په ارګ کې له عامه ذهنیت سره لوبه – ډاکټر فیض محمد ځلاند

ډاکټر فیض محمد ځلاند

عامه ذهنیت (Public Opinion) د هیوادونو د سیاسي لیدلوري په ټاکلو کې ډیر ځواکمن کردار لوبوي. د ولسواکو حکومتونو لیدلوری د عامه ذهنیت په مټ ټاکلی کیږي. عامه ذهنیت دی چې ناکاره، په فساد ککړ حکومتونه له وخته د مخه د واک له ګدۍ څخه را کوزوي او پر ځای یې مخکې له وخته ټاکنو ته زمینه برابروي. عامه ذهنیت دې چې د خپلو وژنو او فساد پوښتنه کوي، ولسي مبارزه کوي، مفسد چارواکي محکمې ته را کاږي او د هیواد په پرمختګ او سوکالۍ کې د یو بیداره ملت په توګه دنده ترسره کوي.

د عامه ذهنیت په وړاندې نړیوالې رسنۍ، کورنۍ رسنۍ او دارنګه د حکومتونو ځانګړې ادارې په کلکه مبارزه کوي تر څو خپله کاري اجندا، فساد، جګړه او ناامنې پټه کړي. ولس بوخت وساتي او پرینږدې چې په هیواد کې ثبات او سیاسي ټیکاو ته لاره هواره شي. د ملي وحدت د حکومت په رامنځته کیدا سره د عامه ذهنیت سره د لوبې د پاره خواله رسنیو د پروپاګند ټیمونه، د رسنیو سانسور، د ګڼو سیاسي بحثونو د مبصرینو تورلیست ته اچول، د سیاسي بحثونو په بیه اخیستل او په لویه کې د حکومت په مالي مرسته د اخباررونو، سوداګریزو اعلاناتو او دغونډو د جوړیدو کار ته لستوڼې را بډ وهل شول. د غني ټیم چې ځانګړې سیاسي جوړښت لکه د عبدالله د ډلې په څیر ( د جمعیت اسلامي د سیاسي ډلې ) ځواکمنتیا له ځانه سره نه لري، کوښښ کوي د مدني ټولنو په خیټه کې، د نویو ټوکیدلو سیاسي ډلو یا ګوندونو په مټ او بلاخره د اخیستل شویو رسنیو ( تصویري او چاپي) په واسطه غواړې عامه ذهینت د ځان په ګټه استعمال کړي.

عامه ذهنیت د حکومتونو د مشروعیت په اړه مهمې پوښتنې راولاړوي، کله چې حکومتونه د عامه خدماتو د وړاندې کولو وړتیا له لاسه ورکوي، د ماکس ویبر او لیپزت له نظره مشروعیت یې تر سوال لاندې راځي، نو ځکه داسې کمزوري حکومتونه د عامه ذهنیت د مغشوشولو، د هغوی د بوخت ساتلو او د هغوی له ذهنیت څخه د ځان په ګټه د استفادې کوښښ کوي.

د ملي وحدت حکومت خپل دوه کلن ناکام مزل د همداسې چالبازیو او مکاریو سره پوره کړ. د حزب اسلامي سره یې د سولې تړون په لوی لاس د خپل کاري دورې (د ملي وحدت د حکومت د دوه کلنې دورې د تکمیل) پای ته وساتله، تر څو یې د مشروعیت په وړاندې غږونه ټپ او تت شي.

د کندوز له سقوط، د هلند له جګړې، د فراه له ګډوډیو، د ترینکوټ له کاواکۍ سره هم همداسې سلوک اختیار شو، کله چې حکومت په ذکر شویو سیمو کې د طالب په وړاندې شکست وخوړ، د جګړې په لیکه کې کمزوری شو، نو د سیاسي مشورې، د هیواد د کړکیچنو حالاتو څخه د وتلو او په لویه کې د سولې او جګړې د بحث تر نامه لاندې یې سیاسي مخورو ته په ارګ کې میلمستیا جوړه کړه.

قاضي امین وقاد صیب له رسنیو سره مرکه درلوده چې بلاخره د ناستې پایله څه او د بحث اصلي موضوعات کوم وو، وقاد صیب یې په ځواب کې وویل چې د ډاکتر غني لخوا را بلل شوي ناسته وه، چې ځانګړې اجندا یې نه درلوده او په عمومي توګه د روانو حالاتو په اړه بحث وشو، د دې ناستو د دوام غوښتنه یې مشروطه په ځانګړې اجندا پورې کړه او دارنګه یې د پایلو په اړه تاکید درلوده چې باید ورته ناستې د ځانګړې موخې، یا ستونزې د حل دپاره را وبللی شي.

په دې میلمستیا کې ګڼې مهمې خبرې تر سترګو کیږي، لومړی ځل دی چې ډاکتر غني له ډاکتر عبدالله څخه یواځې د غونډې د مشرتابه په څوکۍ کیني، خو بیا هم ډاکتر عبدالله او پخوانی ولسمشر حامد کرزی یو د بل په وړاندې (مخامخ) په چوکیو کیني. بحث تقریبا له شپیتو څخه د زیاتو کسانو ترمنځ ترسره کیږي، خو د بحث ښکارنده داسې وې چې هر کس وخت لرې خپل نظر د روانو حالاتو په اړه وړاندې کړي، دا چې افغانستان، له غربته، بیکارۍ، بیسوادۍ، مخدره توکو د کرکیلې، قاچاق، د بهرنیانو شتون، د بې پیلوټه الوتکو بمبار، له امریکا سره د ستراتیژيک تړون په سر لانجه، د طالبانو د جګړې د تودیدا، د داعش له پراخیدا او ګڼو نورو مسلو سره مخامخ دی، په دې دومره ګڼو ستونزو کې د بحث د پاره یوه هم نه ټاکل کیږي، بلکې یو عمومي بحث لکه څنګه چې په هر افغان کور کې هره شپه ترسره کیږي، داسې یو ازاد بحث ته زمینه برابریږي.

د بحث په پای کې عکسونه اخیستل کیږي، د مشرانو د راتګ ویډیو رسنیو ته ورکول کیږي، اصلا د دې بحث څخه موخه د روانو ستونزو د پاره د حل لار نه، د مشورې او د نظر غوښتلو کومه اجنډا نه وه، بلکې د ملي وحدت د حکومت د مشروعیت د جوتولو کوښښ و، چې بریالی شو. غني او عبدالله د سیاسي چال په واسطه نړۍ ته ( په افغانستان کې میشتو سفارتونو) ته وښودله چې د ملي وحدت حکومت مشروعیت لري، په وړاندې یې سیاسي مخالفتونه نه شته، کرزي صیب، سیاف صیب، احدي صیب او دارنګه ټولو هغوی کسانو چې دړکې کولي چې د ملي وحدت حکومت د خپل دوه کلن سفر د پای ته رسیدو وروسته قانوني او سیاسي مشروعیت نه لري او باید لویه جرګه (دودیزه) یا مخکې له وخته ټاکنې دې راوغوښتلی شي، د هغوی سترګو ته یې شګې ورووشیندلي او بس.

د هلمند جګړه، د کندوز سقوط، د فراه د سقوط شونتیا، د اورزګان محاصره ، د طالب د جګړه مورال او د داعش د پراخیدا طرحه په بریالیتوب سره په مخ روانه ده، له تیرو دوه وروځو راهیسې هیڅ کومه داسې معجزه نه ده ترسره شوي چې د ارګ د مشورتي ناستې پایله دې په ګوته شي، پرته له دې چې د رسنیو له لارې ډنډوره له عامه ذهنیت سره لوبې وکړي چې ګواکې د د ملي وحدت د سهامي شرکت د ګډونوالو (د غني د ټیم او عبدالله د ډلې) ترمنځ پراخ توافق نظر او همغږې موجوده ده او دوی هر وخت کولی شي په ګڼو موضوعاتو نور سیاسیون په ځان رامات کړي چې د دوی د ناکام حکومت له دوام سره به ورته ناستې پیاوړې مرسته وکړي؟



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.