عراق: د موصل جګړه پيل شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، تلې ۲۶مه ۱۳۹۵ل): په عراق کې د کردستان ایالت لوړپوړو چارواکو رسنیو ته ویلي چې د موصل جګړه به د دوشنبې په سهار پیل شي.

دا په داسي حال کې چې امریکايي الوتکو له څو ورځو راهیسي پر موصل باندي خپل بمبارۍ زیاتي کړي تر څو پلي ځواکونو ته لاره پرانیزي.

ویل کیږي چې د موصل جګړه به د کال ۲۰۰۳ وروسته په عراق کې تر ټولو لویه جګړه وي. په دغه جګړه کې به تر ۶۰ زره زیات عسکر ګډون کوي چې ډیره برخه به یې عراقي ځواکونه، شیعه ملیشې او کردي ځواکونه تشکېلوي.

بلخوا ته د علماو نړیوال سازمان د ولسونو، اسلامي نړۍ او عربي نړۍ د ولسمشرانو او حکومتونو څخه غوښتنه کړې چې ددغه جګړې په مخنیوي کې خپلي هڅي وکړي.

د دغه سازمان مشر قرداغي په یوه خبرپاڼه کې د اسلامي دولت ډلي څخه هم غوښتي چې په موصل کې د ولسي وګړو ژوند خوندي کړي او له دغه ښار څخه دباندي یوه بل لوري ته ولاړ سي.

نوموړي ویلي چې د سني اوسیدونکو د نورو ښارونو په څېر به دلته هم تخریب، قتل او ناموسي سرغړوني وشي.
نوموړي ویلي چې ددې تر مخه په فلوجه او حلب کې هم وګړي د ورته برخلیک سره مخ شوي دي.

قرداغي ویلي چې د ژمي په راتګ سره به له دغه ښار څخه تر ۳۰ ملیونه زیات وګړي هجرت وکړي چې په یو انساني ناورین به واوړي.



3 تبصرې

  1. السلام عليكم ورحمة الله
    قرداغى نه يوصف قرضاوى ده وروره

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.