برېښنا شرکت: د نظام لوړ رتبه چارواکي او ۷۳ نور زورواکي مو پوروړي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، تلې ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د برېښنا شرکت مشر وحید توحیدي ویلي چې یوازې دکابل په ښار کې درې میلیارده او درې سوه پنځلس میلیونه افغانۍ یې عام ولسي وګړي پوروړي دي، چې د هغو څخه یې بیا ډیری زورواکان دي او د پیسو ورکړې ته نه حاضریږي.

دبرېښنا شرکت په هغه نوملړ کې چې نن خپور شوي، یو شمیر د نظام لوړ پوړو کسانو نومونه هم ذکر شوي، چې په لاندي ډول دی:

۱ـ لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ۳۴ میلیونه افغانۍ.

۲ـدپخواني ولسمشر او دسولې شورا اوسنی مرستیال کریم خلیلي څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ.

۳ـ عبدالرب رسول سیاف دحراست او ثبات شورا د رهبری غړی نیږدې ۲ نیم میلیونه افغانۍ.

۴ـ د ولسي جرګې غړي ملا تره خیل ۶۰۰زره افغانۍ.

۵- لالی حمیدزی څه د پاسه ۶۰۰ زره افغانۍ.

۶-عبدالرحیم ایوبي نیږدې ۳۰۰زره افغانۍ.

۷- دنورین په نامه خصوصي ټلویزیون څه باندې ۳ میلیونه افغانۍ.

توحیدي ویلي چې ولس باید دبرېښنا له شرکت سره د پیسو په ورکړه کې همکاري وکړي ترڅو ټولو ته برابره برېښنا ورسیږي، وحیدي زیاته کړي چې راتلونکې اونۍ به دنورو هغو پوروړو نوملړ هم شریک کړي چې دبرېښنا د بیل په ورکړه کې ناغیړي کوي.

نوموړي زیاته کړې، اوسمهال افغانستان د ګاونډیو هیوادونو پرمټ درې سوه میګاواټه برېښنا واردوي چې دا د هیوادوالو لپاره بسنه نه کوي ځکه چې هیواد مو ۷۰۰ میګا واټه برېښنا ته اړتیا لري.

د برېښنا شرکت په وینا که خلک د برېښنا شرکت پورونه ورنکړي ښایي ۲۰۱۸ کال پورې دبرېښنا شرکت هیوادوالو ته دخدمتونو په وړاندي کولو کې پاتې راشي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.