د طالبانو په لاس کې د ملي اردو وسایط دفاع وزارت اندیښمن کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، تلې ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د کندز، هلمند او روزګان ولایتونو وروستیو جګړو له امله طالبان وتوانېدل چې د دولتي ځواکونو څخه په لسګونو پرمختللي جنګي وسایط تر لاسه کړي.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري منلې چې د دوی یو شمېر وسایط د پوستو د سقوط پر مهال د طالبانو لاس ته ورغلي، خو ویلي یې دي چې زیات شمېر یې په ناکاره شوي حالت کې نیول شوي او ډیر لږ شمېر یې د طالبانو سره دي.

نوموړي زیاته کړې چې د دغه وسایطو په اړه اندېښنه لري او پلان یې جوړ کړی چې هغه یا بیرته له طالبانو څخه ونیسي او یا یې تخریب کړي.

د طلوع نیوز د راپور سره سم د کندز پخواني والي حمدالله دانشي ویلي چې په کندز کې طالبانو ۴۵ پرمختللي پوځي وسایط له دولتي ځواکونو څخه نیولي او له ځانونو سره یې انتقال کړي چې په راتلونکو جګړو کې به استفاده ځیني وکړي.

د مشرانو جرګې غړي محمد هاشم الکوزي په وینا طالبانو هغه توپونه، هاموي، زربتي، شوبلي او رینجرز موټر نیولي چې امریکایانو د ملي اردو ځواکونو ته ورکړي، له کومو څخه چې طالبانو د هلمند په وروستیو پرمختګونو کې ګټه واخیسته او جګړه یې نوره هم پيچلې کړه.

طالبانو د فراه او فاریاب په جګړو کې هم یو شمېر نظامي وسایط او درنې وسلې له دولتي ځواکونو څخه نیولي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.