پاکستان: د نومبر ۱۵مه د ناثبت شویو کډوالو لپاره وروستی نېټه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، تلې ۲۶مه ۱۳۹۵ل): پاکستان نه غواړي چې د روان زیږدیز کال د نومبر تر پنځلسمې نیټې هاخوا د ناثبت شویو کډوالو موده وغځیږي، پیښور کې دافغان کونسلګری دکډوالو دچارو مسؤل عبدالحمید جلیلي په یوه تازه مرکه کې ویلي چې پاکستان دغیر راجسټر شویو کډوالو پر وړاندې دمودې له غځولو انکار کوي.

هغه ویلي چې همدا مهال په ورځ کې له زرو تر یونیم زرو پورې کورنۍ چې نیږدې اته زره افراد کیږي هیواد ته ستنیږي، دهغه په وینا په تیرو دوو میاشتو کې نیږدې دوه نیم لکو نه زیات ثبت شوي او په همدې اندازه غیر ثبت شوي افغانان ستانه شوي.

راجسټر شوي کډوال د ۲۰۱۷ زیږدیز کال دمارچ تر وروستی او غیر ثبت شوي دروان کال د نومبر تر پنځلسمې دپاتې کیدو اجازه لري، دیوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د دغې نیټې د تمدید په اړه مو له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي؟ جلیلي وویل چې دسرحد او بلوچستان صوبې له دواړو وزیرانو سره مو په هغه درې اړخیز توافق خبرې وکړې چې پکې افغان حکومت دغیر ثبت شویو کډوالو په اړه مقابل لورې ته برنامه وړاندي کړي وه چې پخوا په همدې ارتباط د دواړو حکومتونو ترمنځ توافق شوی و خو  پاکستان حکومت پدې اړوند معذرت وړاندې کړو او ویې ویل چې تر پنځلسم نومبر پورې کډوال کولای شي چې ځانونه وباسي.

د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دکډوالو چارو وزارت دستنیدونکو په اړه څه اقدامات کړي او یا مو دا ستونزه له نړیوالو سره شریکه کړې؟

جلیلي زیاته کړه: څه موده وړاندې ۱۲۰ کسیز ګروپ د کډوالو په استازیتوب چې په هغې کې دکډوالو نمایندګان، تجاران، ټرانسپورټران او حتا دمحصلینو او ورزشکارانو په ګډون تر ولسمشر او اجرایه مشر پورې ولاړل، دوولس میلیونه ډالر بودیجه ورته ځانګړې شوه او همدا رنګه دبروکسل په کنفرانس کې چې کومې مرستې شوي دهغې به یوه برخه د کډوالو ځای په ځای کیدو کې هم لګیږي.

بل خوا دملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږی دفتر په یوه راپور کې ویل شوي چې په تیره اونۍ کې ۵۲ زره افغان کډوال دهیواد خاورې ته دننه شوي، چې دا له ۲۰۰۹ زیږدیږ کال راهیسې په یوه اوونی کې تر ټولو لوړ شمیر دی.
د یاد بسنټ په خبرپاڼه کې راغلي چې دپاکستاني چارواکو ټینګار، داسنادو دمودې غځولو کم وخت، نوم لیکنه، دپولیسو دعملیاتو زیاتوالی، دکډوالو نیول او بیا خپل هیواد ته استول دا ټول هغه څه دي چې کډوالو لپاره یې دخوړو، روغتیایي خدمتونو او زده کړو ته لاس رسی ګران کړی.

ددې بنسټ په وینا تیره اوونی هره ورځ نیږدې ۵۲۰۰ کډوالو نومونه لیکلي او ۲۱۶۰ ناثبت شوي کډوال هیواد ته راستانه شوي، د شمیر له مخې تمه کیږي چې د روان کال تر پایه به ۴۶۴ زره کډوال افغانستان ته ستانه شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.