کرمه ایجنسي: د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله تړل شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، تلې ۲۶مه ۱۳۹۵ل): په کرمه ایجنسي کې د پاکستان خواته چارواکو ویلي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ یې تجارتي لاره وروسته تر هغه بنده کړه کله چې د تیري جمعې په ورځ ددوی پر یوې پوستې سرتیری برید وشو.
چارواکو ویلي چې دغه لاره به تر نا معلومي مودې پوري تړل شوي وي.

د سیمي څخه عیني شاهدان وايي چې د پولي دواړو غاړو ته په سلګونو موټر په مالونو بار ولاړ دي.

پاکستاني چارواکي وايي چې د تیري جمعې په ورځ د پولي بلي غاړي څخه یو سرتیری بریدګر راغی او د خیرلاچي په نامه سیمه کې د پاکستان سرحدي ځواکونو پر چیک پوسټ برید وکړ چې له امله یې دوه عسکر ټپيان شول.

دغه چارواکو ویلي چې د پيښي سمدستي وروسته يې پوله د ترافیک پر مخ وتړله.

د سید جلال په نامه یوه تجار د ډان نیوز خبري اژانس ته ویلي چې د خیرلاچي او بورکي پر چیک پوسټونو تر ۵۰۰ زیات لوي موټر ولاړ دي، په ځینو کې داسي مالونه بار دي چې د وخت په تېرېدو سره یې د ضایع کېدو اندېښنه ده.

سید جلال ویلي چې ده هم ۱۲ لوی موټر په ژوندیو چرګانو بار کړي چې اوس د ګرمي او زیات وخت تېرېدو له امله د مرګ په حال کې دي.

نوموړي ویلي چې د افغانستان اړخ ته هم په ډېر شمېر موټر ښکاري چې د پولي د خلاصېدو په انتظار دي.

ویل کیږي پر دغه لار تلونکي هغه مهاجر هم بند پاته دي چې د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د ادارې څخه یې خپل د کاغذونو تصدیق کړی او د وطن پر لور روان دي.

د پاره چینار څخه د ختیځ خواته په ۳۰ کیلومترۍ کې د تیري منګل په سیمه کې یاده پوله موقعیت لري.

یوه چارواکي ویلي چې دوی یاده پوله د نامعلومي مودې لپاره تړلې او اوس لګیا دي د بورکي او خیرلاچي په سیمه کې پر پوله اغزن تار جار کړي.

د ډان نیوز د خبر سره سم د پاکستان حکومت غواړي چې د تور خم په څېر په خیرلاچي سیمه کې هم ګیټ جوړ کړي، تر څو ددواړو هیوادونو تر منځ غیر قانوي تګ راتګ کنټرول کړي.

باید وویل شي چې په دغه سیمه کې پاکستان د ایمګریشن کوم سیسټم نه لری، بلکي دغه لاره یوازي د تجارتي تګ راتګ لپاره کاریږي.

د خیرلاچي چیک پوسټ وروسته تر هغه د تجارت لاره وګرځېده کله چې په جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو له امله پاکستان پوځ د غلام خان په نامه چیک پوسټ وتاړه.

ډان نیوز ته چارواکو ویلي چې د خیرلاچي په چیک پوسټ باندي هره میاشت شاوخوا ۳۰ ملیونه تجارت کیږي، که چیري تجارتي اسانتیاوي برابري شي، کیدای شي پر دغه لار تجارت نوره هم وده وکړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.