ازګاره فرښته «له پنده ډکه کيسه»


ژباړه : عطا محمد میاخېل

یوه ورځ، یوه سړي ډېر عجیب خوب ولیده، هغه ولیدل، چې له فرښتو سره دی او د هغوی کارونو ته ګوري . د ورتګ پرمهال یې د فرښتو یو ستر ټولی ولیده، چې ټولې په خپلو کارونو باندې سختې بوختې دي او په ډېرې چټکۍ هغه لیکونه پرانیزي، کوم چې د پیغام راوړنکي په وسیله له ځمکې څخه راوړل کېږي او وروسته یې په بکس کې ږدي . سړي له فرښتې څخه وپوښتل :

تاسو څه کار کوئ ؟
په داسې حال کې، چې فرښتې لیکونه پرانیستل وویل : دا د ترلاسه کولو څانګه ده . له الله (ج) څخه د خلکو دعاوې او غوښتنې تر لاسه کووم .

سړی لږ نور وړاندې لاړه، بیا یې یو شمېر فرښتې ولیدې، چې کاغذونه پاکټ کوي او هغه د پیغام لېږدونکي په وسیله ځمکې ته لېږي . سړي پوښتنه وکړه : تاسو څه کار کوئ ؟

یوې فرښتې په بیړه وویل : دا د لېږلو څانګه ده، موږ د خدای (ج) رحمت او مهرباني د هغه (ج) بنده ګانو ته لېږو. سړی لږ نور هم وړاندې لاړه او وې لیدل، چې یوه فرښته ازګاره ناسته ده، سړي په ډېرې حیرانتیا ترې پوښتنه وکړه : تاسو ولې ازګاره یئ ؟

فرښتې ځواب ورکړ : دا د ځوابونو د تصدیق څانګه ده . د هغو خلکو چې دعاوې یې قبولې شوې دي، باید ځواب را ولېږي، مګر ډېر کم شمېر ځواب ورکوي .

سړي له فرښتې څخه وپوښتل : خلک څنګه کولای شي، چې ځواب ولېږي ؟ فرشتې ځواب ورکړ : په ډېرې ساده ګۍ، یوازې دومره بسنه کوي، چې ووایي : خدایه ! شکر .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.