بادغیس: د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، تلې ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو قومندان په بادغیس ولایت کې د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.

د بادغیس ولایت امنیه قومندان عبدالرؤف تاج رسنیو ته ویلي چې پيښه نن ورځ د یاد ولایت په قادس ولسوالۍ کې هغه وخت را منځته شوه کله چې د نوموړي قومندان موټر د طالبانو د یوه کمین سره مخ شو.

نوموړي ویلي چې په جوابي ډزو کې دوه طالبان هم وژل شوي دي.

تر اوسه پوري طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.