پوتین: امریکا له سایبري بریدونو دسیاسي موخو لپاره کار اخلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، تلې ۲۶مه ۱۳۹۵ل): تیره اوونی امریکایي چارواکو تور پورې کړ چې روسي هکرانو په امریکا کې په ځینو ټاکنیزو ادارو سایبري بریدونه کړي او هک کړي یې دي.

دامریکایي چارواکوو ددې ګواښ په مقابل کې چې “ګواکې امریکایي هکران دې له روسي هکرانو غچ واخلي”

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې امریکا هیڅکله هم دا کار نشي کولی، بلکه دا ډاول څرګندونې په ګوته کوي چې امریکا له سایبري بریدونو دسیاسي موخو لپاره کار اخلي.

پوتین په خپلو خبرو کې، پر روسیه د “امریکایي کمپیوټرونو د سایبري برید تورونه” په امریکا کې دننه د سپینې ماڼی له لورې یو پلان شوی انتخاباتي شعار بللی.

باید وویل شي چې د واشنګټن او روسیې ترمنځ اړیکې له ډېره وخته ترینګلي شوي دي خو روسي ولسمشر ویلادیمیر پوتین هیله څرګنده کړې چې ښایي د امریکا تر ټاکنو وروسته ددواړو هیوادونو تر منځ اړیکې نرمښت ومومي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.