژباړه: زه د قيامت راتلو ته په  تژدې زمانه کي الله خپل توحيد ته، وروسته تر دې چي خلک په دليل سرههغه ته وبولم په توره سره بلونکی پاڅولی يم، ترڅو خلک يوازي د الله چي هيڅ شريک نه لري عبادت وکړي، ( که څوک په قرآن، دليل او بيان سره د الله توحيد ونه مني، په توره به يې وروبولم )او زما روزيزما د نېزې تر سيوري لاندي ده او ذلت او کوچنيتوب(د جزيې ورکول) پر هغه چا دی چي زما د لارښوونو مخالفت وکړي او څوک چي ځان د کوم قوم سره ورته او مشابه کړي، نو له هغو څخه ګڼل کيږي.

د حديث معنا داده چي موږ ښايي يو قوی، غښتلی او پیاوړی امت واوسو او ضعيف او کمزوری امت ونه اوسو او بايد د خپل قوت ټول اسباب په سر کي يې حربي او پوځي ځواک بشپړ کړو او په دې سره ولسونه ساتل کيږي او پر مخ ځي.

دغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

«وَاعْلَمُوا أَنَّ الجَنَّةَ تَحْتَ ظِلاَلِ السُّيُوفِ»([3]).

ژباړه: پوه سئ چي جنت د تورو تر بريښ لاندي دی.

معناداده چي د لوی څښتن په لار کي توري وهل او جهاد کول جنت ته د رسېدو لامل کيږي.

د مسلمان امت ساتنه او ژغورنه له حق څخه په دفاع کوونکې توره ده. توره د ولسونو د عزت د سر تاج باله سي. نن مهال بې له توري ژوند په ذلت او خواري کي وي. توره ده چي د ظالمو طواغيتو اندامونه پر رېږد راولي. توره ده چي مسلمان د شهادت لوړ مقام ته رسوي او توره ده چي د کلمة الله اعلا په راځي. نو خير په توره کي دی او له دې امله دی چي زموږ تورزنان ان زموږ په ولسي او فولکلوريکو سندرو او لنډيو کي ستایل کيږي او ورته هڅول کيږي.

تورې وهه بری به مومې

که بری نه وي ځوانان تل په تورو مرينه.

توري وهم بې ننګه نه يم

نن مي دښمن لره وهلي سنګرونه.

په وينو رنګ توره دي راوړه

راسه په سرو شونډو يې زه درپاکومه.

 

اما دا متل به ډېر ټينګ په پام کي نيسو:

توره سره ښه ده خو نه د ورور په وينو.

 

([1]) دا د ابوداود د کتاب الفتن والملاحم، د باب ذکر الفتن ودلائلهاډ  ۴۲۴۴ شمېرې حديث لومړۍ برخه ده. او حديث ابن تيميه جيد، عراقي او ذهبي صحيح او الباني حسن بللی دی.

([2]) دغه حديث امام احمد په خپل مسند کي، په ۵۱۵۱ شمېره روايت کړی دی. او الباني په إرواء الغليل في تخريج أحاديث منار السبيل او تخريج أحاديث مشكلة الفقر وكيف عالجها الإسلام او صحيح الجامع الصغير وزياداتهکي صحيح بللی دی.

([3]) بخاري، کتاب الجهاد والسير، بابالجنة تحت بارقة السيوف، ۲۸۱۸ شمېره حديث او مسلم، کتاب الجهاد والسير(المغازي)، باب كراهة تمني لقاء العدو، والأمر بالصبر عند اللقاء، ۴۴۳۳ / ۱۷۴۲ شمېره حديث.

 

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.