د هلمند والي: پنځوس دولتي عسکر وژل شوي او پنځوس نور لادرکه دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۵مه ۱۳۹۵ل): د هلمند والي حیات الله حیات نن رسنیو ته وویل چې د تېرو دوه اونیو په جګړو کې د دولتي ځواکونو څخه پنځوس تنه عسکر ووژل شول او پنځوس تنه تر اوسه لادرکه دي.

نوموړي دا خبري په داسي حال کې کړی چې شپږ ورځي وړاندي طالبانو پر لښکرګاه ښار لوی برید وکړ او ویل کیږې چې د ناوې ولسوالۍ او لښکرګاه په جګړه کې په سلګونو دولتي عسکر مړه او ژوبل کړي دي.

طالبانو هم په دې وروستیو کې یوه ویډیو خپره کړه چې په کښي په لسګونو عسکر ښکاري چې ددوی په اسارت کي دي.

بلخوا د طالبانو له لوري نن ټکي اسیا ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وه چې یوازي د بشران په نامه سیمه کې ورته ۱۲۵ تنه پولیس او اربکیان د خپلو وسلو سره تسلیم شول.

د مشرانو جرګي غړي هاشم الکوزي په تېرو ورځو کې ویلي وه چې د بشران په سیمه کې د ملي اردو ۶۰۰ کسیزه قوه محاصره شوې او په جګړه کې نیژدې سل تنه سرتیري وژل شوي دي.

باید وویل شي چې د هلمند ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخوندزاده او د مشرانو جرګې غړی شیر محمد اخوند دوه ورځي وړاندي ویلي وه چې د تېرو لسو ورځو په جګړو کې تر ۲۰۰ زیات عسکر مړه شوي دي او په سلګونو نور ټپيان شوي دي.

شیرمحمد اخوند وویل چې ۱۰۰ تنه عسکر یوازي په یوه جګړه کې هغه وخت ووژل شول کله چې د چانجیر په سیمه کې د طالبانو سره مخامخ جګړه وکړه.
نوموړي ویلي وه چې هلمند د تیرو پنځلسو کلونو په موده کې تر ټولو بې امنیه ولایت ګرځېدلی.

د یادوني وړ ده چې څو ورځي وړاندي د غربي رسنیو له لوري خبر ورکړه شو چې د تیرو شپږو میاشتو په موده کې تر ۴۵۰۰ زیات عسکر مړه او ۸۰۰۰ نور ټپیان شوي دي چې د تیرو ۱۵ کلونو په موده کې دا تر بل هر وخت لوړي شمېري دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.