مصر له تعلیمي نصاب څخه د اسلامي فتوحاتو تاريخ حذف کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۵مه ۱۳۹۵ل): د مصر د ښوونې او روزنې وزارت د دې هیواد له ښوونیز نصاب څخه هغه درسونه حذف کړي چې د اسلامي تاریخ د فتوحاتو او شخصیتونو پورې تړاو لري.

مصري چارواکو د اووم ټولګي له تعلیمي نصاب څخه هغه شپږ فصلونه حذف کړي چې د «عقبه بن نافع» سیرت ته ځانګړي شوي وو. عقبه بن نافع د حضرت عمر (رضي الله عنه) د خلافت پر مهال د اسلامي فتوحاتو بیرغ په شمالي افریقا هسک کړ او په اسلامي تاریخ کې د المغرب د فاتح په نامه پیژندل کیږي.

د مصري د ښوونې او روزنې وزارت د پنځم ټولګي له کتابونو څخه د بیت المقدس د فاتح «صلاح الدین ایوبي» اړوند درسونه هم ویستلي دي. همدارنګه د اتم ټولګي د اجتماعیاتو له مضمون څخه «د امویانو او عباسیانو په وخت کې اسلامي خلافت» تر سرلیک لاندې څپرکی هم حذف شوی دی.

د مصر د ښوونې وزارت ویلي چې دغه ګام یې ځکه اوچت کړی چې د حذف شوو درسونو له امله زده کوونکي «سخت دریځۍ» ته هڅېدل او زیاتوي چې دا هیواد غواړي چې په نړیوال سټنډرډ برابر تعلیمي نصاب رامینځته کړي.

د دغو تغیراتو په لړ کې د اتم ټولګي د نصاب له کتابونو څخه هغه پاڼې هم لرې شوي دي چې په کې د اسرائیلو غندنه شوې او په فلسطینیانو باندې د اسرائیلو ظلمونه «ترهګري» بلل شوې.

له تعلیمي نصاب څخه د حذف قیچي هغو خیالي کیسو ته ورغځېدلې چې د ابتدائيې مرحلې د زده کوونکو لپاره د پند او عبرت په ډول تدریسیږي. د بېلګې په ډول د لومړي ټولګي له کتاب څخه د «مرغانو پاڅون» تر سرلیک لاندې هغه کیسه حذف شوې، چې په کې مرغان د خپل ظالم پاچا پر خلاف غږ اوچتوي او بالآخره پاچا تېښتې ته اړ کیږي او بندي مرغان له قفص څخه آزادیږي.

د تعلیمي نصاب څخه د حذف په دې لړۍ کې د عبدالله بن زبیر (رضي الله عنه) د ماشوموالي د زړورتیا هغه کیسه هم له کتابونو څخه ایستل شوې چې کله د مسلمانانو امیر (حضرت عمر بن الخطاب) په لار تیریږي نو ټول ماشومان تښتي خو یوازې عبدالله بن زبیر (رضي الله عنه) نه تښتي، حضرت عمر (رضي الله عنه) ترې د لامل پوښتنه کوي نو دی ورته په ځواب کې وايي: «یا امیره! نه لاره دومره تنګه ده چې زه یې درته پریږدم، او نه ما کومه تېروتنه کړې چې درڅخه وډار شم».

سربېره پر دې، د نهم ټولګي د اجتماعیاتو له مضمون څخه د اسرائیلو د صهیونیستي رژیم په اړه د «دښمن» کلمه له مینځه وړل شوې، او پرځای یې د سولییز ژوند په ګټو او فایدو باندې ټینګار شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائيلو د مصر په تعلیمي نصاب کې د وروستيو تغیراتو هرکلی کړی. د اسرائيلو د ملي امنیت څیړنیز مرکز «د مصر په تعلیمي نصاب کې له اسرائیلو سره سوله» تر سرلیک لاندې یوه راپور کې ویلي چې اسرائیل د مصر نوی ښوونیز نصاب ستايي.

د یاد څیړنیز مرکز یو تن څیړونکی «اوفیر فاینتر» خوښي څرګندوي او زیاتوي چې که څه هم صلاح الدین ایوبي د مسلمانانو په نزد خورا د احترام وړ شخصیت دی او د بیت المقدس فاتح بلل کیږي، خو په وینا یې نن د مصري حکومت په هلو ځلو د هغه نوم د مصر له تعلیمي نصاب څخه وایستل شو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.