پاکستان ته د ډاکټر عبدالله دسفر وخت نه دی ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۵مه ۱۳۹۵ل): د اجرائیه رئیس ویاند جاید فیصل ویلي چې د پاکستان د لومړي وزیر بلنه اجرائیه رئیس منلې خو لا یې د سفر نیټه او ایجنډا نه ده ټاکلې.

نوموړي دغه خبري وروسته تر هغه وکړې کله چې سعودي عربستان ته د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د سفر خبر ورکړه شو او وویل شول چې نوموړی به د سعودي له سفر وروسته پاکستان ته سفر وکړي.

د نوموړي په وینا د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف اجرائیه رئیس ته ډېره موده مخکي بلنه ورکړې وه چې د دواړو هیوادونو تر منځ د سیاسي کړکیچ له امله ځنډېدلې وه.

جاوېد فیصل نن پر خپل ټویټر پاڼه هم ولیکل چې لا پاکستان ته د ډاکټر عبدالله دسفر نیټه او ایجنډا نه ده ټاکل شوې.

ددې تر مخه ویل شوي وه چې نوموړی به د سعودي د سفر څخه د راګرځېدو وروسته پاکستان ته سفر وکړي او هلته به د افغان مهاجرینو پر ستونزو، خپل هیواد ته د هغوی پر بیا ستنېدو او همداسي د تروریزم پر ضد مبارزه کې د پاکستان ملاتړ او دوه اړخیزه اړیکو باندي بحث وکړي.



یوه تبصره

  1. پاکستان اوس پوهیژی چی عبدالله لکه ماشوم غولولی شی او په دروغو او اسلام ضد دسیسو درس ورکړی.
    مګر دا عبدالله ته ‌‌‌‌‌‌ډیر دیی خجالت ځایی ده چی ناری او سوری دی دشمنی وهی او بیا په ‌‌‌‌‌‌ډیر افتخار پاکستان ته روان ده لعنت دی پر داسی بی سباته او بی شرمه انسان وی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.