دوستم : طالبانو مي د پرمختګ مخه ډب کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۵مه ۱۳۹۵ل): د اشرف غني لومړی مرستیال جنرال دوستم وايي طالبانو يي د پرمختګ مخه ډب کړې، دی نه شي کولای چي چټک پرمختګ وکړي.

څو ورځي وړاندي طالبانو د فاریاب ولایت د غور ماچ ولسوالي له سختي جګړې وروسته ونیوله، جنرال دوستم له کابل څخه د غور ماچ د نیولو او له کندز څخه د طالبانو د تصفيې له اعلان سره له خپلو ملېشو سره ووتلو.
جنرال دوستم ادعا کوي چي پرمختګونه يې هم کړي، خو د طالبانو په بریدونو کي يې ټانګونو ته زیانونه اوښتي دي.

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل شوي خبرپاڼه کي ویلي دي چي په سرپل، فاریاب او بادغیس ولایتونو کي يې د جنرال دوستم ملېشو ته درانه زیانونه اړولي او پراخي علاقي يې ځیني لاندي کړي دي.

خبرپاڼه کي ویل شوي چي د بادغیس ولایت د ماریچاق لویه قرارګاه يي نیولې، ګڼ شمیر عسکر پکي وژل شوي او نور عسکر له ۷۷ میله وسلو، ۲ رینجرانو، ۱۳ لویو او وړو مخابرو سره دوی ته تسلیم شوي دي، همدا رنګه قومندان سالم ورته له ۱۵ عسکرو سره تسلیم شوی دی.

د ذبیح الله مجاهد له قوله د سرپل ولایت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کي يې هم د دوستمي ملېشو تعرض په شا تمبولی او ګڼ شمېر عسکر يې وژلي دي؛ د هغو له جملي څخه د ۶ تنو جسدونه د جګړې په ډګر کي پاتي شوي.

په خبرپاڼه کي زیاته شوې چي د دي ولایت په شیرم ولسوالي کي قومندان خالک له ۳ ساتونکو سره وژلی ، په ګوسفنده ولسوالي کي يي قومندان عبدالوهاب وژلي او په سنچارک کي يي قومندان دانش په جګړه کي ژوبل کړی او د صیاد ولسوالي د قفلان ، زیرکمر، کوک بویناغ او حکمتک سیمي يي نیولي دي .

د فاریاب د جګړي په اړه ذبیح الله مجاهد په خبرپاڼه کي ویلي دي چي په پښتون کوټ کي طالبانو ۸ پوستي فتح کړي او ۱۰ مسلح عسکر ورته تسلیم شوي او په چهلګزي کې يې د دوستم دملیشو په هغه قطار برید کړی چي فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالي د نیولو لپاره له سیمو څخه تیریدلو ، په برید کي د دوستم د ملیشو ۲ ټانګونه او یو رینجر موټر ویجاړ شوي دي ، همدا رنګه د کنجک په سیمه کي هم په یاد کاروان برید شوی ۳ ټانګونه او ۱ رینجر يي ورته ویجاړ کړي دي .

ذبیح الله مجاهد په خبرپاڼه کي ویلي چي په یادو بریدونو کي د دوستم ۳ مهم قومندانان هم وژل شوي چي نومونه يې په لاندي ډول دي: قومندان شاه محمد، قومندان میرویس او قومندان مجید قره.

د ذبیح الله مجاهد له قوله  د دوستم نظامي قطار دوه ټوټې شوي دواړه برخي يې دا مهال د طالبانو تر محاصرې او بریدونو لاندي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.