په درو ورځو کې د مصر ۳۴ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، تلې ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د مصر په سینا ایالت کې د یوه ضابط په شمول ۵ تنه عسکر وژل شوي دي.
د سکای نیوز په قول په هغه جګړه کې چې تېره ورځ د سینا ولایت په شمال کې را منځته شوه، ۸ تنه نور عسکر په کښي ټپيان شول.

د الجزیري ویب پاڼي د یوه بل خبر له مخي ویلي چې د سینا په شمال کې د مصري پوځ پر ټانګ چاودنه وشوه چې له امله یې هلته هم یو عسکر مړ او دوه نور ټپيان شول.

باید وویل شي چې دوه ورځي وړاندي هم د سیناء په شمال کې د بئر العبد په نامه ښارګوټي کې پر یوې امنیتې پوستې برید شوی وو چې له امله یې ۱۲ تنه عسکر مړه او ۶ نور ټپيان شوي وه.

د مصر پوځ ویلي چې د وروستیو تلفاتو په غبرګون یې د وسلوالو پر مرکزونو درنده بمباري کړې چې له امله یې زیات شمېر وسلوال وژل شوي دي، خو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

د مصر په سیناء ولایت کې ګڼ شمېر وسلوالي ډلي د حکومت پر ضد جګړه کوي چې د هغو څخه «اجناد مصر» او دداعش اړونده ډله «ولایة سیناء» د یادوني وړ دي.

ددې تر مخه د ولایة سیناء ډلي نوم انصار بیت المقدس وو، خو په عراق کې د داعش له لوري د خلافت د اعلان وروسته دغه ډلي ورسره بیعت وکړ او د مصر سیناء یې د اسلامي دولت ولایت وباله.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.