زابل : د ملي تلويزون خبريال نا پېژانده وسله والو وژلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه ، تلې ۲۵مه ۱۳۹۵ل): د زابل ولايت په مرکز کلات ښار کې د ملي راډيو تلويزون خبريال ( يعقوب شرافت ) د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی.

پېښه د مرکز کلات ښار په رسالې سيمه کې نن ماښام رامنځته شوې.

ويل کيږي شرافت لومړی د نامعلومه کسانو په بريد کې ټپي شوی او وروسته يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې.

د بريد پړه چا نه ده منلې.

يعقوب شرافت په زابل کي د افغانستان د ملي تلويزيون او د زابل د محلي تلويزيون خبريال وو.

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې پر يعقوب شرافت بريد غندلی او له دولت څخه يې د بريد د پلټني تر څنګ عاملينو ته د سزاء غوښتنه کړې.

sharafat



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.