د ګاونډیو ولایتونو څخه اویا زره کډوال کندهار ته تللي

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، تلې ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د وروستیو جګړو او نا امنیو له امله د روزګان، زابل، او هلمند ولایتونو څخه تر اویا زره زیات کسان کندهار ښار ته کډه شوي دي.

دغه معلومات د کندهار چارواکو رسنیو ته ورکړي او ویلي چې دوی له سلګونو کورنیو سره مرسته کړې او د نورو مرستو لپاره یې سروې پيل کړې تر څو د کډوالو کره شمېر معلوم کړي.

د پيښو سره د چمتووالي ادارې رئیس معسود احمد پښتون رسنیو ته ویلي چې د ورستیو جګړو او نا امنیو له امله د رزوګان ولایت څخه ۵۰۰۰ کورنۍ، د هلمند څخه ۱۳۰۰ کورنۍ، د زابل څخه ۲۰۰ کورنۍ او د کندهار د ناامنه ولسوالیو څخه ۹۷۰ کورنۍ ښار ته راغلي دي.

د کندهار شاولیکوټ، مانشین، غورک، خاکرېز او معروف د کندهار هغه ولسوالۍ دي چې اوسیدونکو یې د جګړو له امله د کندهار ښار ته پناه وړې.

نوموړي ویلي چې یو شمېر بهرنیو موسسو ددغه کډوالو سره مرستي کړي او د نورو مرستیو ژمنه یې کړې، چې کفایت نه کوي، ځکه یې د ولسمشر اشرف غني څخه غوښتنه کړې چې د یادو کډوالو د هري کورنۍ لپاره په اوسط ډول ۱۵ زره افغانۍ مرسته ځانګړې کړي تر څو د یوې میاشتي ګوزاره یې وسي.

ددې تر مخه د هلال احمر کمېټې سرپرست مشر میرویس اکرم رسنیو ته ویلي وه چې سږ کال په افغانستان کې یو ملیون کسان له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي دي چې دا د تیرو وختونو پر پرتله ډېر زیات دی.

بل خوا د ملګرو ملتونو د مهاجرینو ادارې مرستیال «فابیو واروالي» رسنیو ته ویلي وه چې ملګري ملتونه په افغانستان کې دننه د بې ځایه شویو کورنیو اندیښمن کړي او همداسي له پاکستان څخه را ګرځېدونکي افغان مهاجرین هم چې شمېر به یې د کال تر پایه نیم ملیون ته ورسیږي ، د هغوی د ځای پر ځای کولو لپاره اوسني پلانونه کفایت نه کوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.