اسلامي احکام د دین او دنیا دواړو له پاره راغلي

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

اسلامي احکام په دوه ډوله دي. یو هغه احکام دي چې دین ورباندې ودریږي چې عباداتو او عقایدو ته شمولیت لري او بل هغه احکام دي چې مقصد ورڅخه د دولت او ټولنې تنظیم، د افرادو او ټولنو ترمنځ د ارتباط تنظیم دی چې دغه قسم په مجازاتو، شخصي احوالو دولتي او قانوني لارو او د معاملاتو په احکامو مشتمل دی. نو اسلام دین او دنیا سره یو ځای کوي،  د مسجد او دولت ترمنځ یووالی راولي. نو اسلام هم دین دی او هم دولت، هم عبادت دی او هم قیادت او مشرتوب او څنګه چې دین د اسلام یوه برخه ده همدا راز یې حکومت دوهمه برخه ده. بلکې لا دولت یې مهم جز او قوي خوا ده.

حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه څومره ښه ویلي:

«په دې کې شک نشته چې الله تعالی د اسلامي پادشاه په وسیله هغه کوي چې د قرآن پواسطه یې نه کوي.»

اسلامي احکام سره د هومره ډېروالي او مختلفو اقسامو یواځې د دې دنیا د نېکمرغۍ د ګټلو لپاره نه، بلکې دې دپاره نازل شوی چې بالوسیله یې خلک د دنیا او آخرت نیکمرغي وګټي او په دارینو کې مسعود شي او له همدې کبله هر دنیوي کار اخروي مخ لري. مثلا عبادت سره له  دې چې د وظیفې ادا کول یې دنیوي اثر  دی په آخرت کې د ثواب وسیله هم بلل کیږي. په همدې شان مدني، جنایي او دولتي کارونه لکه څنګه چې په دنیا کې د ښه یا بد اثر اسباب ګڼل کیږي، همدا راز په آخرت کې ورباندې ثواب یا عذاب مرتب کیږي.

په دې اساس چې اسلامي شریعت د خلکو د دنیا او آخرت دواړو نیکمرغۍ لپاره راغلی داسې یووالی ایجابوي چې له سره پکې تجزیه نه شي راتلای او داسې به سره نښتي وي چې هېڅکله به سره نه بېلیږي. دا ځکه چې د ځینو اسلامي احکامو اجرا کول او منل او د ځینې نورو له یو مخې شاته غورځول د دې عالي غرض او لوړ مقصد (د دارینو نیکمرغي) منځته نشي راوستلای. څوک چې قرآني آیتونه ولټوي ګوري چې د هر حکم څخه مخالفت دوه جزاوې لري:

یوه دنیوي جزا او بله اخروي جزا . لاره وهل او قطاع الطریقي په دنیا کې د اسلامي شریعت له مخې وژل، غرغره کول او له منځه وړل جزا لري او په آخرت کې یې د غټ عذاب مجازات مقرر شوی دی، الله تعالی فرمایي: (انما جزاء الذین یحاربون الله) سورة مائده آیت۳۳.

د دې مبارک آیت په پای کې الله تعالی فرمایي: دوی ته په دنیا او آخرت کې رسوایي ده او دوی ته په آخرت کې لوی عذاب دی.

د فواحشو خپرول او پاک لمنو ښځو باندې تور لګول هم په دنیا کې او هم په آخرت کې مجازات لري، ځکه الله تعالی فرمایي: ان الذین یحبون أن تشیع الفاحشة في الذین آمنوا لهم عذاب ألیم في الدنيا والآخرة) یعنې بې شکه هغه خلک چې د مسلمانانو ترمنځ د فواحشو خپریدل خوښوي هغوی ته په دنیا او آخرت کې دردؤنکی عذاب دی. او فرمایي: (الذین یرمون المحصنات الغافلات…) یعنې هغه خلک چې بې خبره پاک لمنې مسلمانانې ښځې توروي هغوی په دنیا او آخرت کې ملعون کیږي… چې دغه دواړه آیتونه په سورة نور ۱۸سپاره کې راغلي دي.
ناحقه وینې تویول هم په دنیا کې د قصاص او په آخرت کې د عذاب سبب دی. الله تعالی فرمایلي:
ژباړه: اې مسلمانو! په وژل شویو کې تاسو باندې د قصاص اجرا کول ثابت کار دی. سورة بقره سپاره ۲.

او فرمایي:

ژباړه: که چا په قصد یو مسلمان وواژه نو جزا یې دوزخ دی چې پکې به مخلد او اوږده زمانه پروت وي (سورة نساء).

په همدې شان هېڅ کوم یو شرعي حکم به مونده نه کړو چې دنیوي او اخروي دواړه جزاوې ورباندې نه وي مرتبې شوي او که کوم حکم مو په نظر راشي نو په هغه کې هم د الله تعالی د دې آیت په حکم چې فرمایي: (أفمن کان مؤمنا کمن کان فاسقا لا یستوون) سورة آلم السجدة سپاره ۲۱.

یعنې مسلمان مؤمن او فاسق بې دینه سره نه دي برابر نېک عمله مؤمنانو ته د میلمستیا په څېر د خپلو اعمالو په مکافات کې د ورتلو وړ باغونه او جنتونه مقرر دي او فاسقان بې دینه به د دوزخ اور ته ورځي چې هرکله ترې راوځي بېرته و راعاده کولای شي او ورته ویل کیږي به چې د هغه اور عذاب وڅکي چې تاسې دروغ ګاڼه.

د سورة نسآء په ۱۳-۱۴آیتونو کې فرمایي:

ژباړه: چا چې د خدای او رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړ الله تعالی به یې هغو جنتونو ته داخل کړي چې ویالې ترې لاندې بهیږي تل ترتله به پکې وي او دا لویه کامیابي ده او چا چې د خدای او رسول صلی الله علیه وسلمڅخه نافرماني او عصیان وکړ او له الهي حدودو څخه یې تجاوز وکړ الله پاک به یې دوزخ اور ته ورننه باسي چې پکې دایماً به اوسي او ده ته سپکوونکی عذاب مقرر دی.

دا چې د اسلامي شریعت احکام د دنیا او آخرت دواړو لپاره راغلي کوم خلاف العقل او بې منطقه کار ځکه نه دی چې د اسلام په نظر کې دنیا یو فاني او د امتحان استوګنځی او آخرت یو باقي او د مجازات کور دی او انسان لکه څنګه چې په دنیا کې پخپلو اعمالو مسؤل ګڼل کیږي همدا راز په آخرت کې د خپلو کارونو مجازات ویني. که ښه عمل یې کړی وي د ځان ګټه یې ده او که بده لاره یې نیولې هم د خپل ځان په ضرر یې ده. په دنیا کې که کومه جزا ورکړل شي نو بې د هغه صورت څخه چې توبه ګار شي او خدای ته راجع شي د آخرت له مجازات څخه نشي بچ کیدلای.

خوار او بې وزلی کافر د دنیوي زحمتونو د لیدلو په اثر له اخروي عذاب څخه نه بچ کیږي. او نه شتمن او مرفه مسلمان له دنیوي نعمتونو څخه د ګټې اخیستلو په اثر له اخروي عالي نعمتونو څخه بې برخې ګرځي.

اسلامي شریعت د وضعي قانون څخه همدې باندې ممتاز او جلا کیږي چې اسلامي شریعت دین او دنیا سره ګډ کړي او د دنیا او آخرت دواړو لپاره راغلي او همدا یواځینی سبب دی چې مسلمانان یې په اطاعت باندې په پټه او ښکاره مجبور کړي او له همدې کبله یې په تنګسه او خوشحالۍ کې پیروي کوي. ځکه د اسلامي احکامو سره سم په دې ایمان او باور لري چې اطاعت هم یو ډول عبادت دی چې هم ورباندې ثواب ورکول کیږي او هم یې بالوسیله خدای ته تقرب حاصلوي.

په مسلمانانو کې چې څوک د یو ناوړه کار د کولو قدرت مونده کړي بیا هم د اخروي عذاب او الهي قهر او غضب له وېرې ورته اقدام نه کوي او ځان ورڅخه ژغوري چې همدغه دیني احساس کوم چې د اسلامي شریعت په برکت د مسلمان بشر په زړه کې موجودیږي.

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)

یادنه: که تاسو هم غواړئ چې د نن ټکی اسیا لپاره یو کتاب کمپوز کړئ، د اړیکو له لاري راسره په تماس کې سئ. مننه



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.